مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-09   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د کمپیوټر ډولونه

ژباړن :ب.بهیر وردګ

پوهنیار سید حسن عدلیار

Types of Computer

کولای شو چې کمپيوټرونه د ځينو ټکو له په پام کې نيولو سره په ډولونو وويشو.د معلوماتو د پ اسس له مخې کمپيوټرونه په لاندې دريو ټولګيو ويشل شوي دي.
رقمي کمپيوټرونه(Digital Computer):
دا هغه کمپيوټرونه دي چې دتورو او اعدادو په مټ کار کوي او په ټوليزه توګه د ګټې اخيستو وړ دي.په دې ډول کمپيوټرونو کې بايد ټول کميتونه د (Digit)په توګه څرګند شي.کمپيوټر ته لمړني ورکړل شوي معلومات د تورو اعدادو او نښو څخه تشکېل شوي او هغه پايله چې د کمپيوټر په مټ ښودل کېږي هغه هم د تورو او اعدادو په بڼه وي او له همدې ډول کمپيوټرونو څخه ډيره ګټه اخيستل کېږي. د رقمي کمپيوټرونو پايله د قياسي کمپيوټرونو په پرتله دډېر د ت لرونکې وي.
قياسي کمپيوټرونه(Analog Computers):
دا هغه کمپيوټرونه دي چې دنښو (Signal)په واسطه کار کوي.دا کمپيوټرونه د رقمي کمپيوټرونو بر خلاف توري او اعداد نه پيژني مګر په يوه ټاکلي دقت سره کميتونه اندازه کوي.ددې ډول کمپيوټرو استعمال محدود دی او په ځانګړو برخو کې لکه د بريښنا د ولتاژ اندازه کو ،چټکتيا،تودوالي،لوړوالي،د تيلو حرکت،د زاويو دوران ،د انرژۍ د سرچېنو موندل او په نورو ځانګړو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.له شک پرته دا کمپيوټرونه ډيرې مهمې چارې سرته رسوي مګر ګټه اخيستل ترې محدود دي.څنګه چې داډول کمپيوټرونه د مقاديرو پرتله او اندازه کول په عين عمليه کې سرته رسوي نو دهمدې لپاره ساتنځي ته اړتيا نه لري.
ددي ډول کمپيوټرونو چټکتيا د رقمي کمپيوټرونو په پرتله ډيره خو ځيرتيا يې نسبتا لږ ده.
ت کېبي کمپيوټرونه(Hybrid Computers):
دا ډول کمپيوټرونه د دوو پورته ياد شوو ډولونو د ځانګړتياؤ لرونکې دي له هم دې کبله د هايبريد يا ترکېبي کمپيوټرونو په نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه کولای شي چې رقمي او يا قياسي لوم ړني معلومات ومني.چټکتيا يې د قياسي او ځيرتيا يې د رقمي کمپيوټرونو په څير دي.
په ډيرو ځانګړو برخو لکه د هوايې دفاع سيستم،د طبي لابراتوارونو وسايلو اوپه داسې نورو برخو کې چې هلته د لومړنيو معلوماتو د دواړو ډو ونو اندازه کول اړين وي د ګټې وړ ګرځي.کمپيوټرونه د چارو دسرته رسولو د چټکتيا او قدرت له مخې په لاندې څلورو ولونو ويشل شوي دي:
لوی کمپيوټرونه(Super Computers):
له چټکو کمپيوټرونه څخه دي چې په يوه ثانيه کې د ميلونونو چارو په سرته رسولو لاس بري دي.په پوهنيزو، څيړنيزو او نظامي پروژو کې د ګټې اخيستو وړ دي.دې ډول کمپيوټرونو د کمپيوټر په صنعت کې د لويو هيوادونو دسيالۍ لپاره شونتياوې منځ ته راوړې. ددې کمپيوټرونو قيمت ډير د قوي او يا له يوه څخه د زياتو پراسسورونو لرونکی وي.
Mainframeکمپيوټرونه:
دا کمپيوټرونه اصلاً په کمپيوټري شبکو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځي.په دې سيستم کې د Timesharingپه نامه د يوه تخنيک په مټ کېدای شي چې څو کارنه (Users)له کمپيوټر سره د ليکمن او يا مانيتور له لارې په يوه وخت کې وصل شي.له دې ډول کمپيوټ ونو څخه لوی شرکتونه او دولتي يا غير دولتي ادارې کار اخلي.ددې ډول کمپيوټرونو قيمت ډير او په لږ وخت کې دDataد ويو کمياتو په  پروسس کولو لاس بری دی.
کوچني کمپيوټرونه(Mini Computers ):
د معلوماتو د ساتلو د وړتيا او چټکتيا په برخو کې له Mainکمپيوټرونو  وروسته دا قوي کمپيوټرونه دي چې نسبتاً د کوچنيو ش کتونو لخوا ترې ګټه اخيستل کېږي.د چارو په  سرته رسولو کې د قدرت او چټکتيا له په پام کې نيولو سره په منځني ح د کې ځای لري.
مايکرو کمپيوټرونه(Micro Computers):
دا کمپيوټرونه چې د ځاني کمپيوټرونو په نامه هم ياديږي د معمولي دود وړ کمپيوټرونوله ډول څخه دي.په ټوليزه توګه کېدای شي چې دا ډول کمپيوټرونه په دوو اندې بڼو  وموندل شي.
الف :د ميز دسر کمپيوټرونه(Desktop Computers):
دا ډول کمپيوټرونه د ميز په سر ايښودل کېږي او د لاندې بيلا بيلو برخو لرونکي دي:
دسيستم برخه(System Unit):پراسسور،ساتنځی ،اصلي دړه،د ايوونه،پورټونه او د کمپيوټر نورې پرزې د سيستم په برخه کې ځای په ځای شوي دي.
د ښودنې پاڼه(Monitor)
ليکمن(Keyboard)
موږک(Mouse)
ب:د ليږدولو وړ کمپيوټرونه(Portable Computers):
دا ډول کمپيوټرونه د کوچني حجم ل ونکي دي او ديوه لاسي بکس په څير او حتي له هغه څخه هم اسانه کېدای شي چه په جيب کې يوړل شي.د پلن سکرين (Flat Screen) لرونکي دي او دبطرۍ په مرسته انرژي اخلي.
ددې ډول کمپيوټرونو مشهورې بيلګې دادي:
Laptop کم پيوټرونه:
د يوه لاسي بکس په څير کوچني کمپيوټرونه دي چې تاسو کولای شۍ د ګونډو د پاسه کېږدۍ او کار پرې وکړۍ.له همدې امله د Laptopپه نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه له يوې بطرۍ څخه ګټه اخلي چې د بريښنا له تللو وروسته بيا هم تر يوه مهاله کار کوي.
لاسي کمپيوټرونه(Handheld Computers):
کوچني کمپيوټرونه دي چې کو ای شو د يوه لاس پواسطه هغه ونيسو او په بل لاس پرې کار  وکړو له جيب څخه د هغه په وړلواو راوړلو کې ګټه اخيستي شو.د کليزې،ديادښت کتابچه ،اطلاعاتي بانګ،اود حساب د ماشين په توګه د چارو د سرته رسولو لپاره او هم داسې په نورو برخو کې کولای شو چې ترې ګټه  واخلو.دا ډول کمپيوټرونه د ښودنې له کوچنۍ پاڼې او کوچني ليکمن څخه ګټه اخلي.ډير له دې ډول کمپيوټرونو څخه د ليکمن او موږک په ځاي له يوه قلم او اشاره کوونکې دستګاه څخه کار اخ ي.پروګرامونه يې معمولاُ په ROMکې ساتل شوي وي.دPalmtop او PDA(Personal Digital Assistant) په نامه هم ياديږي.
نوټ:لکه څرنګه چې هر کمپيوټر کېدای  شي له يوه ځاي څخه بل ځاي ته وليږدول شي،له همدې امله ددې ډول کمپيوټرونو لپاره د ليږدولو وړ اصطلاح نسبي ده.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery