مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-30   مخپرونکئ : عزیز احمدلمر

مصطفي سالک

benawa afghanistan
خالدهادي
ښاغلی مصطفی سالک د ننګرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي

ښاغلی مصطفی سالک د ننګرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي .

نوموړي  د پېښور په اتحاد پوهنتون کې د ښوونکي په توګه کار کړی خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار شو . تر څه وخته يې په لندن کې هم له بي بي سي پښتو څانګې سره همکاري لرله او اوس په کابل کې له همدې ادارې سره کار کوي .

مصطفي سالک ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليکلو يې داستاني اثارو ته هم مخه کړې ده .

د دوی د شعرونو يوه پښتو او يوه دري ټولګه تر اوسه چاپ شوې ده . ناول يې ، پاتې شه باران دی ، دوه ځلې چاپ شوی دی . ښاغلي سالک ځينې څيړنې هم کړي او پر حمزه بابا يې هم يو کتاب ليکلی چې لا د چاپ لارې څاري .

 د ښاغلي سالک د شعر يوه بېلګه :

بخښنه غواړو !بېنوا ويبپاڼي ته د ښاغلی سالک صاحب شعر نه دی رسېدلی 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery