مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2014-04-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د چپ لاس په ګوتوسره د تسبيحات فاطمي شميرل :

ابوالفضل

مدتي اين مثنوي تاخير شد    مهلتي بايست تا خون شير شد


د چپ لاس په ګوتوسره د تسبيحات فاطمي شميرل :


پوښتونکی  :

قاري محمد رحيم /جلال اباد .


پوښتنه  :


محترم استاد علامه ابوالفضل صاحب ته په ډير درناوي سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم ، ستاسو درانه حضور  ته مي عرض دادی چي ما د لمانځه وروسته سبحان الله ، الحمد لله او الله کبر ۳۳ واره د دواړو لاسونو د ګوتو په بندونو سره شميرل ، خو يو مولوي صاحب راته وويل چي په دغه شميرلو کي بايد له چپ لاس څخه کار وانه خستل سي ، که په دې اړه څه معلومات راکړئ احسان به مو وي  .

الجواب وهو الموفق للصواب  :


هو غوره خبر همداده چي ددغه تسبيحاتو په شميرلو کي له  کيڼ لاس څخه کار وانه خستل شي ، او يواځي په ښي لاس وشمېرل شي  .
 په دې هکله د ابوداؤد شريف  حديث دی  چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به په راسته لاس سره تسبيحات ويل   .
خو که د دواړ لاسونو په ګوتو يا د ګوتو په بندونو سره وشمېرلي سي نو هم څه پروا نه لري  ، ځکه په دې هکله عام روايات هم سته ، چي د لاس تعين نسته پکي ، لاندي دواړه ډوله روايات موږ درته ذکر کوو  :
د راسته لاس په هکله روايت  :
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعْقِدُ التَّسْبِيحَ قَالَ ابْنُ قُدَامَةَ بِيَمِينِهِ [رواه ابوداؤد : بَاب التَّسْبِيحِ بِالْحَصَى].
او د سنن کبری للبيهقي الفاظ په دې ډول دي  :  عن عبد الله بن عمرو قال رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم يعقد التسبيح بيمينه  .
او په دې اړه عام روايت دادی   :
عن يسيرة بنت ياسر رضي الله عنها - وكانت من المهاجرات- قالت قال لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم « يا نساء المؤمنات عليكن بالتهليل والتسبيح والتقديس ولا تغفلن فتنسين الرحمة واعقدن بالأنامل فإنهن مسئولات مستنطقات » [أخرجه أحمد 6 / 371، وأبو داود 2 / 170برقم (1501)، والترمذي 5 / 571 برقم (3583) ] .


خو زما په دې هکله نظر دادی چي عام حديثونه پر خاصو باندی محمول دي  ، نو ګواکي خاص حديث د عام لپاره تفسير دی ، نو ځکه بايد دغه تسبيحات په راسته لاس سره وشمېرل سي نه په کيڼ لاس   . والله اعلم  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery