مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غل د هله غلو نارې وهي

محمودنظری

 

ځوز که وکرې ځوزان کوي
که ګل وکري بیا هم ځوران کوي
زړڼې مو سوي دي خرابي
په ځوز باندې کله ریز بلبلان کوي
***
عجبه زمانه سوه چې غل ونیسې د هله غلو نارې وهي
قاتل د مقتول ماشوم په مړي دللوللو نارې وهي
چې هرچیرې خاین ووینې اخ پر مخ يې تو کړه
که نه هغه په وطن دوستو باندې د خرو نارې وهي

دا فلاني خاین ته چې موږد وکالت ووټ ورکړ
اوس زموږه تښتي یوازې د پيسونارې وهي
چې بیا د ووټ وخت سي هر یو ته وايي سلام علیکم
پزه پرمځګه کښوي د توبو توبو نارې وهي

دا عجبه لا په دې عجب او غریب ملک کې واوره
معنوي لا تر اوسه د شفافو ټاکنو نارې وهي
هر یو په خپل برخه کې دی خورا شاعر او ماهر
ضیامسعود له وطنه د اسعارو دنه وړونارې وهي

خلک خاین ته ناست هر یو ورته ټینګ غوږنیولی
اسمعیل د برق او اوبو د ښو ښو پروژو نارې وهي
اریان دریان یم هره خوا هر یوه ته رډ رډ ګورم
د غوښو دښه ساتلو لپاره توره پیشو نارې وهي

خلکوماشاءالله ټول پخواني ظلمونه هیر کړي
ولس سره غلو ته لا تر اوسه ګل ببو نارې وهي
ښه بزنس روان دی په دې خورخور ویده ولس کې
خروان د خره به بولودد خالصو شیدو نارې وهي

دلته بلکل تورزن او کوستیزن نه پیژندل کیږي
ښه وطنپلور د خپلو پلرواو نیکو نار ې وهي
یو ملي فکر نه کوي مشر هزاره د هزارو نارې وهي
دلته هر خر او یابو په ډارنو کې د سرو نارې وهي

ولس هر یو ښه پیژني خو شونډان یې ګنډلي
چې هر خاین محاکمه سي د وطن د ورانیدو نارې وهي
دڅو سر زوره قاتلانو او خاینانو لاسونه وتړل سول
نور خاینان دلته دخدايي سیلابو او زلزلو نارې وهي

هیڅ شرم دلته پاته نه سو په دې نا پاکو خلکو کې
کرزی خاینان وغټول هغوی اوس د زنځیري لیونو نارې وهي
ټول افغانان د نویو تذکرو اخیستلو ته خوړین وه
کرزی نه پوهیږم دڅه شی په اسره د نه اخیستو نارې وهي

هر قاچاقبر وایي خدای میلیون میلیون ډالره چیک راکړې
په سپينه ورځ پسونه ویروي په هغو د لیوو ناري وهي
غني که دا دغويیانو ښکر جنګي له قانون سره ختمه کړه
آسمان او مځکه به په جار جار د وطن د ودانیدو نارې وهي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery