مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپکتیا کرنې ریاست : د تیر په پرتله مو عواید ۶۰ سلنه زیات شوي

راحیله جواد

دپکتیا دکرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د پخوا په پرتله یې عواید زیات او په ګڼو مواردو کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالروف سعید وویل چې د تیر په پرتله يې په سلو کې شپیته (۶۰) سلنه عواید زیات شوي دي.
نوموړي د عوایدو د زیاتوالي عوامل دجلغوزیو د حاصلاتو زیاتوالی او په آساني سره ټولو ساحو ته د لاسرسي ترڅنګ دعشر او زکات پراخه راټولونه،دبزګرانو دظرفیت لوړیدل،دځنګلونو وهلومخنیوی،په سم ډول دغوټو شکول او عامه پوهاوی یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه: «زمونږ دمعلوماتو له مخې سږکال پکتیا کې د یو (۱) میلیارد افغانیو په ارزښت د جلغوزیو پیر او پلور ترسره شوی،چې له درکه یې د کرنې او مالدارۍ ریاست ته شاوخوا ۴۵میلیونه افغانۍ عواید راټول او بیت المال ته تسلیم شوي دي.»
هغه دپروژو په برخه کې وویل،چې دتیرحکومت شااوخوا دری سوه څلویښت ۳۴۰پروژې پاتې وې،چې زیات شمیر پروژې يې تکمیل شوې او محدود شمیر نورې چې د شلو ۲۰ په شاوخوا کې دي ،نږدې وخت کې به بشپړې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery