مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-12   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

محمد رسول عادل

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

 

محمد رسول عادل د الحاج نور دوله  زوى له نن څخه نږدې دېرش كاله وړاندې د خوست د متون د  دريخېلو  په كلي كې زيږيدلى دى .
عادل ماشوم ؤ،  چې كورنۍ يې په ( ۱۳۶۰ ) لمريزكال كې پاكستان ته مهاجره شوه.
 له لومړي ټولګي  نه ترشپږم پورې زده كړې يې د  پاكستان په كورمه ايجنسۍ خپيانګه سيمه كې د جعفرطيار( رض ) په نوم ښوونځي كې كړې ( ۱۳۶۷ )  لمريزكال .
 له هغې وروسته يې د پيښور ښار په  شمشتو نومي سيمه كې دوه كاله ديني زده كړې وكړې.
د اسلامي انقلاب له برياليتوب وروسته په  كال ( ۱۳۷۰) كې بېرته خپل ټاټوبي خوست ته راستانه شول، او په همدې كال د خوست په الفتح ليسه كې داخل شو، تر يوولسم ټولګي پورې زده كړې يې هم دلته وكړې او بيا له دې ليسې څخه غرغښت ته تبديل او په ( ۱۳۷۴ ) لمريزكال كې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شو.
 په همدې وخت كې د هيواد په بېلابيلو سيموكې خپل منځي جګړې روانې وې، او دوه كاله په كور كې كيناست، څه وخت چې طالبانو كابل ونيو،  نو د كانكور ازموينې اعلان وشو،  په ازموينه كې  د كابل پوهنتون د خپلې خوښې پوهنځي ( ژورنالېزم ) ته  بريالى  او په (  ۱۳۸۰) لمريزكال كې ترې فارغ شو.
 لدې وروسته يې د  خوست د اطلاعاتو او كلتور په رياست كې د خوست مجلې د م� �ستيال په توګه په دنده پيل وكړ.  څلور ګڼې مجله چاپ شوه او يو كال وروسته  د يادې شوې مجلې د مدير په توګه وټاكل شو.
 او په همدې وخت كې يې له خوست څخه د باختر اژانس مديريت سره هم د خبرونو په برابرولوكې مرسته كوله.
 له يوكال وروسته د مالي ستونزو  له امله مجله وځنډيده، او عادل  په خوست كې د  (DHSA)   په نوم مؤسسه كې د ترينر (� �وزونكي) په توګه كار پيل  او د خوست په سپېره ولسوالۍ كې يې د ښوونكو د ټرنېنګ دوره  شروع شوه.
پېنځلس مياشتې د سپېرې ولسوالۍ لپاره د (  DHSA)   لخوا د ښوونكو د ترينر په توګه  پاتې شو.
 له دې وروسته په همدې دنده كې د ترينر په توګه د خوست په مركز متون او بيا د نادرشاه كوټ او اسماعيل خېلو په ولسواليو كې همدا دنده ترسره كړه، خو د دې  ترڅنګ يې د خوست په شېخ زايد پوهنتون كې هم د قرردادي استاد په توګه په ادبياتو پوهنځي كې په درس وركولو پيل وكړ.
 كله چې په هيواد كې د لومړي ځل لپاره پارلمان يا ولسي جرګې ته د ټاكنو بهير پيل شو، نو په ( ۱۳۸۴ ) لم� �يزكال كې په كابل كې د اريانا ټلويزيون سره په جنوب ختيځ زون ( پكتيا، پكيتكا او خوست ) كې د  خبريال په توګه  وټاكل شو.
عادل په هېواد كې دننه او له هيواده بهر له  ګڼو انټرنيټي سايټونو سره هم قلمي همكاري  كړي او د دې ترڅنګ په  ځينو خپرونوكې د كتنپلاوي غړى و ، د بېلګې په ډول  د ځوان  غږ جريده  خوست.
محمدرسول عادل اوسمهال په جنوب ختيځو ولايتونو كې د  اريانا راډيو ټلويزيون لپاره كار كوي  او د دې ترڅنګ له خوست نه  د خپريدونكې پيوستون مجلې مسوول چلوونكى هم دى.

عادل یو خوږ ژبی ویناوال ، د وطن په درد دردمن ژورنالیست ، مهربانه  ، مینه ناک او سوله خوښونکی پښتون دی .  نوموړي واده كړى او د اسدالله او نصرت الله  په  نومونو دوه زامن هم � �ري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery