مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جهاد غنیمت

محمود نظری

 

یوه ورځ مي نه لرلې جیب کې تورې پیسې
روان مخ به بازار سوم په لاس کې تسبې
نوی جهادیانو لاندې کړی و خوار وطن
دروښنفکرانو وخت راغلی و د زکندن

یو مجاهد د توپک سره ناست و د خاورو په خره
ول چیرې روان یې دخدای ملک کې داسې په نخره
ماویل مجاهد صاب ځم ولوري دپل خشتي بازار ته
پیدا کولو د کوم غریبي او کسب کار و بار ته

ول ما ولیدې له لیري تا تسبې اړوې دوې دوې دانې
دا کفر دی ته ولي قصدي دا سې کفري کار کوې
ما ویل یا زه یوه یوه په حساب دانه دانه اړوم
د الله (ج) او د پیغامبر نوم پر هره دانه یادوم

ول کافره یا را که ماته تسبې یا راځه کومنداني ته
د نهی ان المنکر لوی ږیرې ،پایڅه پورته کازي ته
ما چې را به یاد کړې د هغو ډیرې ښې کارنامې
دستي مي ورکړې هغه ته دوه لاسه ګراني تسبې

هغه په خیرنو ګوتو ژر ژر واړولې دوې دوې دانې
ما ویل ته ولې اړوي د تسبې دانې دوې دوې
ول ماته دا روا دي زه بیله هغه جنت ته ځم
زه هم اوس بازار ته ځم دا غنمنت پلو رم

تر شا یې ماته کتل په خندا يې ول په څو خرڅیږې؟
دې ښه کاڼي یا ډبرې ته یې څه ویل کیږې؟
ما ویل دا تسبې دی دډبرې شاه مقصودي
ګوره چې بل جنتي دي په کلمه خطا نه باسي

ما ویل واه لوچکان مو د اسلام په نوم لوټوي
دا جنتیان به څوک په دې دنیا کې په لاروي
پاخه رندانو ته په لاس دجهاد وسله ورغله
په لاس يي دافغانستان خلک سوده بوده ورغله

افغانه ! اوس يې ګاله دا دترخه تنباکو اماله
هغود واک لپاره جوړه کړې ده اوس اله ګوله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery