مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ژوندي اوخوندي پاتې کېدوفلسفه په څه کې ده ؟

محمد انور ولید :

 

طنز:

محمد انور ولید :

وایي یووخت د ځنګل د امپراتورترؤلکه لاندې هغه ځنګل کې د ځنګل د قانون له مخې هرډ ول ژوي (ځناور)هستوګن ووچې د نیمې نړۍ مخ  یې پو ښلی ؤ . د د وی ټولود تشلیلاتو، د ند و او برخلیک ټول د ېوان اود فترد ځنګل له امپراتور( زمري ) سره پروت ؤ . زمري به چې د د وی په اړه هره پرېکړه وکړه ، هغوی ته به د ده په وړاندې ددوی د خپلې بېوسۍ اولاچارۍ په سترګوکې د حال په ژبه قبوله وه .

د ځنګل امپراتوربه هم تل په ستروځناوروکې سترګې ښخې کړې وې ځکه چې د هغوی غوښن وجود ته به یې په تمه تمه دوې سترګې څلو وې اووړوځناوروته به یې د خپل شان او شوکت ، برم اوعظمت له کبله له سره کتل هم نه ، ښکارکولوته به هم له خپلې پلازمېنې څخه آن د هغوی سیمو ته ورپسې ورغۍ .

هره ورځ به یې په خپله خوښه د ځنګل د نورو ژوو وینې تویولې اود هغوی د تازه غوښو په امبارونوبه ددوی په خپله سیمه کې د پاسه ورپروت ؤ . د ډېرو پرله پسې قصابیو او وینو تویولو له امله یې زړه دومره سخت شوی ؤ چې له خپل ځان پرته یې په قاموس کې پربل هېڅ شي باندې زړه سوی هم نه ؤ .

په بې رحمۍ کې به هغه د چا خبره له ملک الموت نه هم وړاندې ؤ، خکه چې ملک الموت خوبه یوازې د ذی روح مخلوق روح قبض کوله خووینې به یې نه تویولې اودغوښوخوراک ته یې هم د خپل ملکوتي خاصیت له مخې اړتیا نه وه .

د خدای کړه وو په ځنګله کې یو بل دا سې سیال هم ورته  را پید ا شوچې د فایلم ، سب فایلم ، کېنګ ډم ، سب کېنګ ډم ، اصل اونسل له مخې په ذات اوځوځات کې سره یو وو، خود خوی خصلت ، مزاج او خلقت له مخې یې له یوبل سره ډېرتوپیردرلود . ځکه د ځنګل پاچا خوبه یوازې یوڅاروی وواژه ، په غوښوبه یې خپل ځان اوخپل بچیان ماړه کړل ، خوځا نته به یې لکه د بني اسرائیلوپه څېرله (مَن اوسلوا ) څخه سپما نه کوله اود ښکارشوي څاروي پاتې غوښې به شرمښانو، سپیواوګیدړانوهم ورپسې خوړلې .

دقرباني شوي څاروي پرګېډه اوکولموبه ټپوسانوخپله تماشه جوړه کړې وه ، په وینواونوروکثافاتوبه یې مچانودترنُم په غږکې دوِېزوِېزسند رې ویلې . مېکروبونه خوبه یې بډوهلي په ټپونوکې یوپربل ورسپرېدل اوهډوکي به یې نوروسیمه ئیزو مافیایي ګیدړانواوشغالانوپه شپوشپوورپسې توشپل . خود ځنګل امپراتور( زمري ) به بیا هېڅکله هم د نورو په توپالوباندې لکه کرګس په مردابوکې خوله نه ښخوله .

ولې د ځنګل د امپراتورسیال ( پړانګ ) بیا د ځنګل د امپراتورخلاف بل ډول عا د ت درلود اوهغه دا چې : کله به د نوروژویو پررمواوګلو ورپېښ شو، له یوې مخې به د قرباني شوي ژوي له بېوسې سره سم پړانګ په شارګونوکې خپلې داړې ورښخې کړې ، وینه به یې ترې وځپېښله ، څاروی به پرځمکه راو پرځېد او بیا به د بل پرشا ورسپورشو ، د هغه وینه به یې هم وځپېښله ، بیا به یې بل همداسې کړ.

 ترڅوبه چې د څارویودغه ډول رمې ګلې ترې تیت پرک کېد لې ، پړانګ به د ډېرو وینې وځبېښلې اوترشا به یې ډېرجسدونه پرځمکه پراته وو . د پړانګ په دې بې انصافه حریص (وږي) عمل سره به له یوې خوا د ځنګل په څارویوکې آن تردې کچې خورا کمی راغۍ چې د ځینوخېلونوخوبه نسلونه هم په کې ورک اویا به له سیمې فرارشول اوبلخوا به د ځنګل په نظام کې داسې تُف طفیلې موزي ځناورهم را پیدا شول چې پرته له خپل ځان ستړي کولوبه یې د زمریانواوپړانګانوپاتې شونې اومرداړې په تیاره کې ورپسې خوړلې .

دوی په فزیکي لحاظ د ځنګل ترواکمنوخورا څوچنده کوچیني اونا توانه وو. په ناروا تغذیه کې له مېکروبي وایرس څخه چالاک ، په چاپلوسۍ کې د پردي کلي ترګاونډي هم باندې ، خوپه فرېب ، دوکې اوچل ول ورکولواودام اېښودوکې د ( M.I._ 6) د جاسوسي شبکې د شیطانانوکل استاذ بلل کېدل .

پوهېږۍ چې دا به کوم ډول ځناوروو؟

هو! دا ډول ځناورهغه مافیایي ګیدړان ووچې د شامې خورا تېزحس یې درلود اود ځنګل په امپراتورۍ کې تردغه ډول ځناورونورداسې مسلکي اود حرفوي زده کړولرونکي ځناورنه ؤو.ځکه په څوکیلومترۍ کې به یې هرډول مرداړې کشفولې .

په چل ول اوغړېت ورکولوکې د وسوسې له شیطان څخه هم دومره وړاندې ووچې د ځنګل یوځناوریې هم سیالۍ ته نه شودرېدلی ، خودمفت خوراک اوتُف تُفیلي ژوند تېرولوپه بهیرکې به یې له مایکروسکوپي وحید الحجره وي موجوداتوڅخه هم څوګامه وړاندې د ډېران د کثافاتو په منځ کې د سترګوپه اشاروسره له نوروخیرات غوښت . کله نا کله خوداسې هم پېښه شوې چې د ځنګل د امپراتورپه توکړیولاړوباندې به یې خپل وچ حلق لوند کړ، خونوروځناوروته به یې په سیاسي ډګرکې ځان د ځنګل د امپراتورد تره زوی اوسترسـلاکارورمعرفي کاوه .

آن تردې چې پرځنګل باندې د تسلط اوواکمنۍ خوبونه به یې لیدل اود ځنګل پرامپراتورباندې د کود تا پلانونه به یې جوړول .

دغومکاروګید ړانوغوښتل چې د ځنګل د امپراتورپه واک کې یوډول ځان ورشریک کړي اوژرترژره د ځنګل د امپراتورۍ واک له دې لارې ترلاسه اوځناوروته د خپل ځان د ملاتړپه خاطرد اسې نسبي خود مختاري ورډالۍ کړي چې د ځناوروله یوبل سره په تقابل ( جنګ اچولو) کې به د وروستۍ فیصلې واک هم له درباري مشاوروګید ړانوسره وي .

د خپل غذایي رژیم تدارکاتي سیستم یې هم داسې جوړکړی ؤچې کله به یې د خپلې خوښې دوه ځناورپه غېږوسره وروستل ، هریوبه چې پرځمکه را وپرځېد مشاورګید ړبه د رېفري ( حکم ) په څېرپرېکړه وکړه چې پرځمکه را پرځول شوی څاروی به هغه بل ته پرځمکه څملي ترڅوفاتح یې مړاوټوټه ټوټه کړي اوله غوښو یې کید ړپه آسانۍ سره ګټه اوخوندونه  واخلي .

دا لړۍ د فرانسې د لویي ګانو ، د مصرد فرعونانواوپه منا وادۍ کې د پخوانیو مشرکانو په څېرپه ځنګله کې د ننه ترهغوپورې روانه وه ترڅوچې د پړانګ اوزمري ترمنځ دغېږونیولواود ځنګل د امپراتوري وروستی نوبت هم را ورسېد اوهمد لته د ځنګلي واکمنۍ تاریخي پاڼه اوړي اوواک په ډېره آسانۍ اوخورا کمه بیه د مکاروګیدړانولاسته لوېږي .

خود نړیوال ځنګل پړانګان اوزمریان څومره بې حسه اوبې فکره دي چې د ګیدړانو په دې طلسم باندې نه پوهېږي ؟ ځکه ګیدړانوخوهم پړانګان او زمریان په خپلوکې یو بل ته په تقابل کې سره ودرول ، اوهم یې دپردیوامپراتوریوواک ترلاسه کولوته له مکرونواوحیلوډکې د تحسُن خېمې درولې اودښکارپاتې شوني اوتفالې په کې خوري .

اوس خودپردیوګیدړانودغلطومشوروله کبله دفطري ځنګل ډېری برخواوراخیستی اوډېرځنګلونه د ښکار شویواوقرباني شویوژویوپه وینو،اوښکو،غوښواوهډوکوباندې لړلي دي . خووروسته له دې به دګیدړانو دژوروتوطئیوڅرک ولګېږي چې د ځنګل پاتې برخې هم سوځي اوکه چا ته په میراث څه ورپاتې کېږي؟ واکمن به په کې څوک وي ؟ ګیدړان ، اوکه د ځنګل پخواني یا اوسني امپراتوران ؟ آیا په ځنګل کې به بل چاته داوسېدوحق په کې ورکړي که څه؟که د اوسېدوحق په کې حاصل کړي ، نوترکوموشرائطولاندې به ژوند په کې کوي ؟ ځکه بېوسه ژوي خو وزرې ، تقوا اوکرامت هم نه لري چې نوروسیاروته د خپلو وزرواوکرامت په واسطه کډه ترې وکړي؟ نوڅه باید وکړي چې د دابة الارض له دې ورپېښې غمیزې څخه ځان اوځنګل دواړه وژغوري ؟ د ژوندي اوخوندي پاتې کېدوفلسفه یې  په څه کې ده ؟  ځواب یې یوازې همدا کېدای شي چې په ګډه خپل ملي ، سیمه ئیزاونړیوال یووالی د خپلمنځي صادقانه نېکواړیکو، عدلانه معاملو، اوځان پېژندلوپه فلسفه کې تل ژوندی اوخوندي وسا تي .    

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery