مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ننګرهار کې دباغونو دخړوبولو دغوره سیستمونو د رواجولو په موخه دعامه پوهاوي ترویجي پروګرام ترسره شو.

benawa afghanistan
راحیله جواد
د پوهاوي یاد پروګرام دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په هلو ځلو او ANHDOدافغانستان د هارټیکلچري نباتاتو د انکشاف ادارې په تخنیکي مرسته دبهسود ولسوالۍ پير صيب کلا سيمه کې په لاره واچول شو.
د پوهاوي یاد پروګرام دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په هلو ځلو او ANHDOدافغانستان د هارټیکلچري نباتاتو د انکشاف ادارې په تخنیکي مرسته دبهسود ولسوالۍ پير صيب کلا سيمه کې په لاره واچول شو.
 
په ياد پروګرام کې دننګـــــــــــرهار دکرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي سربیره د ANHD ادارې مسؤلینو، د باغدارۍ اومالدارۍ ملي پروژې، په کرونده کې داوبو د تنظیم پروژې ساحوي مسؤلینو، دیو شمیر ولسوالیو ترویجي مسؤلینو، باغدارانو او ګڼ شمېر  کلیوالو ګډون کړی وو.
 
د کرنې رئيس رفيع الله رحيمزي وویل؛ څرنګه چې د ننګـــــــــرهار يو شمېر سيمې د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي نو موږ باید له همدې ډول عصري او غوره اوبخور سیستمونو څخه ګټه واخلو چې په کمو اوبو سره وکولای شو زیاته ځمکه خړوبه کړو.
 
 د ANHDOموسسې د ستروسو پروژې مسؤل انجینر محمد عزیزسیدي د باغدارۍ د اوبخور د عصري سیستمونو څاڅکي په شکل اوبخور (Drip Irrigation System) او دفوارې په شکل اوبخور(Sprinkler Irrigation System) په هکله بشپړ هراړخیزه معلومات وړاندې کړل.
 
دیادونې وړ ده چې،  د ANHDO له لورې د ستروسو په پنځلس جریبه باغ کې دفیمیلینو لیمو کيښنول شوي دي، چې یاد لیمود جنوبي افریقا هیواد څخه افغانستان ته واردیږي چې اوسمهال دننګرهار دکرنې ریاست دباغدارۍ د څیړنیز مرکز په تخنیکي مرسته د يادو لیمو ګانو بوټی په یاد ولایت کې تولیدیږي چې د NHLPاو ANHDO له لورې ورڅخه ګڼ شمیر باغونه هم جوړ شوي دي، چې دغه لیمو ګان په بازار کې تر نورو په ډیر لوړ نرخ سره پلورل کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery