مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دجان محمد . دپوښتني جواب ـ

دارالافتآء ابوالفضل .

فتوي نمبر  (۳۵) .
مستفتي   : جان محمد .
ځائ            :   کابل .

د بینوا ټولنی ټولو کارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلی! دوم ځلی پوښتنه کوم خو کوم ځواب مو را نکړ
پس له سلامه زه یوه هیله لرم چه زمونړ په ټولنه کښی یو تعداد ځوانان شته چه دیر په بدو افعالو سر دی لکه له بعضو نه زه هم اورم  (البته د بی ادبی په معاف کولو سره)  چه ما نن د جماع په وخت کښی د خپلی ښځی مهبل په خوله کی ونیولو نو آیا دا په اسلام کښی څه حکم لری  ؟

الجواب وهو الملهم للصواب  .

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
محترمه وروره ! دغه کار کوم چي تا د هغه پوښتنه کړېده شرعًا او عقلا غير معقول او غير مشروع کار دئ .
دانسان ژبه او خوله چي د الله (جل جلاله) د ذکر ، دقرانکريم د تلاوت ، دنيکو خبرو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظيفه اجرا کوي ، او سره له دې د خولې له لاري څخه انسان خوراک او چښاک وبدن ته داخلوي ، او اسلام پدې باره کښي ډير تاکید کړئ دئ چي انسان خپله خوله پاکه او نظيفه وساتي ، په همدې سبب مسواک وهل د مسلمان دپاره يو سنت عمل بلل سوئ دئ  .
دارنګه اسلام انسان پدې سره مکلف کړئ دئ چي خپله خوله له معنوي نجاساتو څخه ( لکه غيبت ، درواغ ويل ، بهتان ويل ، چغل ګيري وغيره ) محفوظه ولري .
 او له بله طرفه د انسان له بدن څخه د مردارۍ د وتلو دپاره د انسان سبیلين ،یعني  دمخ اودشاله دوې لاري په الهي قدرت سره مقرريسوېدي، نو څنګه به د يو پاک انسان وجدان داومني چي خپل دغه ډول مشرف او پاکيزه جزء لکه خوله پر مَخرَج او ځائ د وتلو د نجاست او د مردارۍ باندي کښيږدي   .
په الموسوعة الکويتية (ج۳۰ ص۹۰ ) کښي داسي راغلي دي چي د حنفي او حنبلي علماوو په نزد بهتر کار دادئ چي نه ميړه او خاوند د ښځي و فرج ته وګوري او نه ښځه د خاوند و فرج ته وګوري  ، لکه چي د «ابن ماجه » په يوه حديث کښي راغلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي کله چي یو ستاسي و خپلي ښځي ته ورځي (يعني په نيت د جماع سره) نو ستر دي کوي او لوڅ لغړ دي نه کیږي ، لکه اوښ چي و اوښي ته بې ستره ورځي .
دارنګه د ابن ماجه په یوه بل حديث کښي له حضرت عايشې (رضي الله عنها) څخه روايت دئ چي ما هيڅ کله درسول (عليه السلام) وفرج ته نه دي کتلي . او په يوه روايت کښي داسي راغلي دي چي :«مارأيته من رسول الله و مارآه مني » .

که څه هم فقهاوو مسه کول په لاس سره  مباح بللَیدۍ ، خوکتل د فرج د ښځي  ئي له ادب څخه خلاف کار بللئ دئ ، نوچي په سترګوسره کتل دښځي وفرج ته نامناسب دئ نوخوله پرفرج باندي ایښوول به څنګه رواوي .
علماوو له ډېرو وجهو داکارناروا بللئ دئ  :
 (۱) : له دې وجي چي په دغه کارسره تشبیه دانسان له حیوان سره ر اځي ځکه حیوان چي جنسي کارکوي نودښځي حیواني فرج هم څټي .
(۲) : په سيرت کي درسول علیه الصلوة والسلام اودسلفوصالحینو اودامامانوددغه کار دجوازهیڅ قسم قولي یافعلي ثبوت نسته  .
(۳)  :  نن صبا کفري دنیا خصوصاًغربیان  دغه قسم کارونه په ټلویزونونو ، فلمونو سینماګانو وغیره کي داسلامي نړۍ دبې لاري کولو دپاره په کاراچوي ، نوپه دې کارسره تشبه له کفاروسره هم راځي  .
په فتاوی دشیخ ابن جبرین کي هم دغه کارناروا اودبداخلاقئ کاربلل سوئ دئ  . دعلم طب مخورو پوهانو ویلي دي چي دغه کارسبب دپیداکیدو د ډیرومرضوګرځي چي اخیردسرطان مرض هم ورڅخه پیداکېږي اوهرکارچي دانسان دپاره په دیني یادنیوي یا بدني ضرر تمامیږي نواسلام هغه ناروا ګرځوي  .
په  فتاوی رحيميه (ج ۶ ص ۲۷۱ بحواله عالمګيري ج۶ ص ۲۴۶) کښي هم دغه کار مکروه او ناروا عمل بلل سوئ دئ  .
 البته  ځینوعلماووپه دې اړه مثبت نظرهم ورکړیدئ چي عربي الفاظ ئې دادي  : 
في الموسوعة الکویتیة ج ۳۲ ص ۹۰  : وقال الحطاب : قد روي عن مالک أنه قال لابأس أن ينظر الی الفرج في حال الجماع ، وزاد في رواية ويلحسه بلسانه ، وهو مبالغة في الاباحة ، وليس کذلک علی ظاهره .
وقال الفناني من الشافعية : يجوز للزوج کل تمتع منها بما سوی حلقة دبرها ، ولو بمص بظرها .
وصرح الحنابلة بجواز تقبيل الفرج قبل الجماع ، وکراهته بعده  .

  حرره :احقر المخلوقین أبوالفضل  محمد معين الدين، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery