مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډیر یې مه کښوه چې شلیږي!

محمود نظری


ماشومان هر ناشوني شي ته اتومات په ژړا کیږي
خره ناکام سیاستوال دلته د ماشوم له هنره کار اخلي
فنر چې سره کښېکاږئ د ایله کولو وروسته په هوا کیږي
لوچکان له هر چالاکي او چانسه لکه له فنره کا راخلي
رابړ چې سره کش کړې د ایله کولو وروسته بیرته لنډیږي
ارګ ولي هر وخت له چورلنډوخلکولکه له رابړه کا ر اخلي
لنډاک سیاستوال په کشولو کشولو کله غټیږي، شلیږي
له ناهله ولي دولت له اوله له ډیره زور اوجبره کار اخلي
دا دولت د هرې بوغۍ په پو پوکولو لوی بالون جوړکړي
هغه چې په هوا سي بیا دهغه چاودو ته له صبره کار اخلي
هر سپین کالي او لو یه سپينه ږيرې سیک لوی ملا کړي
د ښه ملا په ځای دفتوا لپاره هر وارله سپین ګبره کار اخلي
دلته دهرخړ والي سره د څو وزارتو اوسفارتونو معامله کیږي
دټولو نقلیه وسایلوسره اوس لا ارګ له ګاډۍ خره کار اخلي
په دې ملک کې خدای ږو که دا ناولي کرغیړني وړۍ شړۍ سي
دنیا دخپل بار وړلو لپاره دلته له ناخبرو لکه د خره کار اخلي
ډیرو د امریکا په یوه مسکا خپل نا ولي پرتوګونه ویستل
هر یویې دهرموږک په کوچنی سوړه کې د خپله سره کار اخلي
څوک يې افغان څوک يې افغانستان څوک يې اسلام نه مني
دسیاست په بزم کې بډو د ایران له روزل سوی بازیګره کار اخلي
دا یوې ډلې ټول افغانستان تباه او سم دم چورماچورکړ
نه نیول کیږي چې ونیول سي بیا د مسعود له شجره کار اخلي
وطن يي نیم کړی دی په زاریو او زګیرویو د امریکا په سیلاوه
غله دلته د غلا د ازادي لپاره د ډیموکراسۍ له کره کار اخلي
دا افغانان ډیر یې د ذاته اشغالګرو ته به خوله او زړه ترخه دي
دا پلورل سوي د هر امریکا اوناتو سره د خولې له شکره کار اخلي
غنی مننه چې د تذکرې د اخیستلو امر دی نر غوندې جاري کړ
دا وطن پلورنکي یوچونګ دي په چم او ټګي د بې خبره کا راخلي

چورلنډ (بدمعاش)، لنډاک ( لنډ سوچه)، چونګ ( دیوې لپې نیم)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery