مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ادب پر تخت ناست ټولواك لوى احمد شاه بابا

محمد معصوم هوتك

محمد معصوم هوتك

د 1747 م كال د جولاى مياشت او د غنمو وږي ژړ سوي وه. د كندهار د اوسني ښار په اووه كيلو مترۍ كي د شير سُرخ زيارت د ماجر څنګ ته د قام درانه راغونډ وه او د يوه ستر اقدام او درانه ګام اخيستلو پر سر يې خبري كولې. دا اقدام د هيواد له پاره د مشر ټاكل و. دوى نهه ورځي سره جرګه ول، تر خبرو څه نه وتل او فيصلې ته نه رسېدل. په پاى كي جرګه والو د زيارت د مجاور پر ټاكنه آمين ووايه او د جرګې يو پټ خولى پنځه ويشت كلن غړى يې چي د خبرو په ټول بهير كي يې په پټه خوله د مشرانو نظريو ته غوږ نيولى و، د اولس د مشرۍ لپاره وټاكه او په سر كي يې د غنمو وږى ور وټومبه. دا ځوان احمدخان نومېده، چي وروسته احمدخان ابدالي سو، ورپسې احمدشاه درانى او په پاى كي د ملت بابا، لوى احمدشاه بابا سو. (1) د معاصر افغانستان د تاداو خښته يې كښېښودله او هغه ارمان ته يې تحقق وركړ چي تر ده وړاندي ملي قايد حاجي ميرويس خان نيكه  ګور ته ورسره وړى و. احمدخان ابدالي كه د شېر سُرخ د جرګې په غړو كي تر ټولو زلمى و خو نوموركى شخص نه و. د ده پلار نيكه د ابداليو پښتنو خانخېل او مشران تېر سوي وو. پلار يې زمان خان نومېده او په هغه جګړه كي وژل سوى و چي د عبدالله سلطان زوى الله يار خان سدوزي په ملاتړ د هرات په بالاحصار كي سوې وه. د زمانخان مشر نيكه سدو خان نومېدى چي د شاه عباس صفوي په دربار كي د ابداليو قبيلو د مشر په توګه شامل و. د سدوزيو پښتنو نسبي مبداء له همدغه سدوخانه را پيل سوې ده.
ابداليو پر هرات باندي واكمني درلوده او تل يې د بهرنيو تېريو په وړاندي د ملي مقاومت مورچل تود ساتلى و.
د احمدخان د زېږېدني نېټه پوره څرګنده نه ده. د تاريخ احمدشاهي مولف محمود الحسيني د افشار نادر په باب د بيان په ترڅ كي د هرات نيولو ته اشاره كوي، وايي "... آنحضرت (احمد خان . م . هـ) را كه هنوز در آن اوقات در سن ده دوازده سالګى بودند راه احتياط با برادر و اعمام كرام اكثر آوان در اردوى خود ميداشت ..." (2) موږ ته معلومه ده چي احمدخان د افشار نادر په لاس د هرات د نيولو په وخت كي د نوموړي له اردو سره يو ځاى سوى نه دئ بلكي هغه وخت چي كندهار د نادر لخوا تر يوه كال كلابندۍ وروسته تسخير او د هوتكو پاچهي نسكوره سوه، له خپل ورور ذوالفقار خان سره يو ځاى د كندهار له بنده خوشي او نادر پخپل پوځ كي شامل كړ. دا د 1150 _ 1151 ق كلونو پېښي دي. په دغه وخت كي احمدخان "لس دوولس كلن" ښوول سوى دئ. چي ګويا زېږېدنه يې د 1138 _ 1141 ق تر منځ كلونه كښېباسي. ډاكټر ګنداسنګهـ سره له دې چي وايي "په تاريخ كي د احمدشاه د زېږېدني سمه نېټه څرګنده نه ده"، بيا هم تر يو لړ محاسبو او اټكلونو وروسته ليكي "احمدشاه درانى ... په 1722 م كي له الكوزۍ زرغونې څخه په ملتان كي وزېږېد" (3) په 1722 م كال كي د 1135 ق كال يوه برخه شامله ده. (4) مرحوم مير غلام محمد غبار تر يو لړ دلايلو وروسته ليكي "از مجموع اين تفاصيل بايستى اين نتيجه ګرفت كه احمدشاه در سال 1135 هـ هرات تولد شده ..." (5) اكاډميسن پوهاند عبدالشكور رشاد "لوى احمدشاه په 1133 هـ ق يا 1135 هـ ق په هرات كي زېږېدلى دئ" (6) همدې مطلب ته يې په لمنليك كي كښلي دي "په ځينو كتابو كي د لوى احمدشاه بابا زوكړه په ملتان كي ښوول سوې ده." په دې ټولو روايتو كي وينو چي 1135 ق كال ډېر پلويان لري خو بيا هم د لوى احمدشاه بابا د زېږېدو پر نېټه باندي غوڅ اتفاق نسته. (7) په ملتان كي د لوى احمدشاه بابا د زېږېدو خبره پر حدسياتو ولاړه ده او غښتلى سند نلري. د پښتنو د دغه ستر زعيم، پياوړي فاتح سلطان مړينه د 1186 ق كال د رجب پر شلمه د جمعې په ورځ د كندهار په توبه كي پېښه ده چي دا نېټه د 1772 م كال د دسمبر له 23 سره برابره ده.
لوى احمدشاه بابا يو مصلح، مفكر، ملت ساز، عالم او شاعر ټولواك او په ورځني ژوند كي مودب، مهذب، متواضع او زړه سواند شخصيت تېر سوى دئ. دى د يوه مهربان ملي زعيم په توګه د هر رښتيني افغان په زړه كي ځاى لري. ده غوښتل پښتانه پر يوه غښتلي واحد مركز باندي سره راغونډ او ملت ځني جوړ كړي. همداسي يې وكړل. د ده فتوحات او پوځي كارنامې د نړۍ د دغي سيمي د تاريخ يو ستر فصل دئ چي زما په همدې ليكنه كي يې د تفصيل ګنجايش نسته. نوموړي د پوځي كارنامو پر څنګ عمراني كارونه، ادبي و علمي هڅي سرته رسولي دي. د ده په امر و لارښوونه د كندهار اوسنى ښار ودان سو (1169 ق)، د كابل ترميم او لس دروازې يې وركړې (1166 ق)، په مكه معظمه كي د افغاني حاجيانو لپاره كاروانسراى (رباط افغاني) جوړ سو (1170 ق)، د تاشقرخان (خلم) د ښار تاداو يې كښېښوو (1165 ق)، په فراه كي د لاش كلا جوړه سوه (1177 ق)، په سندهـ كي يې د حيدرآباد ښار بنا كړ (1182 ق)، په ډهلي كي يې احمدشاهي مسجد ودان كړ.
لوى احمدشاه بابا په پوځي فعاليتونو كي له زيات مصروفيت سره سره علم، فرهنګ، ادب او شاعري هم له پامه نه ايستل. دى پخپله هم عالم او فاضل سړى و. مېجر راورټي خو يې د "مولوي" په نامه يادوي؟ (8) د ده په دربار كي علماوو ته په درنه سترګه كتل كېدل. ملا شاهو هوتك (ملا ارادت) يې د دربار علمي مشاور و. د پښتو ژبي فاضل شاعر ملا پيرمحمد كاكړ د ده د كورنۍ د غړو او په خاصه توګه د شهزاده سليمان استاد و. له فرهنګ سره د ده د ميني ډېر ښه ښكارندوى د ده په امر د لومړي ځل لپاره په كندهار كي د "بيت الاشراف" په نامه د ملي موزيم جوړېدل دي(1168 ق). ده په عربي، پاړسي او پښتو ادب كي مطالعه درلوده او په همدغو ژبو يې شعر وايه چي زموږ د موضوع اساسي برخه هم د ده پښتو شاعري ده. لوى احمدشاه بابا د خپل وخت مروجه شاعري كړېده. غزل يې ويلى، قصيده و رباعي و مخمس يې ويلى، الفنامه يې ترتيب كړې، معماوي يې نظم كړي او ښه په مړه ګېډه يې شاعري كړې ده. له رباعياتو او الفنامې پرته يې د بيتو شمېر تر درو نيم زرواوړي. په شاعري كي چا د خوشحال خان و رحمان بابا پيرو بللى او چا يې په كلام كي پر همدې دوو سربېره د روښانيانو او پيرمحمد كاكړ د سبكونو اغېزه ليدلې ده. په پښتو شعر كي د سبك مساله لا ډېر نور كار ته اړتيا لري او تر كومه ځايه چي د لوى احمدشاه بابا په شعر اړه لري، زه د ښاغلي حبيب الله رفيع دا خبره منم چي د بابا كلام ځانته خپلي ځانګړتياوي لري. لوى ټولواك مينه ناكه شاعري هم كړې ده او تصوف يې هم ږغولى دئ. ماته يې پر شعر باندي د تصوف اغېزه ډېره غالبه ښكاري او دې كار يې د شعر معنوي و شكلي جوړښت ور متاثر كړى او په ځينو برخو كي يې دومره سره پېچلى دئ چي د شعر په پوهېدلو كي يې لوستونكي ته ستونزي پېښېږي. په كلام كي يې قافيوي او فني نيمګړتياوي زياتي ليدل كيږي او ښاغلي رفيع صاحب خو يې كلام "د رحمان بابا د شعر له سلاست او د خوشحال بابا د شعر له صلابت ته راټگيټ" بولي او زياتوي چي شعر يې "ان كله كله له فني ګډوډيو، د قافيې له ګڼو عيبونو سره مخامخ او د بحرونو او سېلابونو له كچ او مېچ نه پرېوتى دى" (9) ما چي تر كومه ځايه د بابا په كلام كي مطالعه كړې، راته څرګنده سوې ده چي د ده پر شعر د اولسي سندرو او بدلو اغېزه ډېره پرته ده او شعرونه كه يې د اولسي سندرو او بدلو پر ټون برابري ولوستلي او د بابا خپله لهجه هم ورسره په پام كي ونيول سي، فني عيبونه يې يوه اندازه له منځه ځي. خو له دې سره سره دا يو حقيقت دئ چي په شعر كي يې فني و قافيوي عيبونه او خامۍ د ان د پاسه دي په تېره بيا په هغو غزلو كي چي په اوږده بحر كي ويلي سوي دي. د لنډ بحر عزلي يې په پرتليزه توګه ډيري عيبجني نه ښكاري. خو د دېوان ځيني غزلي يې بيا له دغو عيبو او خاميو څخه سمي دمي دي. زه فكر كوم چي د بابا شعر د داسي چا لخوا تنقيح سوى دئ چي په پښتو شعر كي د لوى لاس څښتن و. دا سړى په غالب ګومان پيرمحمد كاكړ دئ. لكه وړاندي چي مي وويل ، پيرمحمد كاكړ د لوى احمدشاه بابا د كورنۍ استاد و. د بابا پر كلام يې د شعر اغېزه ليدل كېداى سي. تر كومه ځايه چي ما د لوى احمدشاه بابا او پيرمحمد كاكړ كلام سره پرتله كړى دئ، د مطالبو په انتخاب، د كلماتو او تشبيهاتو په اداكولو كي مي ځيني داسي مشابهتونه پكښي موندلي دي چي د سړي په ذهن كي دا ګومان پياوړى كوي چي يا خو د بابا پر شعر د پيرمحمد كاكړ كلام اغېزه كړې ده او يا خو پيرمحمد كاكړ په سر سره د بابا د شعر د تنقيح كار سر ته رسولى دئ. ښايي وويل سي چي مشتركات خو په ټول پښتو و پاړسي ادب كي سته. دا خبره سمه ده خو په احمدشاهي دربار كي د پيرمحمد كاكړ موجوديت او پر څنګ يې بيا د بابا په دېوان كي د ځينو غزلو كمزوري او د ځينو قوت و پياوړتيا څوك دې ته اړ باسي چي د لوى احمدشاه پر كلام باندي د پيرمحمد كاكړ اغېزه د يوه غښتلي احتمال په توګه ومني. په شرقي دربارو كي به د پاچا شعر د دربار د نورو شاعرانو او پوهانو لخوا اصلاح كېدئ او هغه د چا خبره "صحت و سقم" به يې وركاته. په پښتو و پاړسي ادب كي د دغه راز سمونو خورا زيات مثالونه موندل كېداى سي.
د احمدشاهي عصر له تاريخي جرياناتو څخه څرګنديږي چي د احمدشاه بابا تر مړيني وروسته د پيرمحمد كاكړ مقام او منزلت ته تر يوې اندازې صدمه رسگېدلې ده. دا ځكه چي د شهزاده سلېمان په پاچا كېدلو كي به يې د نوموړي د استاد په صفت له اشرف الوزراء شاوليخان باميزي سره چي د شهزاده سلېمان خُسر كېدى، مرسته كړې وي. كله چي شهزاده تېمور له هراته كندهار ته راستون او د پاچهۍ تخت يې ونيو، د شهزاده سلېمان پلويان يې د شاوليخان په ګډون له منځه يووړل. د پيرمحمد كاكړ نوم هم وورسته په دربار كي له پاملرني ولوېد. نوموړى كه څه هم تر (1216 ق) پوري ژوندى و. (10) خو هغه قدر و منزلت يې نه درلود چي د لوى احمدشاه بابا په ژوند كي ورته ميسر و، د پيرمحمد كاكړ په دېوان كي له تېمورشاهي دوران څخه سر هم ټكول سوى دئ (11) او د دېوان د لږ تكثيرېدو په كار كي يې سياسي ملاحظاتو اغېزه كړې ده. پخپله د لوى احمدشاه بابا په دېوان كي د تاريخي پېښو يادونه بيخي پر نسته شمېرل كيږي. له يو دوو پېښو پرته نور نه د كومي حادثې نوم اخلي نه د كوم پښتو يا پاړسي شاعر يادونه كوي. كه يې دا كار كړى واى، زموږ سره به يې د بابا پر فرهنګي ژوند باندي د زياتي تبصرې امكانات برابر كړي واى. د دغه راز يادونو دود په پښتو و پاړسي دېواني ادب كي د بابا تر زمانې او تر هغه را وروسته لا باب و. په دې باب به زه وروسته وږغېږم. لوى احمدشاه بابا د فرهنګي هڅو په نتيجه كي موږ ته ښه پوره اندازه مواد پرې ايښي دي چي په دې ټولو كي يې د پښتو دېوان د يادوني وړ ځاى لري.
د دغه دېوان په باب د څېړونكو نظر دا دئ چي د پښتو شاعرۍ دغه مغتنمه مجموعه په دوو پړاوو كي تهيه سوې ده. هغه چي د ده د واكمنۍ پر څلرم كال راغونډه سوې ده او هغه چي د ده تر مړيني وروسته يې د ترتيب چاري سرته رسېدلي دي. د لومړي پړاو نسخې يې ښه ډيري سته او د نړۍ په زياترو پښتو مراكزو كي موندل كيږي خو د دوهم دا يې "محدودي و معدودي" بلل سوي دي (12) چي له دغو محدودو و معدودو څخه يې له بده مرغه يوه لا هم زما په واك نسته. د لومړي پړاو شاعري يې هم پر دوو برخو وېشلې ده. په ځينو شعرو كي يې ځان "احمد" بللى او په ځينو كي يې "احمدشاه". د دېوان د وروستي چاپ د سريزي د فاضل ليكونكي په نظر "د دغه دفتر په اكثرو شعرونو كښې د ده نوم تش (احمد) راغلى او يوازي هغه غزلي يې (احمدشاه) لري چي د شاهۍ پر وخت يې ويلې" (13) ماته دا قاعده عامه نه ښكاري. دا لاندي فردونه د هغو غزلو دي چي تر بشپړ لوستلو وروسته څوك ويلاى سي چي دا وخت د بابا د شاهۍ زمانه وه :
اې "احمده" دنيا تېره په هــــــــــــــــر چا ده
ستا په توره به بل وخت فخر پښتون كه
......
زه "احمد" دنيا فاني ګڼم چي نسته
دنيا پاته له ايمانه به ســــــــــــــره ځم
.....
شاهانه درومې "احمده" !
د بزرګانو له الطــــــــــــافه
.....
"احمد" سو په ځـــــان خبر
خاوري سو د يـــــار د ور
د دې غزلي سر داسي دئ :
كه شاهي ده كـــه مي سر
ټول به جار كـــــړم تر دلبر
.....
په برېښنا د توري ژوند كوه "احمده" !
د بري جولان په لور د هر ديــــــــــار كه
لكه وړاندي چي مي وويل د لوى احمدشاه بابا په دېوان كي د نورو زياترو شاعرانو په شان د تاريخي پېښو انعكاس ډېر لږ ليدل كيږي. د ده په ټول دېوان كي يو دوه ځايه پر داسي اشعارو پېښېږو چي په هغو كي ځينو تاريخي وقايعو ته اشاره سوې وي. يو يې د "هـ" رديف په يوه غزله كي د "فريد و حميد" واكمنيو ته اشاره ده :
د فريد و د حميد دور به بيـــــا سي
چي زه وكاندم پر هر لوري تاختونه
او بله يې د "م" رديف يو شعر دئ چي ايران ته د لښكر كښۍ يادونه لري :
چي د هند د ملكو فتحه مي روزي سوه
نور ايران لره په توغ په نغــــــــــــــــــاره ځم
پر لومړۍ غزله باندي له تبصرې څخه تېرېږم. دوهمه غزله د تبصرې وړ ده او يو څه نوك په جګيږي. په دې غزله كي لوى احمدشاه بابا د "هند د ملكو" فتحه بشپړ سوى كار بولي او اېران ته تګ له "توغ و نغارې" سره بيانوي، اېران "تر خپل نګين لاندي" او خپله سفر بري "شاهانه" بولي او خداى  ته التجاه كوي چي "پر دا كړي داد پيښېمانه نسي". دا ټول تركيبونه پر دې خبره دلالت كوي چي په دغه وخت كي لوى احمدشاه بابا د هند د پراخو سيمو او دغه راز د اېران پر ځينو برخو واكمن دئ. د دې برم او عظمت له امله د خداى  شكر ادا كوي. په لومړي نظر كي داسي ښكاري چي دا شعر يې پر مشهد باندي د لومړۍ لښكركښۍ په وخت كي ويلى دئ ځكه د دېوان په پاى كي يوه رباعي راغلې ده او په هغې كي د دېوان د بشپړېدو كال "هزار و صد شصت و سه" بلل سوى دئ او مشهد ته د بابا لومړۍ لښكركښي هم په همدې كال سوې ده. خو كه څوك لږ څه په دقت سره د هغه وخت پېښو ته ځير سي، نو د دې شعر له لوستلو څخه داسي نتيجه اخيستل كېدلاى سي چي لوى ټولواك اېران ته له خپل وروستي سفر وروسته ويلى دئ. دا سفر په (1183 هـ ق) كي سر ته رسېدلى دئ. په دغه كال بابا د سردار جهانخان او نصير خان بلوڅ په ملګرتيا مشهد ته په زيات برم و جلال سفر كړى و او علامه حبيبي  مرحوم د مجمل التواريخ د ليكوال له خولې ليكي چي "احمدشاه په دغه سفر كي درې لكه سپاره او اووه سوه توپه لرل." (14) په همدغه سفر كي يې د شاهرخ لور ګوهرشاد د خپل زوى شهزاده تېمور لپاره وغوښتله او په مشهد كي يې په شاهانه درب و دروب سره واده كړل. لښكرو يې تون، طبس، ګلستانه او سلطان آباد فتحه كړل او دى بيرته د هرات له لاري كندهار ته راستون سو. لوى احمدشاه بابا او چي تر دې سفر وړاندي د (1163 _ 1167 ) كلونو تر منځ مشهد ته نوري لښكركښۍ كړي دي، هغه له دومره برم او جلال سره نه وې چي په داسي غښتلي شعر سره دي وستايل سي. كه زما دا اټكل سم وي او بابا دغه شعر په (1183 ق ) كال ويلى وي نو بيا د بابا د دېوان د پاى هغه څلوريځه تر پوښتني لاندي راځي چي د بابا د دېوان د ټولو خطي نسخو په پاى كي راغلې ده :
كتاب ختـــــــــــــــــــــم شو په دوشنبې
يارانو مـــــــــــــــــــــــوږ ځو تاسي دلې
په آخـــــــــــــــــــــــــــــــــــره ورځ د روژې
سنه هزار و صد شصت و سې (15)
ځينو څېړونكو لا (1163) كال د دېوان د استنساخ كال ګڼلى دئ. (16) خو زياتره په دې عقيده دي چي دا څلوريځه د بابا د خپل كلام يوه برخه ده. ماته دغه شعر د بابا خپل كلام نه ايسي او د نوري څېړني وړ يې بولم.
ځكه كه دا شعر د بابا د خپل كلام يوه برخه وي نو بيا د "م" رديف هغه شعر چي پاس وڅېړل سو او په غالب ګومان په (1183 ق) كال ويل سوى دئ، څرنګه په (1163) كي دېوان ته لار وموندله؟ د "م" رديف دا شعر د بابا د دېوان په ټولو خطي نسخو كي سته.
كه دا د استنساخ كال وګڼو نو بيا د بابا د دېوان ټولي موجودي نسخې بايد د بابا په ژوند كښل
سوي وي؟
د لوى احمدشاه بابا نور آثار :
د لوى احمدشاه بابا د پښتو شعر بشپړ دېوان پاته دئ چي وړاندي مو يې يادونه وكړه او وروسته به په تفصيل هم پر وږغېږو. د ده په پښتو دېوان كي څو پاړسي شعره خوندي دي. "د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ" په سريزه كي د ګلستان مسرت په حواله د ده د يوې پاړسي رباغې څرك وركول سوى دئ (17) او د همدې سريزي په پاى كي د محمدشاه رنګيلا د يوه څلوريځي په جواب كي د لوى احمدشاه بابا يوه رباعي هم راغلې ده چي موږ د دغه حاضر متن د متفرقاتو په پاى كي دواړي راوړي دي. د بابا دغه پاړسي رباعي د شعريت له لحاظه يوه رنګينه رباعي ده خو د پاړسي كلام نوري څو بېلګي يې دومره زيات شعري قوت نلري.
لوى احمدشاه بابا په عربي ژبه هم طبعه ازمويلې ده چي څو عربي شعرونه يې د ده د دربار د مشهور عالم خان علوم ملا محمدغوث لخوا ترجمه او شرحه سوي دي. ملا محمدغوث د اخون تركمان زوى د تاج خان لمسى و چي د لوى احمدشاه بابا لخوا د پېښور د قاضي په توګه ټاكل سوى و.
_ علم ګنج د ده د بلي رسالې نوم دئ چي نوموړي ملا محمدغوث د بابا په ژوند شرحه كړې ده.
_ جامع الفوايد احمدشاهي. د دې رسالې د خطي نسخې څرك فاضل استاد پوهاند رشاد د تاجكستان د دوشنبې په ښار كي ايستلى او وايي چي په پاړسي ژبه د تصوف په باب ليكل سوې ده.
_ د افغانستان تاريخ. د دې تاريخ په باب د ارواښاد حافظ نورمحمد كهګداى له خولې خبر سوي يو. وايي دغه تاريخ په پښتو ليكل سوي و.(18)
د ده په اثارو كي الفنامه د يوه جلا اثر په توګه معرفي سوې ده. خو دا الفنامه د ده د پښتو دېوان جزء دئ نه مستقل اثر.
نور بيا ...

 


لمن ليكونه :
1. په ځينو متونو كي د لوى احمدشاه بابا له نامه سره (چارجوغه) هم مل سوى دئ. د مناقب غوث الاعظم مولف ركن الدين ابن منير وايي :
چي د دې كتاب پښتو وته ارزو سوه
بادشاهي ګويا روزي د پښتـــنو سوه
.......
پادشاهي د چارجوغه احمدشاه سوله
د ده مخ د كفر شا په تېښته سوله
(د كندهاري سليمي خطي نسخه)
2. مجمود الحسينى _ تاريخ احمدشاهي _ جلد اول _ ص 35 _ مسكو 1974 ع.
3. ګنداسنګهـ _ درانى احمدشاه (پښتو ترجمه) 20 مخ _ 1366 كابل.
4. سيفي _ محمد اكبر _ تطبيق سنوات _ د كابل چاپ.
5. غبار _ غلام محمد _ احمدشاه باباى افغان _ ص 41 _ 1322 ش _ كابل.
6. ګلشن روه _ سريزه 90 مخ _ 1356 ش _ كابل.
7. همدا سبب دى چي زموږ مشران پوهان د لوى احمدشاه بابا له نامه سره د هغه د پاچهۍ كلونه (1160 _ 1186 ق) كاږي او ما هم د هغو په پېروي په "احمدشاهي كندهار" كي د بابا له نامه سره د هغه د سلطنت كلونه كښلي دي چي ځينو كره كتونكو ته ګويا يوه ستره غلطي ښكاره سوې ده.
8. راورټي _ Selection from the poetry of Afghans _ 289 مخ _ لندن 1862 م.
9. د احمدشاه بابا دېوان _ سريزه _ ى مخ _ 1999 م.
10. د شاه محمود سدوزي په يوه فرمان كي چي د خرقې مباركي د متوليانو په نامه د 1216 كال په ربيع الاول كي صادر سوى او په هغه كي ملا خدا بخش ملاباشي، د كندهار ښار د محكمې امين ملا نصرالله، ملا الياس، ملا دوست محمد او ملا پير محمد او نورو علماوو ته ويل سوي چي د نهر شاهي د حاصلاتو له بابته له حاجي ملا حفيظ الله متولي سره جنجال ونكړي. د همدې سند له مخي موږ د ملا پير محمد كاكړ د ژوند زمانه تر همدغه كال پوري يقيني ګڼو. (وګورئ : تاريخ خرقهْ شريفهْ كندهار _ د عزيز الدين وكيلي ليكنه _ 57 مخ _ 1367 ش).
11. د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ _ د سريزي 19 مخ د معرفت الافغاني د 1356 ش كال د سريزي د 13 مخ په حواله.
12. د احمدشاه بابا دېوان _ سريزه _ ك مخ _ 1999 م.
13. هماغه اثر _ ك مخ.
14. د افغانستان پېښليك _ 164 مخ.
15. په ځينو نسخو كي دوه نور بيته هم ورلوېدلي دي.
آرام وربـــــــــــــــــــــــــــــــاندي نه وي
بيا په صبر يې شي تســـــــــــــــــــلې
احمد په دوعا ياد كاڼئ يــــــــارانو
چي په كار يې شي په ورځ د خولې
16. وګورئ د احمدشاه بابا غورچاڼ _ سريزه _ 25 مخ _ كابل _ 1357 ش. ښاغلي حاجي عبدالحميد هوتك هم په خپل خطي كلكسيون كي د لوى احمدشاه بابا د دېوان نسخه د همدې شعر له مخي د 1163 كال استنساخ ګڼلى او و او ما د دوى د كتابو د لست له رويه د نوموړي نسخې د كتابت كال 1163 ق ښوولى و (وګورئ : زېرى جريده _ 1365 ش كال _ 7،8 ګڼه) چي په دې حساب ګويا دا نسخه هم د بابا په ژوند استنساخ سوې وه؟
17. هماغه اثر _ سريزه _ 21 مخ _ كابل _ 1357 ش.
18. هماغه اثر _ سريزه 22 مخ.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery