مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د مېوه جاتو معالجوي ( د امراضو د مخنیوي ) یو لوی مرکز جوړېږي

benawa afghanistan
راحیله جواد
د شنبې په ورځ له زراعت وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهاروالي زلمي ویسا سره وکتل چي پرمهال يې د زراعت رياست رئيس حفيظ الله سعيدي هم ګډون وو


د شنبې په ورځ له زراعت وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهاروالي زلمي ویسا سره وکتل چي پرمهال يې د زراعت رياست رئيس حفيظ الله سعيدي هم ګډون وو .

راغلي پلاوي وويل : کندهار ولايت ته يې د سفر موخه دلته د مېوه جاتو لوی معالجوي مرکز جوړول دي ترڅو مېوه جات يې پر وخت د تداوي او د مرضونو مخه يې نيول سوې وي، هغه له ولايتي ادارې څخه د دغه مرکز د جوړېدو په برخه کي د همکاريو غوښتنه وکړه .

کندهاروالي  زلمی ویسا هغوئ ته ښه راغلاست ووايه او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ، هغه زياته کړه : کندهار ولايت د زراعت په برخه کي معالجوي مرکز ته اړتيا درلودل چي د دې مرکز په جوړېدو سره به يې تر ډېره حده د ستونزو مخه ونيول سي .

ښاغلي ويسا وويل : زموږ وطني میوه جاتو په نړیوال بازار کي ښه شهرت پيداکړی دی چي له همدې وجي زموږ هیواد د یو ښه زراعتي مملکت په نوم يادېږي .

کندهار والي  زلمي ویسا وویل : ولايتي اداره د هوايي دهلېز د پراخیتا په برخه کي پوره هڅه کوي او په دې اړه يې د يو شمېر خارجي ډونرانو سره هم خبري کړي دي ترڅو نړیوالو بازارنو ته زموږ د وطني مېوه جاتو صادرېدل زیات او هلته بازار ورته پيدا سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery