مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-06-11   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دتلقيح صناعي(ټيسټ ټيوب بی بی) حکم په شريعت کي :

دارالأفتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۲۶۷

مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي : قادر
وعاليقدراستاذمفتي صاحب ته اودبېنواوټولوکارکونکوته سلامونه وايم ، له مفتي صاحب څخه زماپوښتنه په دې باره کښي ده چي تلقيح صناعي کوم چي ټيسټ ټيوب بي بي ورته ويل کيږی په شریعت کښي څه حکم لري ؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم

محترمه وروره! کومه خبره چي تاذکرکړېده کوم چي عبارت ده له دې څخه چي دنارینه منی ياپه بل تعبير ماده دتولیددښځي ورحم ته دانجکشن په ذريعه داخله سي ، کچيري دپردي اواجنبي نارينه نطفه دښځي ورحم ته دانجکشن په ذريعه داخله کړه سي نودادشریعت له نظره داسي ګناده چي دبېشماره نورومفاسدو اوګناوومستلزمه ده ، اوکچيري دښځي دخپل مېړه نطفه ددې ورحم ته دانجکشن په ذريعه داخله کړه سي اودادسخت ضرورت په وجه وي چي يامېړه پردی باندي قدرت نلري چي خپله ماده منویه دخپلي ښځي و رحم ته ورسوي اويادښځي په رحم کښي کوم مشکل وي نوبيادمصنوعي نسل کشی دغه طریقه جواز او رواوالئ پيداکويخو په دې شرط چي دمېړه اودښځي په رضاسره به وي اوددوۍ دواړو په حضور کښي به داکارترسره کيږي ، اومستندمسلمان ډاکټربه ددغه کارتجويزودوۍ دواړوته کوي.

قال في :«يسئلونک في الدين والحياة »: وقدقرر الفقهاءان حمل المرأة بهذه الطريقة الصناعية يعدجریمة خلقية واجتماعية وجناية شرعية ....بل هناک من الفقهاء من قرران هذه العملية في معنی الزنی وتستوجب التعزيروالتأديب ولولاصورة الجریمة فيهامستورة بعض الشيءلکان حکمها الجلدالذي شرعه الله تعالي للزانی امااذاکانت هناک امرأة متزوجة برجل وهي صالحة للانجاب وهوکذالک صالح للانجاب ، ولکن هذالزوج لايستطيع بسبب ماان یدخل مادته التناسلیة وتحقفي رحم زوجته وهوراي الطب ان هذا هوالطریق الوحیدوالايسرللحمل فلامانع شرعامن ذالک ...
وهذه الحالة تکون نظرة الشریعة الی التلقیح الصناعی بین الزوجین کنظرتهاالی علاج الامراض والعلل ونظرتها الی استبقاء العترة الزوجية الطيبة بین هذين الزوجین.[يسئلونک عن الدين والحياة/ج۱/ص ۲۵۱ ]کذافي الفقه الاسلامي وادلته/ج۳/ص۵۵۹].
والسلام ومن الله التوفيق.
                                                          

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery