مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-25   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

نور الله نوري

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

دبېنوا انترنیټ پاڼي درنو لوستونکو نن درته یو بل بااحساسه ځوان ژو� �نالست درته پیژنو چي نورالله نوري نومیږي او په کندهار کي د باختراطلاعاتي اژانس سره کارکوي .

ښاغلي نورالله نوري له اره د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ  اوسیدونکي دي چي په  (۱۳۵۷ ) لمریز کال کي د ښاغلي میرحم زه په کاله کي زېږیدلی دئ . خپلي لومړنۍ او ثانوي زده کړي ئې د همدې ولایت  دنادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر په لیسه کي تر سره کړي دي  او په هیواد کي د ګڼو مصبتونو درامنځته کیدو سره د هیواد دزرګونو نورو ځوانانو په څیر د لوړو زده کړو څخه بې برخي پاته سو.
په (۱۹۹۴ ) میلادي کال کي د هیوا د پریښوولوته اړ سو او پاکستان ته مهاجر شو خو د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدو سره سم په ( ۲۰۰۱ ) میلادي کال کي بیرته د هغو زرګونو کورنیو سره چي د هیواد د سوکالې هیلي ورسره وې بیرته خپل هیواد ته راستون شو . او دراستنېدو سره سم ئې لومړئ د کندهار داطلاعاتو کلتور رياست اړوند د باختراژانس سره  د خبريال په توګه رسمي دنده پیل کړه . او په (١٣٨٤) کال کي د باختراژانس د مسول په توګه وټاکل سو .

ښاغلي نوري په تیرو اتو کلنو کي دخپلي علاقې لمخي په دې توانیدلی دئ چي د ژورناليزم په ب� �خه کي د بيلابيلو مطبوعاتي ادارو په مټ خصوصي زده کړي ترسره کړي او په دغه موده کي ئې د انټرنيوز اداري لخوا نهه مياشتنۍ نظري او عملي زده کړي په کابل کي ترسره کړي او همدارنګه ئي د (بي بي سي) ( اي،ډبليو،پي،ار) (صداوسيما ايران) او د (المان ږغ راډيو) لخوا په بيلابيلو اوږدمهالو او لنډمهالو کورسونو کي برخه اخستي ده .

د باختراژانس ترڅنګ ئې د سلام وطندار راډيو ، افغان اسلامي اژانس او دغه راز د کندهار سيميز تلويزيون سره هم په مختلفو برخو کي کار کړيدي .
ښاغلي نوري دکندهار ترڅنګ د هلمند ، ارزګان ، زابل او نيمروز  و� �ایتونو څخه هم زیات شمیر راپورونه او خبرونو چمتو کړي دي . او پرخپل وخت ئې د هیوادوالو او نړیوالو غوږو ته � �سولي دي .

ښاغلی نوري خپل مسلک ته یو ژمن ژورنالیست دی او تر ډیره هڅه کوي چي د دې لاري څخه  د ځوانانو د� �هنتونو سالمه روزنه وکړي او هغه ځوانان چي استعدادونه ئې دستایلو وړ وي درسنیو له لاري تقدیر کړي او په همدې موخه ئې د کندهار په سيميز تلويزيون کي د (ځوانان او ځواني هيلي ) په نوم د ځوانانو يوه خپرونه د  (٢٠٠٤) کال � �اپديخوا پيل کړيده چي په لړکي  ئې د ځوانانو بيلابيلي ستونزي ، دهغوي پرمختګونه او برياوي د ځوانانو د ستونزو د حل او دهغوي د تشويق په خاطر راپورته کړيدي .

ښاغلي نوري یوبااحساسه ، هوډمون او سپیڅلي ژورنالیزم ته ژمن ځوان دي چي یوډیر خوږ او مینه ناک شخصیت لري او په خوشحاله مخ ئې  همیشنۍ مسکا ددې باعث ګرځي چي هرڅوک ورس� �ه  دزړه له کومي انډیوالي وساتي

ښاغلي نوري واده کړی دی  او څلور اولادونه لري چي دهغه جملې څخه ئې   برکت الله او سمير  زامن ،  هوسۍ او مکيز ئې لوڼي  دي.

NOORLLAH NOORI

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery