مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-10-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له طالب څخه ډار

محمود نظری

 

 

 

دا ټوله ستا د لاسه متفکره
وطن ستا د لاسه سو متضرره
هغه چې تا ویل ودي نه کړل
په هر کار کې مالومیږې متغرغره
یو سم انتخاب دي ونه کړ
کابیته دي پوره نه سوه تر اخیره
په خپله يي ګنډې په خپله یی څیرې
هغه کوې چې ستا بقالپاره دی غوره
یو کار دي خورا ډیر ښه وکړ
را ټول دی یوځای مواد کړه مضره
اوس یو یو مواد مضره محاکمه کړه
که تاریخي نوم غواړې اواورې خبره اتره
یوکار بل وکړه دې خوار ملت ته
خلاص يې کړه د ډوزن او زوروره
ددې مضره موادو ډکه کړه غراره
له وطنه یې وشړه ددوی دسپرلۍغاتره

یو کلینیک ته ورغله جهادي یوه ډله طالبان
ول هله له کلي موږ ته تیارکئ د خوړو سامان
له یوه کوره راغله ښوروا د بل یخي شلومبې
چا وچه ډوډۍ راوړه یو کور بل شیدې
یو نرس په کاسه کې واچوله له دیګه ښوروا
ټولو هغه وخوړل په یوه سلا په بسم الله
دشولمبودپاره نه وه بله اضافي خالي پینه
نرس په شولمبو اوکښه کړه دښورا کاسه
چې هغه یې تویوله له طالبه ډیر وډارېده
چې ونه وایي دا ده د پاک طعام زیانیده
نرس خوار له ویرې هغه په سر پورته کړه
په دې ډول يې له طالبه سالم ځان وژغوره
چې طالب ونه وایي دا څه خرکسي ده
توی دي کړه ولي دا خو پاکه روزي ده
طالبانو ټولو وخندل په خوارکي نرس
نرس هم خندل لوند خیښت سوی و له ترس

زموږخلکو ته په کار دی بیا هغه طالب
چې وېره وي خلک کارونه کوي خورا جالب
قاضی چې مجرم ته جزا ورکړي اوس نسته
چې وي هغه صادق چې سزا ورکړي نسته
یو سپینه ورځ له دفتره دولتي موټران ځغلوي
بل دفترونه دولاسه په وړه خوله منډي
یو خریداري په لس چنده پیسو کوي
بل دهر دولتي شي څخه استفاده سو کوي
یو یې دبرق دخپل لګښت پیسې نه ورکوي
یو بیرته د خدايي خیرات کاسې نه ورکوي
زموږد خلکو دطالب غمچینه بیاپه کار ده
ذافغان سیده لارې تګ ته دا یوازینۍ لار ده
دهرچا دپاره بیله بیله پیدا کړې خدای لار ده
زموږ د خلکو لپارکراسي نه طالبي په کار ده
څه ښه خوند کوي چې سیاف اونور بیا ځغلي
پدرامان په څلورو تښتي خلک هغوی په ډبره ولي
کله به ورکه له دې وطنه دا د درواغو مذاکره سي
کله به ورکه ددې وطن له بدنه دا شوګره سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery