مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کوم غل

محمود نظری


سیاستوال لکه سپي بی باداره ژوند کولای نسي
لکه خر تګ د ایخ اوایش پرته دخاوندکولای نسي
سیاستوالان چې ان داسلام کلمه وایي هغه مه منه
دهغه غاړه لکه اوښ کږه ده ان تګ بې پېزوند کولای نسي

 

خوارپاچا غل ،اجراییه غل ، وزیر غل
رییس غل ، لچر وکیل غل ، سفیرغل
دوطن د دیوال کمبود خښته به پوره نسي
قراردادي غل ، دولت غل، کارګر غل اجیر غل

خدایه موږ ددې غلو سمدم خلاص کړې
قاضی غل ،څارنوال غل کارمن صغیر هم کبیر غل
دکاندار غل ،تجار غل ،خان لالا دلال غل
ترافیک غل ،پولیس غل ،کاتب غل مدیر غل

پوه سیاستوال غل، ادیب غل، ډاکټر غل
مست ناروغ غل ، دارو غل ،اکسیر غل
بیا هم ټوله سره غله یو سم سره چلیږو
هم ښکیل د سیاست غل هم ګوښه ګیر غل

مولوی غل، ملا غل ،ان هغه وچ چلي غل
وجدان غل ، نفس غل ، سپين ضمیر غل
یو سړک ،تعمیر ان پياده رومو سم نه سو
ریګ غل ،رولر غل خښته او تور قیر غل

مکتب غل ، دفتر غل لوړ اپارتمان غل
پلان غل ، نخشه غله ،ګاډر او تیر غل
به هر وطني کار کې هرومرو غل لاس لري
خورد غل ،خروار غل دروند او حقیر غل
غل په غل ګردان دی واه ماشاءالله ټول وطن غل
ماشوم غل ځوان غل د زکندن غوټه او پير غل

په دي د غلو وطن کې ان اشغال ګر غل
ناتو غل ،امریکا غل، دیورپ ټول بهیر غل
زه غل، هغه غل او ته غل او دا غل
څوک د دین څوک دایمان څوک د جاګیر غل

دمشرانو بیانیه غله، وعده غله ،عمل غل
دکشرانودلاسو کړپا غله هورا غله ناره تکبیرغله
هغه چې رښتیا نه وایي هغه هم لوی غل دی
د اسرار غل ، کوڼ غل دخلکو دږغ غل دتکفیر غل

هیڅ څوک نسته چې دلته غل نه وي
سپور غل، پلی غل ، شتمن غل اوفقیر غل
اوس غلا د ښو لویو خلکو ښه چار سوی
چوک غل ،سترګي پټي غل او سترګې څیر غل

هم ګودغل ،هم کړوپ غل، هم سیده نیغ غل
هم توغ سترګی غل هم ټپ ړوند غل هم بصیر غل
تلویزیون غل ، خبر غل، هم ځوان خبر یال غل
عکاس غل ، کمره غله او ان مکمل تصویر غل

بس غل ،ټکسی غل ، الوتکه لویه غله
اشترنګ غل ، بیریک غل کلچ او د ګیرتغیر غل
څوک د نوم ،څوک د پیسو، څوک د مقام غل
ددې دولت هر ورځ ولس ته په ګوټه کشمیر غل

طالب غل ، داعش غل امنیتي ارګان غل
ځان وژونکی غل ، توپک غل کمان غل تیر غل
ملګری ملتونه غل ، د امنیت شورا سره غله
د بشر دحقوقو کمیسون غل دهغه رقم او ویر غل
په دنیا کي هم متجاوز غل او ملا ماتی زهیر غل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery