مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پوهنمل رحمت ځواکمن

benawa afghanistan
هادي
پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن د الحاج محمدرزاق زوى په ١٣٣٨ هجري لمريز کال د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.
پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن د الحاج محمدرزاق زوى په ١٣٣٨ هجري لمريز کال د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. د خپل پلار تر څارنې او روزنې لاندې يې پر اسلامي فقې او فارسي ادبياتو سربيره دغه رسمي زده کړې سرته رسولي دي:
 لومړنۍ او منځنۍ زده کړې: نوموړي زده کړې يي د چپرهار په ليسه کې په ١٣٥٧ هجري لمريز کې پاى ته رسولي دي.
 لوړې زده کړې: په ١٣٦١ هجري لمريز کال په کابل کې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاريخ او جغرافيې له څانګې په لومړۍ درجه فارغ شوى دى.
- تخصصي زده کړې:
 لومړۍ ماستري: په ١٩٩١ ميلادي کال کې يې د لوړو او مسلکي زده کړو د وزارت له خوا د اوکراين هيواد ته تحصيلي بورس ترلاسه کړ او په ١٩٩٤ کې يې د هغه هيواد  د خارکوف له دولتي پوهنتون د جيولوجي او جغرافيې له پوهنځي د طبيعيت او طبيعي منابعو د ساتنې، ګټې اخيستنې او چاپيريال ساتنې له ديپارتمنت د ماسترۍ
(Master of Science in Geography) ديپلوم ترلاسه کړ.
 دوهمه ماستري: د هالند په هيواد کې يې د تحصيلي اسنادو له ارزونې وروسته هالنډي ژبه Nederlands د لوړو زده کړو په کچه زده کړه او په ٢٠٠٤م کې يې د ژبې له دولتي آزموينې وروسته د آمستردام په پوهنتون کې د پوست ماستر په زده کړو کې د شموليت چانس ترلاسه کړ.
ښاغلي ځواکمن د ٢٠٠٦م کال د جولاى په شپږمه د آمستردام له پوهنتون نه د درس ورکولو د صلاحيت د ترلاسه کولو په برخه کې د خپلې دوهمې ماسترۍ Master of Science Teaching Geography ديپلوم ترلاسه کړ.
- دندې:
 د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاريخ او جغرافيې په ديپارتمنت کې يې له ١٣٦٢ نه تر ١٣٧٠ هجري لمريز کال د استاد په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه د هغه پوهنتون د شپې پوهنځي او اقتصاد پوهنځيو کې يې هم د اقتصادي جغرافيې درس ورکړى دى.
 ښاغلي ځواکمن په ١٣٦٩ او ١٣٧٠ کې د ښوونې او روزنې د پوهنځي مرستيال پاته شوي دي. له ١٣٦٣ نه تر ١٣٦٧ د ننګرهار پوهنتون د آماده ګۍ پوهنځي مسؤل هم و.
 د ٢٠٠٦ ميلادي څخه تر ٢٠٠٨ ميلادي د هالنډ هيواد د فليفولند د تحصيلي مرکز د اقتصاد برخې د توريزم په څانګه کې د توريستي جغرافيې او توپوګرافي د استاد په توګه په رسمي دنده بوخت و.
 له ٢٠٠٨ ميلادي څخه تر2010 د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د جغرافيې د ديپارتمنت مشر و.
- فرهنګي او ادبي هڅې:
 له ١٣٦٣ نه تر ١٣٦٧ د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي شورا ريس و. په همدې موده کې د افغانستان د ځوانو ليکوالو د انجمن په مرکزي شورا کې د ختيځ زون استازى او د همدې زون د ځوانو ليکوالو د انجمن مشر و.
 دا څو کلونه په هالنډ کې د يوشمير نورو فرهنګپالو سره په افغاني کلتوري ټولنه کې په هڅو بوخت دى او د نوموړې ټولنې مشر هم پاتې شوى دى.
- خپاره شوي آثار:
 د ننګرهار کرنيزه جغرافيه: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کرنې کيميا او بيولوژي د علمي مرکز خپرونه، کابل ١٣٦٨.
 شوګيرونه: د شعرونو لومړى ټولګه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت خپرونه، کابل ١٣٦٩.
- د پوهنمل رحمت ځواکمن دغه لاندې آثار چاپ ته چمتو دي:
 د ستورو سلګۍ: دا د نوموړي د شعرونو دوهمه ټولګه ده چې په ١٣٧٠ کې د افغانستان د ليکوالو انجمن چاپ ته ليږلې وه خو د جګړو له امله له چاپه پاتې شوه.
 وروستنى تفتيش: دا د طنزونو يوه ټولګه ده چې ګڼ شمير يې د هيواد په ورځپاڼو او مجلو کې هم خپاره شوي دي. نوموړې ټولګه له ١٣٦٩ راهيسنې چاپ ته تياره ده.
 د ننګرهار تاريخي جغرافيه: د نوموړي اثر لومړۍ برخه په ١٣٦٩ کې د ننګرهار ورځپاڼې په څو ګڼو کې هم خپره شوې ده.
 د افغانستان د خيځې برخې طبيعي منابع: دا د ماسترۍ تيزس دى چې په اوکراين کې په ١٩٩٤ کې په روسي ژبه ليکل شوى دى.
 د شعرونو دريمه ټولګه: په نوموړې ټولګه کې هغه شعرونه چې نوموړي له هيواده بهر ليکلي راټول شوي دي.
- ځينې نورې ليکنې:
 ژوره څيړنه: دا يو تحقيقي او څيړنيز اثر دى چې ښاغلي ځواکمن په کې د هالنډ د امستردام په پوهنتون کې د ماسترۍ د زده کړو په پاى کې د خپل يو بل همکار رودي وان بروخين سره د هالنډ د هيواد په منځنيو زده کړو کې د جغرافيې د يوه ځانګړي ميتود اغيزمنتيا ارزولې ده.
 طرحه: دا د نوموړي د نويو درسونو يوه لړۍ ده چې نوموړي په هالنډ کې د خپل عملي کار په ترڅ کې د يوه کالج شاګردانو ته په مهاجرتونو د بحث او خبرو اترو لپاره طرحه کړې ده او د يوې رسالې په بڼه د کمپيوتر پر مټ شاګردانو ته د مستقل کار لارښوونه کوي.
 د پوهنې وزارت اړوند د جغرافيې د نهم ټولګي د درسي کتاب او د ښوونکي د لارښود کتاب او د يوولسم ټولګي د درسي کتاب مؤلف دى.
 د پوهنې وزارت اړوند د جغرافيې د درسي کتابونو او د ښوونکو د لارښود کتابونو د مسلکي ايدت کار يې هم ترسره کړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery