مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2015-12-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حوض کوثر ۤبه چيرته او کله وي‌‌؟‌

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
سوال کونکی : حاجي داود افغان سوال : وحوض کوثرته به دقیامت په ورځ امتیان دنبي علیه الصلوة والسلام داعمالو تر تللو او پر پل صراط تر تیریدلو له مخه ورځي اوکه وروسته ؟ جواب : په دې باره کي مختلف قولونه دي : ۱: کله چي پرصراط خلګ تیر سي نوبیا به حوض کوثر وخلګو ته راوړل سي داقول ابن حجر، امام سیوطي او ځینو نورو رحمهم الله تعالی غوره کړئ دئ ، دوی دوه دلیلونه لري :اول حدیث دنضربن انس رضی الله عنه اودوهم حدیث دلقیط رضي الله تعالی عنه دئ : (۱ ): عن النضر قال: سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يشفع لي يوم القيامة قال: أنا فاعل قال: وأين أطلبك يا نبي الله؟ قال: اطلبني أول ما تطلبني عند الصراط قال: قلت: فإن لم ألقك على الصراط؟ قال: فأنا عند الميزان قال: قلت: فإن لم ألقك عند الميزان؟ قال: فأنا عند الحوض لا أخطئ هذه الثلاثة مواطن يوم القيامة) . أخرجه أحمد (3/178)، والترمذي (2433). (۲) : حديث لقيط واقد بني المنتفق فإن فيه أنه قال في آخر الحديث: (فتطلعون على الحوض) يعني: بعد المرور على الصراط . ۲ : قول دادی چي تر میزان او صراط له مخه به وحشرګاه ته حوض کوثر راوړل کېږي ، داقول ځینو علماوو دجمهورو اوصحیح قول بللئ دئ ، ددې قول متعدددلیلونه دي : اول : په یوه حدیث کي نبي علیه الصلوة والسلام فرمایلي دي چي ځیني خلګ به زما له اصحابو پر ماباندي یعني زماوحوض ته راسي ترداحده چي زبه دوی وپیزنم نودوی به بیرته وګرځول سي ، زه به ووایم چي داخو زما اصحاب دي ! نوراته وبه ویل سي چي ته نه یي خبر ؟ له تاڅخه وروسته دوی څه کړي دي ، یعني مرتدسوي دي ، نوکه حوض پرصراط باندي له تیریدو وروسته وي نودغه مرتدخلګ بیا څنګه وحوض ته ورځي ځکه چي تر پل صراط خو مرتد اوکافر نسي تېریدلای . دوهم : که حوض ترصراط وروسته سي نوهغه ګناهګاران خو به د کوثرحوضه محروم وي کوم چي پرصراط باندي دګناوو په وجه ودوزخ ته لوېږي اوسره له دې چي دوی ته هم دکوثر د اوبو څښل ثابت دي ، دريم : که پر صراط تیریدل ترحوض له مخه سي نو تر صراط چي خلګ تیر سي خوفی الحاله جنت دی نو بیا وحوض کوثرته څه ضرورت دی .څلورم : عقل هم دا تقاضا کوي چي حوض باید تر میزان او تر صراط له مخه وي ځکه چي خلګ چي له قبروڅخه راپورته سي اوحشرګاه ته ورځي نو په دغه وخت کي به پر خلګو تنده ډیره غالبه وي . ۳ : قول دادی چي میزان او تر تللو دعملو به وروسته او ترصراط به له مخه وي . ۴ : قول دادی چي حوضونه دوه دي یو تر میزان له مخه او بل ترصراط وروسته دی . ۵ : قول دادی چي دغه یوحوض دونه لوی دی چي یوه حصه بې په حشرګاه کي وي او بل طرف بې تر صراط ورتیروي . والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery