مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-05-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له ښځوسره دمشورې په اړه:

دارالافتاءابوالفضل.
: (۷۲۹) : مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.. مستفتيه:کریمه : چین . وښاغلي ابوالفضل صاحب اودبېنوا ومشراوټولوکارکونکوته سلامونه وايم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته. الله جل جلاله دي وتاسي ته لوي لوي اجرونه درکړي ، زماپوښتنه داده چي په خلکو کښي داخبره مشهوره ده چي له ښځو سره مشوره کوه ، اوپه قول يې مه کوه داخبره په شريعت کښي کوم اصل لري اوکه څنګه ؟؟؟>>>>> الجواب ومنه الصواب : نحمده ونصلي علي رسوله الکريم . محترمي خوري ! اسلام يوداسي دعدالت دين دئ چي دهرچايې دهغه له فطرت سره سم حقوق مشخص کړيدي ،له اسلام څخه دباندي چي څه نظريې دښځوپه باره کښي دي هغه دافراط یادتفریط په درجه کی دي ، اودښځو په دښمنئ تمامي دي. ښځه اونر دواړه دالله پاک معزز مخلوق دئ نوددوئ دواړو حقوق هم هغه څوک پيژني چي ددوئ دواړو خالق دئ الله پاک په هغوځايو کښي چي دښځي فطرت له نارينه سره دمساوات تقاضا کوي ، ښځه يې له نارينه سره مساوي اوبرابره بللې ده . اوپه کومو ځايو کښي چي دښځي فطرت په هغوځايو کښي پرنارينه باندي دفضيلت تقاضا کوي وښځي ته يې پرنارينه باندي فضيلت ورکړئ دئ . لکه چي داسلام په مقدس دين کښي دامسئله ده چي په ورکړه اوپه عطا کښي دمور حق پراولادباندي ترپلارډېر دئ. اوپه کومو ځايو کښي چي دښځي فطرت له نارينه څخه دانحطاط اوکښته والي تقاضا کوي نو په هغو ځايو کښي الله جل جلاله ونارينه ته فضيلت ورکړئ دئ. کومه خبره چي تاکړېده هغه په شريعت کښي بالکل اصل لري ، په دې باره کښي دکشف الخفاء «ص۲/ج۴»، اودارنګه د«الموضوعات الکبری» په «۱۳۹» صفحه کښي بیل بیل روایتونه اوحدیثونه بیان سوي دي. چي يوله هغو څخه دادئ : «هَلَکَتِ الرِّجالُ حِيْنَ اَطاعَتِ النِّساء» ، يعني هلاک سويدي نارينه په هروخت کښي چي دښځوتابعداري يې کړېده. -.-.-.-.ـوالسلام ومن الله التوفيق.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery