مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جمهور رئیس غني: پکتیکا ولایت به دویمې درجې ته ارتقاع وکړي.‬‬

benawa afghanistan
راحیله جواد
جمهور رئیس محمد اشرف غني دغه راز وویل، د دوو لویو بندونو د جوړولو کاربه هم په راتلونکي کال کې پیل شي ، دښرنې روغتون به ۱۵۰ بستره شي

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او دلته یې د ولایت د مقام د اداري ودانۍ تر پرانستي وروسته له بیلابیلو ډلو مشرانو ، ولایتي شورا، ښځو، ځوانانو ، ښوونکو او استادانو ، له امنیتي مسؤلینو او بېلابېلو قشرونو سره وکتل.
 ولسمشر د پکتیکا والو ستونزې ، غوښتنې او په دې ولایت کې د شویو کارونو په اړه واورېدل او د دې ترڅنګ یې په ولسي غونډه کې دغه ولایت دویمه درجه ولایت اعلان کړ.
پکتیکاوالو له ولسمشر نه پکتیکا ته د غځېدلو لویو لارو د امن کولو ، د پوهنې په برخه کې داصلاحاتو او پرمختګونو، د بندونو جوړولو ، دې ولایت ته دبرېښنا انتقال ، د پکتیکا پوهنتون د ارتقاع، دروغتیايي خدمتونو دپراخوالي، پکتیکا والو ځوانانو او کدرونو ته د کار فرصتونو برابرول او یو شمېر نورې غوښتنې وکړې اوترڅنګ یې له ولس مشر نه غوښتنه وکړه چې له دې ولایت سره پخوانۍ او اوسنۍ ژمنې عملي کړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery