مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-09   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

کمپیوټر څه ته وایی؟

پوهنیار سید حسن عدلیار

Computer
تعريف:

Definition

 د کمپيوټر نوم((Computerد ((Compute يعنې شميرلو له ويې (کلمې)څخه اخيستل شوې او له همدې امله کمپيوټر د شميرونکي په نامه ياديږي.
که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسو و لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.
مګر له شک پرته د نن و ځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:
کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلوم ات
 ( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.
پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:
1:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
2:کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
3:کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
4:کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
5:کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
5:کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
6:کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
7:كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات
( (Data کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر ح سابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data پر بنسټ حلوي.

له موږ سره مو اړیکه:

E- mail:baseer.baheer@gmail.com

Mob:(0093)(077) 36 45 651

Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery