مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکټ: ډېر پام پکار دی ، هسې نه دلښتي اوبه مو یوسي

محمد رفیع

داچې په لمړي ځل دافغانستان کرکټ بورډ د افغانستان د APL سیالۍ د ICC تر کنټرول لاندې په عربي اماراتو کې ترسره کوي او په دې سره ټولې نړۍ ته جوته وي ،چې افغانستان دکرکټ پرمختګ ته بډې رانغاړلې او غواړي په هېواد کې دکرکټ له پاره یوه داسې فضا رامنځته کړي ،چې خپلې لوبډلې خو پرېږده ، دنړۍ ټولو لیګونو ته داسې لوبغاړي وړاندې کړي ،چې د افغانستان نوم تل ځلانده وساتي .
او موږ په دې باوري هم یو ،چې که لیګ بریالی ترسره شو ،نو دهېواد اوسنی ورزشي وضعیت ورسره کاملاً بدلون موندلی شي او لوبغاړي مو نور هم تقویه کیدلی شي او د هېواد په داخل کې دلوبغاړو له پاره ورزشي سهولتونه نور هم برابرېدلی شي.
خو داچې اوس مې دکرکټ په نړیوال غني ویبسایټ کې ولیدل ،چې مخکې له مخکې یو شمیر قماربازانو لوبغاړو ته افرونه کړي ،چې ورسره لاس یو کړي ،څو له دې منحوسې لارې ځانونه میلیونران کړو او پراساس به یې دافغانستان دغه پیلیدونکې APL سیالۍ ناکامې او دغه هېواد ته بنیادي تاوان ورسوي .
شهزاد خو لاپرېږده ،چې یو شمیر کسانو دافغانستان ځینو لوبڅارانو ته هم افرونه کړي ،چې راشی په یوه ځل مو میلیونران کړو ،خو افرین دشهزاد په شمول ټولو هغو کسانو ته ،چې موضوع یې مربوطه مرجعو ته رسولې او ټول یې په جریان کې کړي .
دغه غږ شهزاد محمدي پورته کړی او ویلي یې دي ،چې ده ته افر شوی ،نو اوس باید قوي او هراړخیزه څېړنه وشي ،چې دغه ناولی ،رټل شوی او بربادوونکي کار ته چا ملاتړلې وه او ولې یې دغه ډول کار ترسره کاوه؟
ددې خبرې ټول نور اړین معلومات په www.cricinfo.com کې شته او که څوک غواړي هلته یې کتلی شي.
اوس که موږ وګورو نو هغه خبره ،چې یو شمیر کسانو کړې وه ،چې هندي سنکسر کمپنۍ پخوا په هند کې یو لیګ برابرکړی و،چې ورته عملونه پکې ترسره شوي وو او په دې کمپنۍ دهند دکرکټ بورد ادارې BCCI بندیزونه لګولي .
موږ غواړو ،چې د APL دڅار په خاطر دې له ICC څخه داسې یو قوي ټیم وغوښتل شي ،څو ټول کارونه یې ترنظارت لاندې ترسره شي او که کوم کس په دې دوسیه کې دخیل وشمېرل شي ،نو د ټولو قانوني سزاګانو ترڅنګ دې په عمري حبس محکوم شي ،څو بل څوک داسې جرائت ونکړي ،چې دافغانانو له پاکو احساساتو سره لوبې وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery