مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالودود هجران

benawa afghanistan
شريف الله ( دوست سرواني )

 

 هلمند
عبدالودود هجران د نور محمد زوئ د محمد ابراهیم لمسی  د دیارلس سوه پنځه شپېتم لمريږ لېږديزکال د وري د مياشتي پر دولسمه نېټه د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کي زېږېدلي دي .

تر شپږم ټولګۍ پوري يې د هلمند ولايت د مارجې په عالي ليسه کي زدکړي کړي وروسته يې  تردولسم ټولګۍ پوري د لښکرګاه د هلوکانو په مرکزي عالي ليسه کي زده کړو ته دوام ورکړ .

ددې ترڅنګ يې ديني زده کړي هم کولي چي صرف ، نحوه ، حکمت ، بدیع ، بيان ، منطق ، اصول ، فقه او د قرآنکريم تفسير او قرآئت يې پای ته ورسوله .

نوموړي په ډېر کوچينوالي کي د شعر او شاعرۍ سره ژوره او توده مينه درلودل ، شعر يې لیکی او ادبي مطالعه يې کوله ، هماغه وو چي  د لومړي ځل د پاره يې د ښوونځۍ پرمهال په هلمند کي د نورو فرهنګپالو سره د بست فرهنګي ټولني بنسټ کښېښود او په دې لاره کي يې د پام وړ ادبي خدمتونه وکړل او د هلمند پر سيمه برسيره په ټول افغانستان کي و ځليد .

نوموړي  د شعر سره د ميني په پړاو کي په سلګونه شعرونه ليکلي چي تر ډېره عشقي ، تصوفي ، او د هيواد د ناخوالو په اړه دي ، د انتظار په نوم يوه شعري مجموعه يې  د نن څخه درې کاله وړاندي د دانش خپرندويې ټولني  له لاري خپره سوه او يوه بله مجموعه يې  د کنعان په نوم چاپ ته چمتو ده .

دا چي د ګران افغانستان حالات ډير زړه در دونکي دي او هره ورځ یا هم ساعت په ساعت   د هيواد د ګوټ ګوټ څخه د بېګناه انسانانو د مرګ ژوبلي  خبرونه خپریږي  نو نوموړي و غوښتل چي ددې د مخنوي دپاره هلي ځلي وکړي او لږ تر لږ د تاوتریخوالي په کمولو کي بر خه واخلي نو يې د ژورناليزم سپېڅلی مسلک غوره وګانه او په دې برخه کي يې کار پيل کړ  لومړی يې  په هلمند کي د سباوون  په نوم د يوې سيمه ایزي راډيو  سره کا ر پیل کړ له هغه وروسته  يې د آريانا ټلوېزیون  سره  په هلمند کي د خبريال په توګه او په عين وخت کي يې د پښتو د مشهورو ويبپاڼو لکه بېنوا ، لر او بر  ، غورځنګ او داسي نورو سره يې هم همکارۍ ته اوږه ورکړه .

د خبريالۍ په موده کي  يې   د ژورناليزم او سياست په اړه تر ديرشو په زياتو نړيوالو او سيمه ایزو  سمينارونواو ورکشاپونو کي برخه اخيستې  او د ښه کار له امله يې د افغانستان د ولسمشرۍ او پارلمان څخه برسېره يې په دوه زره اووم ميلادي کال کي د آریانا ټلويزيون څخه د غوره خبريال ستاینليکونه اخيستي دي  ، د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګي څخه يې په انلاین ډول  درې کلن سرټيفيکيټ تر لاسه کړ.

د افغانستان د جنوبي سيمو څخه د خلکو د ستونځو د ښه انعکاس له امله ملګرو ملتونه  ورته په دوه زره اتم ميلادي کال کي د پياوړي او ريښتوني خبريال جايزه او ستاينليک ورکړ او په کابل کي يې ورته د کار بلنه ورکړه ، چي نوموړي ورسره ومنله او اوس د ملګرو ملتونو د قومي اړیکو په څانګه کي کار کوي  ، د کار تر څنګ يې د کابل پوهنتون ته د کانکور  ازموينه ورکړه او پښتو ادبياتو ته په لوړه نومره بريالی سو چي اوس په دوهم سمستر کي درسونه لولي .

هيره دي نه وي چي د آريانا ټلويزويون سره يې د درې کالو او دوو مياشتو څخه وروسته د ملګرو ملتونو د کار په خاطر  دندي ته د پای ټکي کښېښود .

عبدالودود هجران یو سپیڅلي ، ‌ذکي او د وطن په درد دردمن ژورنالیست دي چي د هلمند غوندي په ناکراره ولایت کي ئې یوازي د یو رښتني احساس لمخي په ډیرو سختو حالاتو کي د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک ته ژمن پاته شوی دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery