مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-09-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

باکیفیته وطندوستان

محمود نظری

 


باکیفیته وطندوستان

مور :زویه زما شیدې درباندې حرامي دي
زوی: ما کله څښلي ستا تورې شیدې دي
ما خوړلې دتورې ګامیشی سپينې شیدې دي
کله هم دخرې کله دبرګې غوا او وزې دي
***
ډیر کسان په اسلام سیاستمداري کوي ښه باکیفیته
په حلال او حرام ویلو دوکانداري کوي ښه باکیفیته
دلته هر شی جوړیږي په شنو لوتو ډیر ښه با کیفیته
ګوره څومره دبريښنا بندونه جوړه سوله ښه با کیفیته
د مسؤلو وزیرانو تندي لکه سپوږمۍ دشپي برېښې
وګوره داسمعیل تندی څنګه ځلا کوي ښه با کیفیته
څومره سړکونه ، بندونه او مکتبونه جوړ سول
فاروقه له یوه سره وه پاخه په نخښه ښه با کیفیته
د پوره یو میلیون شنو ډالرو درانه قرار دادونه
په یو لک سرو افغانیو جوړیږي دلته ښه با کیفیته
کار د اهل کار انو پلار او ان نیکه ته سپارل کیږي
ځکه زموږ ټولو غلو کارونه دي ډیر ښه با کیفیته
موږافغانان یو پیسو اوبل واک ته د ټینګي نه یو
ځکه یوازې ښه غله مو مقرریږي ښه با کیفیته
رښتیا په هغه ملک کې چې هر شی بیا بیا سوځي او نړیږي
هلته جوړول د نویو ودانیو څه په کار دي باکیفیته؟!
باید اوشایدددې لپاره چې ټوله دنیا زموږ زبده غله وپيژني
د ښه غلو زیارتونه پر لوړو غونډيو یوازې جوړیږي باکیفیته

داسلام او وطن له دې دوستانو څخه مخکې مننه کوو
اخیر ارزان وطن په دې او هغه پلوري تښتي ښه باکیفیته
له دې پردو څخه د دین او وطن د سوځولو تشکر کوه
داغله اخیر دوطن اوملت په مخ توکي ښه باکیفیته
دلته دهر وزیر د ټکولو لکه د پوخ منګي باکیفیته ږغ خیږي
که بل څه نه وي په خدای داوطنپلور په غلاکې دي ښه باکیفیته

وطن یې تباه کړتر مړینې یې لا نه پریږدي قسم یې کړی
دا بسم الله ، نور ،اسمعیل، ضیا او میده چیده دي باکیفیته
نه مقام پریږدي نه چیغې د وطن فروشي یو ګړی
ربانی ، عبداله، محقیق چیغې وهي د دولت ضد باکیفیته
دهیڅا سر نه خلاصیږي په دې دوه مخه ډول سیاست
غل هم دغله هم د مال د ورکیدو نارې وهي ښه با کیفیته
په بې شرمي کې د ځینو رابړانو سترګې د پشی ډول دي
هم حاکم هم داپوزیشن پر دسترخوان ناست دي باکیفیته

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery