مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-09   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د کمپیوټر نسلونه

ژباړن :ب.بهیر وردګ

پوهنیار سید حسن عدلیار

Computer Generations

اليکترونيکي کمپيوټرونه د هغوی دپيدايښت له نيټې څخه (1946م)تر ننه له بيلا بيلو پړاونو څخه تير شوي دي.او د پرله پسې هاند او هڅې له کبله د نن ورځې په عصري او پر مختللې بڼه بدل شوي دي.ددې پرمختګونو څ خه ځيني يې د کمپيوټر په صنعت کې د بنسټيزو بدلونو لامل ګرځيدلی. ددې بدلونونو څخه هريود کمپيوټر د يوه نسل په نامه ياديږي له همدې کبله کمپيوټر په لاندې پنځو نسلونو ويشل شويدی.
دلمړي پړاو کمپيوټ ونه
د لمړي پړاو ( 1958-1946 )په کمپيوټرونو کې د خلا  لامپونو (Vacuum Tubes )له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل وې ددې پړاو کمپيوټرونه د لاندې ځانګړتياؤ لرونکي ؤ:
 څرنګه چې د خلا د لامپونو حجم تقريبا د بريښنا د ګ وپونو په اندازه دی نو له همدې کبله ددې پړاو کمپيوټرونه دډير حجم لرونکي ؤ.
 د هغوی چټکتيا لږه او اندازه يې په ملي ثانيه کېده.
 ډيرې انرژۍ ته يې اړتيا وه او همدارنګه يې ډير تودوالی منځ ته راوړه.
 د هغوی دجوړلو لپاره ډيرو پيسو ته اړتيا وه له همدې کبله د هغوی قيمت هم ډير ؤ او يواځې د لويو شرکتونو او حکوم تونو په واسطه په نظامي ،څيړنيزو ، پوهنيزو او سوداګريزو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېده.
 له 2000 څخه تر 4000 کلمو پورې يې دساتنځي ظرفيت ؤ.
 دهغوی په پروګرام جوړونه کې يواځې د ماشين له ژبې څخه کار اخيستل کېده.له همدې کبله د هغوی پروګرام جوړول ستونزمن او يواځې په يوې ډلې متخصصينو پورې محدوده وه.
ددوهم پړاو کمپيوټرونه
ددوهم پړاو په کمپيوټرونو کې د ترانزستور(Transistor) يا(Transfer Resistor )له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل وې چې د هغوی حجم د لمړي پړاو د کمپيوټرونو په پرتله لږ او چټکتيا يې ډيره ده.
ترانزستورونه هغه کوچني وسايل دي چې کولای شي سګنالونه لوی کړي يا دايره((Circuit خلاصه او يا تړلې وساتي.ترانزستورونه چې په 1948 م کال کې منځته اغلل او په 1956م کال په کمپيوټرونو کې په کار يوړل شوه ،په ټوليز ډول په اليکترونيک  او په ځانګړي ډول يې په کمپيوټرونو کې يو لوی بدلون منځته راوړی دی.ترانزستورونه تودوخې ته اړتيا نه لري لږه انرژي مصرفوي او د چارو په سرته رسولو کې چټک او دقيق وي.
ددريم پړاو کمپيوټرونه
ددريم پړاو په کم پيوټرونو کې دIC((Integrated Circuitله تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل شوې له همدې امله ددې پړاو د کمپيوټرونو حجم لږ ،او چټکتيا يې ډيره ده چې اندازه يې په مايکرو ثانيه (    1000000/1ثانيه   )سره کېږي.
ICيو بشپړ اليکت ونيکي سرکت دی چې د سليکان (Silicon) د يوې ټوټې (Chip) د پاسه ځای لري او په هغه کې په زرګونو حتی په ميلونونو ت انزستورونه ځای په ځای شوي دي.
د سليکان له فلز څخه دICپه جوړولو کې د لاندې دلايلو پر بنسټ ګټه اخيستل وې:
1:سليکان د بريښنا نيمه هادي(Semiconductor )فلز دی چې په پوره پاملرنې سره د بريښنا بهير په هغې کې کنتروليږ ي.
2:قيمت يې لږ دی.
3:لږې انرژۍ ته اړتيا لري.
4:دDataپه ساتلو کې د لوړې پاملرنې لرونکی دی.
ICنظر ترانزستورونو ته د لاندې ښيګڼو لرونکی وي:
1:دډاډ وړتيا((Reliability:
هغه کمپيوټرونه چې د ICپر بنسټ جوړ شوي وي له غلطۍ سره لږ مخ کېږي ددې دليل دادی چې د ICټوټې(Chip )له نصبولو دمخه په ښه توګه ازمويل کېږي.
2:کچه(Size):
هغه کمپيوټرونه چې له ICڅ خه جوړ شوي وي ددوی د کوچنوالي دليل دادی چې په سلګونه ترانزستورونه کولای شي چې د يوه (Chip)د پاسه ځای په ځای ي.
3:چټکتيا(Speed):
د ICد کار چټکتيا د ترانزستورونو په پر تله ډيره ده.
4:قيمت(Cost):
د ICله ګټې اخيستو څخه دم خه د کمپيوټرونو حجم لوي ؤ او ډير لګښت ته  يې اړتيا لرله له همدې امله د نظامي ،څيړنيزواو پوهنيزو موخو پاره د حکومتونو او لويو شرکتونو پواسطه په کار وړل کېده د IC له ګټې اخيستو وروسته د کمپيوټرونو حجم لږ او هم دارنګه  قيمت يې هم لږ شو.
ددريم پړاو کمپيوټرونو کولای شوای چې په يوه وخت کې څو پروګرامونه سرته ورسوي. د پروګرام ليکنې ژبو هم په دې پړاو کې ډيره پراختيا ومونده. د کمپيوټر پواسطه له لرو لارو څخه (Remote Communication)د م خابراتي ليکو له لارې د معلوماتو د بدلولو شونتيا هم په همدې پړاو کې مهيا شوه.
د څلورم پړاو کمپيوټرونه
د څلورم پړاو (له 1971 کال څخه تر ننه)کمپيوټرونو هم د IC له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستې ده .ددريم پړاو له کمپيوټرونو سره دا توپير لري  چې دسليکان په يوه کوچنۍ ټوټه کې په زرګونو حتی په ميلونونه ترانزستورونه ځای په ځای شوي دي چې دې کار د کمپيوټرونو د حجم له وړوکي کولو سره مرسته کړې.
 په کال 1971کې د Intel(Integrated Electronics)د شرکت پواسطه د مايکرو پراسسر ډيزاين او توليد د څلورم پړاو د کمپيوټرونو پيل په نښه کړ.د Intel دشرکت لخوا د 4004 مايکروپراسسور وړاندې کول ددې مايکروپراسسرونو نسل پيل کړ.
کوم کمپيوټرونه چې په دې پړاو کې بازار ته وړاندې شول نظر مخکنيو کمپيوټرونو ته يې قيمت لږ او هر چا کولای شوای چې دا کمپيوټرونه وپلوري او په ورځنيو چارو کې ترې ګټه واخلي دا ډول کمپيوټرونه د ځاني کمپيوټرونوPC(Personal Computer) په نامه هم يادوي.
کوم لم ړنی کمپيوټر چې په کال 1981 کې د  IBM شرکت لخوا بازار ته وړاندې شو د 8088شميرې پراسسور لرونکی ؤ.
د PC په منځ ته اتلو سره د کمپيوټر پروګرامونو په پراخه کچه پراختيا وکړه او په ټولو ځايونو کې په ډيره چټکتيا سره کمپيوټ ونه د ګټې اخيستو وړ وګرځيدل.
په رښتيا سره چې PC په پرزه جاتو او پروګرامونو کې يو لوی بدلون راووست. هغه کم پيوټرونه چې د چارو د سرته رسولو لپاره يې له مايکروپراسسور څخه ګټه اخيسته د مايکرو کمپيوټرونو په نامه ياديده.
د پنځم پړاو کمپيوټرونه
د کال 1980 له لمړيو لسيزو څخه هلې ځلې روانې وې تر څو دارنګه کمپيوټرونه جوړ شي چې دهغوی چارې په ورکړل شوو پروګرامونو نه بلکې په مصنوعي ذکاوت(Artificial Intelligence)متکي وي.په څرګند ډول که ووايو چې داسې کمپيوټرونه به جوړ شي چې دمسايلو په حل کې به پخپله تصميم ونيسي (زموږ له کنترول او پروګرام پرته).  Robotددې ډول کمپيوټرونو لمړنۍ بيلګه ده.
ددې ډول کمپيوټرونو په منځ ته اتلو سره به د پنځم پړاو کمپيوټرونه پيل شي.د LISPاو Prolog د پروګرام ليکنې ژبې هم دهمدې لپاره ډيزاين شوې دي.په دې برخه کې جاپانيان چې له له نورو څخه مخکې والی او برياليتوبونه هم لري،دوي دا ومونده چې  کمپيوټرونه د مساي و په حل کې د لوړې چټکتيا ،ځيرتيا ،ډاډ او همدارنګه د اوږدې مودې لپاره د معلوماتو د لويو کمياتو د ساتلو قدرت ري.له بلې خوا دا کمپيوټرونه کولای شي چې بيلابيلې چارې په يوه وخت او د ستړتيا له احساس پرته (انسانان دستړتيا احساس کوي او نشي کولای چې په پرله پسي او له ځنډ پرته کار وکړي)سرته رسوي.د نورو ښه والو(د هوډنيونې قد ت،نوښت،او دنه وړاندوينې په شرايطو کې د چارو ادامه) په اضافه کولو سره  انسان کولای شي چې کمپيوټرونه پر م ختللي وګرځوي.
البته هغه پوهان چې د کمپيوټري پوهو په دې برخه کې کار کوي په دې اند دي چې بشر تردې دمه له هغو کارونو څخه ډير لرې دی چې تر څو هغه کمپيوټرونه منځ ته راوړي کوم چې دوی پخپله د مسايلو  په حل کې خپله عمل وکړي.

له موږ سره مو اړیکه:

E-mail:baseer.baheer@gmail.com

Mob:(0093)(0799) 43 84 57

Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery