مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-18   مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان

د پښتو ادبياتو د تاريخ ليكلو بنسټ ايښوونكى ( علامه حبيبي )

ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبيبي

     په كندهار كښي د احمد شاه با با د زمانې راهيسي د كاكړو يوې مشهوره كورنۍ افغاني ټولني ته ډير درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندي كړي چي د هغو دجملې څخه يو هم ارواښاد عبدالحى حبيبي صاحب و . ښاغلى حبيبي صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاري زوى په ديارلس سوه اته ويشتم هجري سپوږميز كال كښي د كندهار په لرغوني او باستاني  ښار كښي وزيږېد .د ارواښاد د مادي ژوند نسبي ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چي د هغه وخت په ښوونځيو كي تر پنځم ټولګى پوري زده كړه وكړي او كله چي په ديارلس سوه شپږم لمريز كال كي د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكي په توګه مقرر شو . څرنګه چي محبوب استاد د پياوړي استعداد خاوند و نو ډير ژر يې په ليكلو او شعري پارچو پيل وكړ .

     په پښتو ژبه كي د ادبياتو د تاريخ ليكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبيبي صاحب پيل كړې ده ، په ديارلس سوه دولسم لمريز كال كي  چي دى په كندهاركي د طلوع افغان د جريدي مديرو ، په هغه جريده كي  يې د پښتو ژبي شاعرانو پېژندګلوي ته دوه خاص ستونه

خاص كړل . پياوړي استاد د پښتو ادبياتو او د پښتو ژبي د تاريخ په روڼولو كي ډير   ستر موفقيتونه ګټلي دي او د لويي برخي خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډيره حده دده د همت او زحمت د وجي دده د قلمي او علمي خدمت پله يې ډيره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنيا خوري وري څانګي راټولي كړي او دنوي پوهي په رڼا كي يې د هنر او د ادب و مينه والو ته ډالۍ كړي چي په دې كار سره يې د لرغوني هيواد د تاريخ اصلي جوهر او تاريخي وركي زېرمي رابرسيره كړي او په خپل بي پايه هاند او هڅو يې څه د پاسه يو سلو دو ديرش ډير مهم شتمن تاريخي او ادبي اثار ليكلي او يا خويې پر هغو داسي سريزي ورزياتي كړي چي واقعا يې د نامالومو ادبي ، تاريخي او تصوفي اثارو زيرمي خلكو ته روښانه كړي.

     لوى استاد نه يوازي داچي د مطبوعاتو په روزنيز اړخ پوه و بلكي عملا يې دغه لاره پاللي او ټينګه تعقيب كړې ده په تېره بيا د ملي ژبي پښتو د احيا او پرمختيا كښي دده هڅي خورا درنې وې ، نه يوازي دا چي دى په پښتو ژبه كي يو پياوړى ليكوال و بلكي په فارسي ژبه كي هم يو پوخ ليكوال و او په دواړو ژبو كي ډير مهم او پاخه اشعار لري او د دواړو ژبو يو خوږ ژبى شاعر او ادبي ليكوال و سربيره پردې چي قدرمن استاد د پښتو او فارسي ژپو يو پياوړى ليكوال و خو ده په انګليسي ، عربي او اردو ژبو كي                هم لوى لاس                          درلود .

     پياوړى استاد په خپل ژوند كي يو لړ ارزښتناكه دندي هم تر سره كړي دي چي نوموړي په ديارلس سوه اووم هجري لمريز كال  كي د طلوع افغان د جريدې مرستيال او وروسته تر درو كلونو د هغې جريدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولني لوى مدير ، د طبوعاتو د مستقل رياست مرستيال ، د پوهني د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهني ريس ، په چمن كي د تجارانو وكيل ، د ادبياتو د پوهنځى ريس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاريخ د ټولني ريس او د كابل په پوهنتون كي استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاريخي خاوري او دكندهار د فرهنګي او باستاني بېدياوي ددې علمي او ادبي شخصيت علمي ، تاريخي ، ادبي ، ژبني او ټولنيز ميراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مينه والو په منځ كښي د يوه مدني ميراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوري په ډير ارزښت او درنښت  سره پاته وي .

 

د ادب ډيوه مړه شوه

ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې

ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې

تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته

ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې

ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي

شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې

تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ

تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې

د هيواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې

رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې

ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې

ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې

تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي

ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې

تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل

ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې

توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه

د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې

د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې

پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې

ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري

هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري

ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته

د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي

ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي

دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي

ها د علم تاج  چي نن  ولاړى  په  ګور شو

د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي

ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ

لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ

 

20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery