مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د خوارځواکی ماشومانه مړینه ډیره سوې

جواد

د راپورونو له مخې د سږکال له پیله په کندهار ولایت کې ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د کندهار د میرویس روغتون د چارواکو له خولې ویلي چې تر دې مهاله ۱۹۵۰ خوارځواکي ماشومان روغتون ته ور وړل شوي چې ۷۵ یې مړه شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب موسسې سیف دې چلدرن تېره اوونۍ په یوه نوي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په ماشومانو کې ۷۰۰ زره نور ناروغان زیات شوي چې په دې سره په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر یو لک کم څلور میلیونو ته رسېدلی دی.

سیف دې چلدرن ویلي و چې که سمدستي مرسته ونه شي نو یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخ د

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery