مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-25   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

رقم جوړؤنکي وسایل

ژباړن:ب.بهیر وردګ

د:رقم جوړونکې وسايل(   Digitizing the Real World   )


کمپيوټر مخکې له دې چې په لاس ليکل شوی او يا چاپ شوی متن يوله بله وپيژني هماغه متن بايد په رقمي ډول بدل کړي تر څو د کمپيوټر په حافظه کې وساتل شي.
څرنګه چې معلو مات په بيلا بيلو بڼو سره دي نو د هغوی د رقمي جوړولو لپاره بايد له بيلا بيلو وسايلو څخه کار واخيستل شي ددې وسايلو ځيني ډولونه په لاندې ډول دي:


1:سکنر(Scanner ):
سکنر د معلوماتو د ننه کولو يوه وسيله ده چې کولای شي د ګرافيکي بڼو او د متنونو رقمي ښودنه برابره کړي.
سکنر په بيلا بيلو  بڼو سره موندل کېږي د بڼو د نه په پام کې نيولو سره سکنر کولای شي چې فوتو ګراف،رسامي،چارت،او دچاپ شوو معلوماتو نور ډولونه د Bit په ډولونو بدل کړي تر څو د ګرافيکي پروګرامونو په مرسته کمپيوټر وکولای شي چې هغه ذخيره او پراسس کړي.


2:ديجيتل کمره(Digital Camera):
ديجيتل کمره د يوه رقمي انځور په بڼه د حقيقي بڼو د سملاسي انځور اخيستلو لپاره په کار وړل کېږي.
د پاڼې پر مخ د چاپي  بڼو پورې محدوده نه ده بلکې هر هغه څيز چې عادي کمره يې اخيستلای شي هغه ثبتوي .ديجيتل کمره کولای شي چې دډيسک د معلوماتو د ساتنې د وسايلو لکه د فلش حافظه،د بيټي (Bit) بڼو ډولونه ذخيره کړي.ديجيتل کمره له کمپيوټر سره د USB پورټ له لارې نښليدای شي.


ويديويي رقم جوړؤنکی (    Video Digitizer    ):
دا دسرکتونوهغه مجموعه ده چې کولای شي له ويديويي کمرې ،تلفاز او يا نورې ويديويي سرچېنو څخه ورودي واخلي او هغه رقمي سګنالونو ته واړوي.
له هغې وروسته کولای ي چې  رقم شوي سګنالونه د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتي او په سکرين يې وښيي.
څرنګه چې ديجيتل ويديويي کمره ا کال  په رقمي بڼه اخلي نو کولای شو چې ويديويي سګنالونه په مستقيمه توګه او له ويديويي رقم جوړؤنکي پرته  کم پيوټر ته وليږدوي.


4:د غږ رقم جوړؤنکي(      Sound Digitizer  ):
د غږ رقم جوړ نکي د يوه داسې سرکت لرونکي دي چې کولای شي د مايکروفون او نورو غږيزو وسايلو غږ رقمي کړي.
د غږ ورودي ذکي پ وګرامونو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې دا غږونه کمپيوټر ته په سمه توګه تفسير کړي.
غږونه په هوا کې د څپو په بڼه خوځيږي،مايکروفون دا څپې د انالوګ په اليکتريکي سګنالونو  بدلوي له هغې وروسته د ADCپه مرسته انالوګ سګنالونه باينري بڼي ته اوړي.ADC معمولاً د غږ دکارت د پاسه ځای لري.


5:حس کوونکي (       Sensor     ):
له حس کوونکو څخه د تودوخې،رطوبت،فشاراو نورو فزيکي مقاديرو د اندازه کولو لپا ه ګټه اخيستل کېږي.
له دې وسايلو څخه د روبوت په جوړولو ،د جوي حالاتو وړاندويېنه ،پوهنيزو څيړنو او نورو س ګونو برخواو تطبيقاتو کې ترې کار اخيستل کېږي.تردې پورې چې زموږ او ستاسو  د خوښۍ او خندا احساس هم حس کوونکي کولای شي ،تقليد کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery