مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-18   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د کمپيوټر اصلي ساتنځی (حافظه)

ژباړن:ب.بهیر وردګ


Computer Main Memory


هغه ځای چې په هغه کې پروګرامونه او معلومات ساتل کېږي د کمپيوټر د ساتنځي (حافظې) په نامه سره  ياديږي.
د کمپيوټر ساتنځی د انسان حافظې ته ورته ده او يو څه توپير يې هم تر منځ شته هغه دا چې د کمپيوټر حافظه کولای شي ډير معلومات په خپل ځان کې وساتي پرته له دې چې په هغه کې لږ څه تغير راولي او يا هغه هير کړي.همدارنګه د کمپيوټر ساتنځی په دې لاس بری دی چې ددې په ځای چې له کمپيوټر څخه کومه اطلاع وغوښتل شي ،CPU په خپلو ذخيره شوو اطلاعاتو کې په ډيرې چټکتيا سره يې پلټنه کوي او دپام وړ په اطلاع لاس رسی (Access) مومي.
د کمپيوټر ساتنځی په ډيرو خونو (Cells) ويشل شوې او هره خونه د يوې پتې لرونکې ده.په ساتنځي کې ساتل شوي معلومات د حافطې د منځپانګې(Content) په نامه ياديږي.د ساتنځي منځپانګه توري ،اعداد ،نښې او نور دي.په ټوليزه توګه هر هغه څه چې په صفر او يوه د بدليدو وړتيا ولري کېدای شي چې د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتل شي.نو د ساتنځي منځپانګه چې هر څه وي (توري ،اعداد،نښې،شکلونه ،انځو ونه،غږونه...)دا ټول په ساتنځي کې د کوډ په بڼه ځای نيسي.دا کوډونه يواځې له صفر اويوه څخه جوړشوي .هر کله چې د ساتنځي په يوه خونه کې يوه خبرتيا ځای په ځای کړو د هغه مخکنۍ منځپانګه له منځه ځي او د مخکنۍ خبرتيا ځای نوې خبرتيا نيسي.
ساتنځی له پراسسر (Processor) سره نژدې اړيکې لري مګر له پراسسر څخه خپلواکه او بيله برخه ده.له ورودي  وسايلو څخه Data د کنترول د برخې (Control Unit) په واسطه ساتنځي ته ليږدول کېږي.همدارنګه د کنترول برخه(Control Unit) د اړتيا پرمهال هغه له ساتنځي څخه اخلي او بيا يې د منطق او حساب(Arithmetic and Logic) برخې ته ليږي.
ساتنځی هغه معلومات او د هماغه پروګرام دستورونه ساتي کوم چې د سرته رسيدو په حال کې وي.په ټوليزه توګه د کمپيوټر ساتنځی په دوو اندې ډولونو ويشل کېږي:
1:اصلي ساتنځی (حافظه) (Main Memory )
2:دوهمي ساتنځی(Secondary Memory):
دوهمي ساتنځی د مرستندويه ساتنځي(Auxiliary Memory)او د ساتلو د وسايلو (Storage Devices) په نامه سره  هم ياديږي او دمعلوماتو د تلپاتي او نيمه تل پاتي ساتلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.دوهمي ساتنځی به په همدې څپرکي کې تر څيړنې لاندې ونيسو.
د کمپيوټر اصلي ساتنځی (Main Memory) هم په دوو ډولونو ويشل کېږي:
1: ROM(Read Only Memory)  ساتنځی
2:RAM(Random Access Memory) ساتنځی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery