مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نوم لیکنه

محمودنظری


 موږپوهیږو تاسو په ټاکنوبیا دخرو پالان بدلوئ
 فیشن دخپل ښه چوروچپاول او تالان بدلوئ
 موږ په هر څه پوه ګونګان یو والاکه څه ووایو
 تخته هغه تخته ده هر یو مات پيادهګان بدلوئ


 په نه نوم لیکني ماته بې عقل او ساده مه وایه
 ماته د غلو د بیا ټاکلو لپاره دا ته خوشوده مه وایه
 زما رایه په دې ملک کې څه ګته لري وایه که نر يې
 ما که امریکا راوستي اجراییه ده ما ته لوده مه وایه
 تا ته مو پوره دواک ډوډۍ درکړه تا له داړه نیمه کړه
 ټوله ته يې ته ما ته نور کلیمه د سوده بوده مه وایه


 موږ په ټاکنو کې یو دخدایه غوښت دوه راغله
 موږ سم غوښت، دکمیسیون لخوا ټوله غله راغله
 موږ مشر ته ډیري رایي وکړې سرو غلو ونه منلې
 هغه چې امریکا غوښته هغه دمشرسره مله راغله
 ګوټې دافغان پرې سوې دامریکایانو یې په بلا
 دیوه په ځای واکمنان رنګارنګ پوره اووه راغله
 ټول وطن يې د هرې خوا په بدبویه مرداریو و لړئ
 په ټولو ملي کارونه کې ببره کرکه او تفرقه راغله
 خلکو دا غله پردیان یو شورا ته نه دي راوستي
 څه په زور څه په پیسو او څه دسیاپه ټاپه راغله
 پام ولسه !یو سړی بیا هم ستاسو په خوښه نه راځي
 هر وار د ولس دا بوجله په شکیل کې غله را غله
 چې اشغال ورک نسي د ټاکنو موږ ته وایه څه ګټه
 په هر اشغال کې شورا ته دهغو خپله دله ډله راغله
 زموږ په خوښه قانوني ان افغان په تذکره کې نه راځي
 دبل په امر دقانون پورته له هوا ډله داجراییه راغله
 موږپه کومو تورو سترګو بیا چا ته خپله رایه ورکړو
 دا په چا منې چې دبلبل په رایه توره راغچه راغله
 مه کوه مه وژنه دا زموږ ساده او بې ګناه خلک
 پيژندپاڼې اخیستو ته دلته ایجړاګان په ایشله راغله
 داداوس پښتانه وکیلان لکه نر ښځي ټپوسان دي
 له ازله شپږمیاشتي نر او شپږ میاشتي ښځینه راغله
 بیا به هم نرانو افغانانو ته خپله رایه ورکړو خیر دی
 بیا به چاته رایه ورنه کړو که بیا هغه لکیور غله راغله

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery