مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-18   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

نړیوال بازارونه د فلش حافظې له کموالي سره مخ دي!

ب.بهیر وردګ

 

د اپل شرکت له تولیداتوڅ خه  Ipod Nano په څیر دوړلو وړ میډیاپلیرونو (Media Players) ،ډیر خرڅلاو د دې لامل ګرځیدلی چې اوسمهال نړیوال بازا ونه د فلش حافظې (Flash Memory) له کموالي سره مخ شي.
دیوې وړاندوېینې پر بنسټ کیدای شي د سږ کال تر پایه بازار د۵،۸   فیصده فلش حافظې  (Flash Memory) د کموالي شاهد واوسي چې د ۲۰۰۷ ز  کال تر پایه به  ۲،۶  فیصدو ته کموالی وکړي.
همدارنګه د ګارتنر څیړنیزې مؤسسې اعلان کړی چې په نړیوال بازارونو کې د فلش حافظې دکموالي لام ل په بازار کې د وړلووړ میډیاپلیرونو (Media Players) د ۴۰ فیصده خرڅلاو زیاتوالی وي چې دهمدې کال تر پایه به ۱۸۷ م یون دستګاوو ته ورسیږي. د همدې ګزارش پر بنسټ په بازار کې شته ۸۰  فیصده میډیاپلیرونه (Media Players) د فلش له حافظې څخه کار اخلي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery