مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زه په کنایه پوهیږم

محمود نظری


کیري ډبل اجراییه ته:

د ښه حکومتداري لپاره په درو وزیرانو کې یو ټینګ نیسه
دا چې غني باچا دی یو دې غني ټاکي یو ته تاکه یو ایله کوه
اوباما ته هر ورځ له افغانستانه بوی ورتله ول دا څه خړوسکې دي
اجراییه ول ستا په نخښه روان یم هغه کوم چې تا ویل هغه کوه
ول نو ولي هر ورځ له افغانستانه موږ ته تیز اوتوند بد بوی راځي
هغه ول تاویل ښاغلې! یوخپل ټاکه یو د غني ټاکه یو ایله کوه
زه کوم بې سواده یم چې نه پوهیږم ستا په رمز او کنایه
ما رحیمي ته هم ویلی دهر مقرریدو وروسته یوته هم ایله کوه


متل نه دی پردی کټ د سل کاله وروسته دسهار تر اذانو دی
په عصري اشغال کې تر یو کډو شین سر ښه وایي ددوو دی
چې دواړه د بادار درناوي ته لکه نوکر لاس په نامه ولاړ وي
تاج مرغه هغه دی چې خوښ د خپل بادار په برو ګمشو دی
د ولس نا راضي ږغونه هیڅکله دا شاه شجاعان نه اوري
غوږ هر یو نیولی یوازې ساز د خپل بادار ته په دوو لاسو دی
دخپلو خلکو غم څه غم دی چرت مه وهه اې هوښیاره
اصلی غم اوس غم د زورورو هیوادو او لوچکانو پردو دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery