مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-05   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

په ګرافیکی پروګرامونوکې د پښتو لیکلو ستونزه(پوښتنه او ځواب)

ب.بهیر وردګ

ستاسو پوښتنه


ګرانه وروره ښاغلی بصير وردګ صيب !
سلامونه او نيکي هيلي مو ومنئ
پۀ بينوا پاڼې کې مې ستاسې د پيشکش سره سم و غوښتل چې د يوې ستونزې په باب مو راسره په جريان کې کړم  هغه د اچې ما پښتو سيستم خپل کمپيوتر ته ښکته کړی دی او کولای شم چې په ټولو پروګرامونو کې پښتو ولکم  ، خو مګر يوه ستونزه لا ته چې په ګرافیک کې پښتو نه شم ليکلای يانې د پښتو مخصوص توري نه مني ، که په دې هکله مې لارښوونه وکړئ مهرباني به مو وي ( او هلته د بينو ا په پاڼه کې يې راته وليکئ چې بايد څه وکړم ؟)
په همدې هيله :: ورور مو فيصل


زموږ ځواب

 

ګرانه  فیصل جانه!
زموږ سلامونه هم ومنه
ستاسو د ستونزې په هکله باید درته ولیکم چی دا ستونزه یوه عامه ستونزه ده او ډیری کسان له دې ستونزې سره مخ کیږي او دا د هغه چا نیمګړتیا ده چې د همدې پروګرامونو لپاره یې د پښتو ژبې ملاتړ  (Support) نه دی جوړ کړی خیر په هر صورت .
یا ستا وینډوز سرویس پک ټو (Service Pack2) لری او که نه ؟که یی نه لری ورته انسټال (Install) یی کړه .!
دویمه دا چی لاندې ګام په ګام لارښوونې تعقیب کړه !

Start -------- Control Panel---- Regional and Language Option ----Advance

ښه کله چې د ته را ورسیدې نو دلاندې یو Combo Box ګورې چې په سر یې لیکل شوي دي:

Select a Language to match the language version of the non- Unicode programs you want to use:

په دې باکس کې به خپله پښتو ژبه وټاکې او Apply به یې کړې.
له همدې سره جوخت یو بل کار هم سرته ورسوه!
همدلته چې اوس یې د Language پر Tab کښیکاږه او Details… ته ولاړ شه .وروسته  همدلته د Advanced پر Tab کښیکاږه او لمړی چک باکس  (Check Box) وټاکه .وروسته Apply او بیا وروسته د OK پر تڼۍ کښیکاږه.
ښه که بیا هم کار یې نه کاوه نو یوه کوچني Exe فایل ته اړتیا ده چې هغه د Urdu In page په نامه سره یادیږي  دا باید یا له انټرنیټ څخه را ښکته کړې  (Download) او یا یې هم چیرته واخلې که دې بیا هم ونه موند هله که ما وموند نو درته وبه یې لیږم دا بله لا ه ده چې ته کولای شې خپله ستونزه حل کړې.
که بیا هم دا ستونزه حل نشوه نو بیا  راته ولیکه .
په مینه
ب.ب.و دګ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery