مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

پراسسرونه

ژباړن:ب.بهیر وردګ

Processors

 

هغه مشهور پ اسسرونه کوم چې  د انتل  شرکت لخوا په دې وروستيو لسيزو کې بازار ته وړاندې شوي په لاندې ډول دي:

8088پراسسر:
دا پراسسر په 1981 م کال د IBM(International Bussiness Machine)   شرکت له خوا په ځاني کمپيوټ ونو (PC) کې د ګټې وړ وګرځيد چې دا يو 16 بيتي پراسسر ؤ او کولای شوای چې تر يوه ميګا بايت ساتنځي (Memory) پورې حافظه د ګټې اخيستو وړ وګرځوي.
او چټکتيا يې 4077 ميګا هرتز ته رسيږي.


80286پراسسر:
دا پراسسر په 1986م کال کې بازار ته وړاندې شو د 8088پراسسر په څېر يو 16بيتي پراسسر ؤ د مخکنيو پراسسرونو په پرتله يې مهم ښه والی دا ؤ چې کولای شوای په يوه وخت کې څو پروګرامونه سرته ورسوي.
ددې پراسسر بل ځانګړيتوب په ديې کې ؤ چې دې پ اسسر کولای شوای چې په دوو لاندې حالاتو (Mode )کې کار وکړي:
 حقيقي موډ(Real Mode)
 ساتل شوی موډ(Protected Mode)
دې پراسسر کولای شوای چې په حقيقي موډ کې تر يوه ميګا بايته او په ساتل شوي موډ کې تر 16ميګا بايته پورې ساتنځی په کار واچوي.


80386پراسسر:
دا پراسسر چې په کال 1988م کې بازار ته وړاندې شو د 80281پ اسسر څخه چټک ؤ او يو 32 بيتي پراسسر ؤ چې کولای شوای تر 4 ګيګا بايته پورې حافظه تر کارونې لاندې راولي.


80486پراسسر:
دا پراسسر په کال 1990 کې بازار ته وړاندې شو او د1990 په لومړيو لسيزو کې له مشهورو پراسسرونو څخه ؤ.
د لمړي ځل لپاره پټه حافظه (Cache Memory) ددې پراسسر په واسطه په کار يوړل شوه.


Pentiumپراسسر:
د Pentiumپراسسر د انتل دشرکت په واسطه په کال 1993 کې بازار ته وړاندې شو د مخکنيو پ اسسورنو سره ددې پراسسر توپير په دوو عمده څيزونو کې دی:
1:چټکتيا(Speed ):
ددې پراسسر چټکتيا د مخکنيو پراسس ونو په پرتله ډېره ده.
2:د کلمې(Word) اندازه:
د Pentiumپراسسر يوه کلمه د 64 بيتو لرونکې وي،يا په بل ډول دا پراسسر کولای شي چې 64 بيټه په يوه وخت کې پراسس کړي.چې په دې پسې Pentium Pro,Pentium II ,Pentium III او Pentium IV پراسسرونه منځ ته راغل .
همدارنګه لاندې پراسسرونه چې د بيلا بيلو کمپنيو پواسطه جوړ شوي هم د يادونې وړ دي:


1:اتانيم پراسسر(Itanium Processor):
يو 64 بيتي پراسسر دی چې د انتل شرکت لخوا جوړ شوی او په هغه کمپيوټرونو کې چې په شبکه کې د سرويس ورکوونکي دنده په غاړه لري ترې کار اخيستل کېږي.


2:Power PC پراسس :
يو 32 بيتي پراسسر دی چې د Motorola اوIBM شرکت لخوا جوړشوی دی له دې پراسسر څخه په مکنتاش(Macintosh) کمپيوټرونو کې کار اخيستل کېږي.


3:68000او 68020پراسسر:
دا 16 او 32 بيتي پراسسرونه دي چې د Motorola شرکت پواسطه جوړشوي دي له دې پراسسر څخه په هغه وسايلو کې کار اخيستل کېږي کوم چې د کمپيوټر پواسطه کنتروليږي.


4:الفا پراسسر(Alpha Processor):
دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې دديجيتل شرکت پواسطه جوړ شوی او همدارنګه اوسمهال دCompaqشرکت پواسطه هم جوړيږي.د شبکې په سرويس ورکوونکو او لويو کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي.


4:MIPS پراسسر:
دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې د سليکان ګرافيکس شرکت پواسطه جوړ وی او دشبکې په سرويس ورکوونکو ،په ويديويي  لويو ماشينونو او نورو وسايلوکې ترې کاراخيستل کېږي.


6:SPARC(Scalable Processor Architecture)پراسسر:
دايو 64 بيتي پراسسر دی چې د Sun-Micro-Systemشرکت پواسطه جوړشوی او په ځاني کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي.
د ګړۍ چټکتيا يواځې د CPU د چټکتيا ټاکونکې نه ده بلکې د پ اسسرپه چټکتيا کې  د پراسسر ډيزاين او جوړښت هم ونډه لري.دهغه بيتونو شمير کوم چې په يوه وخت کې د CPU پواسطه پراسس کېږي د CPUپه چټکتيا کې هم رول لري.نوې CPUګانې په يوه وخت کې کولای شي چې ډير شمير بيتونه پراسس کړي.
د CPUپواسطه په يوه وخت کې د پراسس شوو بيتونو شمير معمولاً له 16څخه تر 64پورې وي او د CPUد ويې(کلمې)په نامه ياديږ ي.اوسنۍ ګڼ شمير CPUګانې ددستورونو يو بشپړ سيټ دی چې ددستورونو څخه يې ځيني په ډير لږوالي د ګټې وړ ګرځي.
هغه کم پيوټرونه چې ددې ډول CPUلرونکې وي ددستورونو د بشپړ سيټ کمپيوټرونو په نامه ياديږي.څيړنې ښيې چې داډول پراسسرونه د هغه پراسسرونو په پرتله کوم چې لږ شمير دستورونه سرته رسوي ورو وي.
نن ورځ ګڼ شمير لوی او ځاني کمپيوټرونه ه هغو پراسسرونو څخه کار اخلي کوم چې د لږو دستورونو د مجموعې  لرونکي وي چې دا د RISC(Reduced Instruction Set Computer) په نامه ياديږي.Alpha سي پي يو ګانې چې دDEC (Digital Equipment Corporation) شرکت پواسطه جوړې شوې او Power PC سي پي يو ګانې چې د IBM شرکت پواسطه جوړې شوې د RISC سي پي يو ګانو بيلګې دي.Intel پراسسرونه د CISC پر بنسټ ډيزاين شوې دي مګر د انتل شرکت انجينران د CPU د چټکتيا د زياتولو لپاره له نورو تخنيکونو څخه ګټه اخلي چې د انتل CPUګانو او د Power PCد چټکتياؤ تر منځ توپیر په پايله کې لږوي.
Itanium،64 بيتي پراسسر هم چې د انتل شرکت څخه دي د CISCپر بنسټ ډيږاين شوې دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery