مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-01-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمد نعمان دوست

benawa afghanistan
خالد هادي حیدري

 

محمدنعمان چي ځانته د دوست تخلص کاروي په خپلو خپلوانو کې په نعم ان او د  فرهنګي کړيو په منځ کې په دوست مشهور دی . د لغمان د الينګار ولسوالۍ د کوخي کلي په پاس کلا کې زېږېدل� � دی ، هغه مهال په هره کورنۍ کې د زوکړې د ليکلو دود عام نه و ، له همدې کبله  ورته دزوکړي نېټه سمه نه ده معلومه ، خو عمرئې اوس اوس له ٣٠  کلنۍ څخه اوښتى دى .

په ډېر کوچينوالي کې ئې  خپل کلي  د سرو يرغلګرو پوځيانو او د هغوى د ګوډاګيانو له وحشته پرېښود او د تورخم له کرښې واوښت
لومړى د پېښور په تهکال کې دېره شوی دی  او بيا څ ومياشتې وروسته  له اټکه هم تېر شو او  هرېپور کمپ کې ميشت شو .
د ښونځي په ور ئې هم هملته پل کېښود ، د ابوسعيدالخدري په نوم  يوه لومړنى ښونځي کې داخل شو ، بيا پنځم او شپږ ټولګى ئې پېښور کې د نعمان ابن ثابت په مد� �سه  کې ولوست ، بېرته هرېپورته لاړ او د النصر ثانوي ليسې څخه په ١٣٧٠ کې فارغ شو .
 په ١٣٧١ کې ئې په خپله خوښه په کانکور ازموينه کې د پښتو ادبياتو څانګه غوره کړه  او بيا ئې دعوت او جهاد پوهنتون کې لوړې زدکړې پيل کړې .
پلار ئې (  خداى بښلى خيرالله خان )  په کوچينوالۍ کې له لاسه ورکړى و او دخپل والد د ژوند وروستۍ شيبې ئې لږ _ � �ږ يادېږي .
 په ١٣٧٥ کال کې چي طالبان  کابل ته  راننوتل ، ددوست وروستى سمستر و ، خو د طالبانو په راتګ دعوت جهاد پوهنتون بند شو ، کابل پوهنتون ته ورغی .
 همدغه ورځو کې دوست د زړه سکون  اودبخت ستوري ( مور) هم  دتل لپاره دې غم لړلي نړۍ ته یوازي پریښود،دمور په غم کي دوست دزده کړولاس واخست او بيا په ١٣٧٦ کال ئې وروستۍ سم ستر پاى ته ورسو . 
دوست شعر  د ښونځي له دورې څخه پيل کړ او هغه هم هغه وخت کله چې ئې  د تره زوى او ګران ملګرى يوسف د يوې خپل منځي نښتې ( ١٣٦٨ )  قرباني شو .
 د پوهنتون په لومړى کال کي ئې د ( يتيم ) په نوم  لنډه کيسه وليکله او بيائې همدې لړۍ ته ادامه ورکړه .
د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه ( ترهګر )  ئې د ١٣٧٦ کال د تلې په مياشت کې له چاپه راووته . 
د پوهنځۍ له پاى ته رسولو سره سم ئې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپرونو او عامه  اړيکو په برخه کې کار پيل کړ  ، بيا دهمدې ټولنې د مرکزي کتابتون امر او بيا د سره مياشت جريدې مسوول مدير شو . 
  په ١٣٨٣ کال کې پژواک خبري اژانس ته راغی او دغلته ئې د يوه ايډيټر په توګه کار پيل کړ چې له ايديټ پرته خپله هم رپوټونه او تحليلي ګزارشونه ليکي .
 له رسمي کار سره – سره ،  کله ناکله د لنډو کيسوتر څنګ نوري ليکنې هم کوي .
دوست یو ریالست لیکوال او ژورنالیست  دی دهغه په زړه کي دوطن او ولس میني دونه ژوري ریښې ځغلولي چي هر څوک يې له ورایه دغه مینه په لیکنو شعرونو کي لیدلای شي

دوست يواځې رښتيني انسان ته درناوى لري، په انسان در دېږي او د انسان خواخوږى دی .
انسان ته، تنها په دې درناوى نه کوي چې همنوع  ئې دى ، په دې ور سره مينه لري چې په ځمکه کې  د ستر خالق ( ج )   خليفه دى .
هرچېرته چې پرته له کوم جرمه وژل کېږي ، کړول کېږي  درد يې احساسه وي  او په غم يې  غمجن دي . دوست دیو متدین شخصیت ترڅنګ د ډیرو لوړو اوصافو څښتن هم دي په خپلو ورځنیو کارونو کي ډير دقیق اوزیارکښ ځوان دی

ددوست همدا ښېګني وې چي دوست  سږ دبېنوا د کال غوره لیکوال ونومول شو، دې دبېنوا پاڼي سره ددرو کلنو راهسي قلمي همکاري لري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery