مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هارون حکیمي

benawa afghanistan
خالد هادي حیدري

 

 

په 1990مېلادي کال چي دهیواد ښاري سیمي لاآرامي سوي نه وې ،دکندهاراوکلات ترمنځ دښارصفاولسوالۍ دجلدک په سیمه اودمحمدنعیم په کورکي یوکوشنی وزېږېدﺉ چي کورنۍ یې دمحمدهارون نوم پرکښېښووﺉ.
درې کاله وروسته چي دکلات حالات لږڅه سم سول دهارون کورنۍ بیرته دښارصفاسره خدای پاماني وکړه ،
هارون د کوردننه بغدادۍ سېپاره اودیني سبقونه شروع کړل ،خطاطي اورسامي ته یې مخه کړه ،اولنۍ اوممکني معلوماتي اوادبي مطالعې یې شروع کړې  ،په 2001 مېلادي کال یې دکلات په زړه کي شېخ متي بابا ښوونځی پیل کړ ، دانگلیسي ژبي دیوه کورس زدکوونکی سواوددغه وخته یې دشعرونولیکل پیل کړل ،
درې کاله وروسته یې دخپلوزدکړو ترڅنگ دیوې ادبي ټولني ویاندي اودانگلیسي ژبي د ټیټوصنفونو ښوونه پرغاړه واخیسته اوددې ترڅنگ یې د(زابل کلات) جریدې اکثره مقالې هم لیکلې.
په 2005 مېلادي کال کابل ته ولاړﺉ ،درحمان بابا په لېسه کي یې زدکړي پیل کړې اواوله شعري مجموعه (درڼواو اوښکوکاروان یې له همدې ځايه خپره کړه(دتسل په نامه یوه بله چاپ سوې مجموعه هم لري).دښوونځي اوساینسي علومودکورسونوسره په څنگ کي یې دهیواد ورځپاڼي  ،گڼومجلواورادیوگانوسره هم اړیکي ساتلې ، دافغان ادبي بهیر ویاندي یې کوله ،په نوا رادیوکي یې وظیفه واخیسته ،دلېسې اوشنې پاڼي په نومونومجلې یې چاپولې ،بیادبي بي سي رادیودتفریحي اوادبي خپرونوویاند اوجوړوونکی سو ،دبي بي سي سره په څنگ کي یې دلمرتلوېزون ادبي اوهنري پروگرامونه هم پرمخ وړل اودې ته ورته نورکارونه...
هارون دخپل ځوان خو الله ورکړي استعداد له مخي په ډير لږ وخت کي خپل ځان په ټولنه کي مطرح کئ ، په شعر کي ئې د کلونو اوږده لاره په ډیر لنډ وخت کي ووهل او ځان ئې د وتلیو پخو شاعرانو کتار ته ورساوه .
دامهال افغان امریکایي پوهنتون لولي اوتر څنگ یې دبي بي سي رادیو ،سپوږمۍ رادیو اوملي تلوېزون سره دادبي اوعلمي خپرونوپه جوړلوکي  همکارِي کوي.

محمد هارون حکیمي دهیواد یو دهغو غمخورو ځوانانو څخه دی چي په خپله ولایت او سیمه کي ئې دخپل کلتور او ادب مشعل په ډيرو سختو حالاتو کي بل او ځلاند ساتلی دی په یوازي سر ئې  لوي مشاعرې او کلتوري ټولني جوړي کړي دي .
دده مینه د پښتو ادب او کلتورسره هغه څه دي چي زموږ دغه ځوان او ښکلي حکیمي ئې نن ورځ ددې ژبي خدمتګار ګرځولي دي . دده میلمه پالنه  او په خاصه توګه د لیکوالو ، شاعرانو او هنرمندانو په وړاندي دده دپښتو سره مینه  په زبات رسوي

حکیمي نه یوازي یو ښه لیکوال او شاعر دي بلکې یو ډیر ښه ویاند  هم دی ، ښکلي شخصیت او ښه اخلاق لري . په دونه تنکۍ او تانده ځواني کي دژورنالیزم اصولو ته ژمن ژورنالیست دئ   چي په رښتنولی عقیده لري دپراخواړیکوساتل ،شعراونثرلیکل یې خویونه دي.

 

د ښاغلي هارون حکیمي د شعرونو څو ټوټې :

ته!  

زړه خومي غواړي
خو!
ته هیڅ نه راځې...
په دې خاصیت کي
ترتامرگ لاښه دی،
ډ ېروته
 ډېرکله
پخپله ورځي..

 

لمرڅرک!
بیټ، ښالم او نازو ستاسي برکت دی
چي د خپلي جغرافیې په نوم یادېږم

زماچي سترگي دگرگین په وینوسرې دي
په سرکښه کندهار خیال کي اوسېږم

میرویس خانه تاچي لولمه باغ باغ سم
ستا په زغم ستا په غیرت باندي نازېږم

خوچي ورورعبدالعزیزمي مخ ته راسي
پاڼي اړوم  له بابه یې تېرېږم

کله کله دافغان په نامه ویاړم
کله کله دافغان په نوم شرمېږم.


غزل
تاچي مړې کړلې ډېوې! نوزه هم  ځمه
ترخې سوي ایسي شپې !نوزه هم  ځمه

حوصله مي د فلک امتحان یووړه
ته مي ساه ساه ازمويې! نوزه هم  ځمه

زماله سترگو گرېوانونه اوښکي اوري
چي تې نه راوچوې! نوزه هم  ځمه

ستاپرسرمي گرده کلی پردی کړی
اوس چي ته هم راڅه ځې! نوزه هم  ځمه

دشبنم پر پلو راتلمه چي لمرتود سو
راڅه ورکي سوې کوڅې! نوزه هم  ځمه

ستا دمړوسترگوتصویر زماپکار وو
تاچي واړولې مړې! نوزه هم  ځمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery