مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان سیاستوال پاکستان د افغانستان په چارو کی مخامخ مداخله کوي

راحیله جواد

افغانستان ته د بشري قوې د احتمالي استولو په اړه د پاکستان د صداعظم عمران خان څرګندونو ته د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو غبرګون ښودلی او هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله بللې ده.

د صدراعظم دفتر لیکلي چې ښاغلي خان امر کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران د هواري په هدف دې یاد هیواد ته د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، حسابدارۍ او مالیې برخو کې په شرایطو برابر تعلیم یافته مسلکي کسان واستوي او په دې برخه کې دې له خپل دوست ګاونډي هیواد سره همکاري وکړ
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال امرالله صالح ویلي چې د افغانستان په ادارو کې د پاکستاني کار کوونکو ګمارل په «نیمه مستقیم ډول دافغانستان د اشغال» په معنی دي
پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان ته د پاکستانیانو په ګډون د بهرنیو مسلکي کار کوونکو د استولو په اړه د عمران خان د وړاندیز قدرداني کړې، خو ویلي یې دي چې «هغوی ته هیڅ ډول اړتیا نه لیدل کیږي.»ځکه افغانستان تعلیم یافته، تکړه مسلکي متخصیصین لري

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ناهید فرید هم نن شنبه جنورۍ ۱۵(مرغومې ۲۵) پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان مداخله د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د اشغال لامل شو

د افغانستان د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس رحمت الله نبیل هم د پاکستان د صدراعظم څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د طالبانو پر رهبرۍ یې سخت انتقاد کړی دی.

ښاغلي نبیل پر خپل فیسبوک پاڼه طالبانو ته خطاب کې ویلي که چیري هغوی ځانونه د احمدشاه ابدالي او میرویس خان نیکه وارثان بولي،خو د حکومتولۍ د پر مخ وړلو لپاره د افغانانو له دښمن پنجاب څخه مرسته غواړي. په داسې حال کې چې خپل هیوادوال وژني او د هیواد پرېښودو ته یې اړ کوي

په ټولنیزو رسنیو زیات شمیر افغانانو د عمران خان دې څرګندونو ته سخت  غندونکي جوابونه لیکلي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery