مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دنبوي غزاګانو لړۍ (۹) برخه ، د بدر غزا.

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل

 دنبوي غزاګانو لړۍ  (۹) برخه ، د بدر غزا.
 
ليکوال   : علامه ، محقق محمدمعین الدین ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .

ګرانومجاهدینواومسلمانانووروڼو په اتمه برخه کي ماداوتاسي وویل چي وبدرته په تلوتلوکي چي کله داسلام پیغمبر  دمکې دکفارو له زبردستي لښکرکښۍ څخه خبرسو اوپه دې باندي پوه سوچي زیات احتمال ددې سته  چي زموږ اودکفارو ترمنځ سخت برخوردراسي ، سره له دې چي تردغه مهاله دیوه صحابي په فکرکي هم  دجنګ دوقوع احتمال نه ؤددوۍ په فکرکي صرف دقریشو قافله اودهغې راګرزېدل ؤ .
دمبارک علیه السلام زیات فکر په انصارو صحابه ؤ کي بندؤچي سبب ددې په تيره برخه کښي تير سو ، په همدې سبب يې څلور واره له صحابهء کرامو څخه د مشورې غوښتنه وکړه ، او أصلي مقصد دده مبارک دا ؤ چي انصار وده مبارک ته ډاډ او تسله ورکړي  ، چي په نتیجه کښي اول ځل أبوبکر ولاړ سو او د صداقت او صديقيت په مبارکه خوله يې وده مبارک ته تسله ورکړه ، او په دوهم ځل حضرت عمر فاروق ولاړ سو او په عُمري او فاروقي شجاعتمندانه الفاظو سره يې وده مبارک ته تسل ورکړ ، او دریم ځل مقداد بن أسود ولاړ سو او داسي الفاظ يې په خپله خطبه کښي کار کړل چي د هغوۍ په سبب د اسلام د پيغمبر په مبارک مخ کښي د خوشحالۍ انوار وځليدل ، په څلرم ځل د انصارو رئيس سعد بن معاذ (رضي الله عنه) د اسلام وپیغمبر ته وويل چي اې د خدائ رسوله ! موږ پوه سوو چي په دغه بار بار مشوره غوښتلو کښي اصلي مطلب ستا د انصارو له طرفه دزړه ډاډ حاصلول مقصد دي ، او پیغمبر (عليه السلام) ورته وفرمايل چي هــــــو  ! 
نو پدې وجه حضرت سعد بن معاذ ولاړ سو  اوپه داسي اندازه سره ئې دانصارونمایندګي وکړه اوداسلام وپيغمبر ته  ډاډورکړچي دقیامت ترورځي پوري وهرمجاهدقوم ته دعبرت ، همت اوشجاعت اودالله په لارکي دفداکارۍ لوۍ  درس اوتعلیم موجوددئ   .
د حضرت سعد بن معاذ (رضي الله عنه) د تقرير عربي الفاظ  :
يا رسولَ الله ! قد آمنا بکَ وصَدَقناکَ وشَهِدنا أن مَا جِئتَ به هوَ الحَق ، و أعطيْنَاکَ علی ذلکَ عهُودًا ومَواثيقَ علی السمع والطاعة ، ولعلکَ يا رسولَ الله ! خرَجتَ لأمْرٍ فأحدَثَ اللهُ غيرَه ، فامْضِ لمَا شئتَ ، وصل حبَالَ مَن شئتَ ، واقطعْ حبالَ مَن شئتَ ، وسالِمْ مَن شئتَ ، وعادِ مَن شئتَ ، و خُذ مِن أموالِنا مَا شئتَ ، واعْطنَا مَا شئتَ ، ومَا خُذتَ مِنا کانَ أحَب الينَا مما ترَکْتَ ، و مَا أمرتَ به مِن أمرنا فأمرنا طبعٌ لأمرکَ ، لئن سرت َ حتی تأتي برک الغماد لنُسَيرَن معکَ ، فوالذي بَعَثکَ بالحق لو استَعرَضتَ بنا هذا البحرَ لَخُضناه ، وما تَخلف منا رجلٌ واحدٌ ، وما نَکْره أن تلقي عدُونا انا لَصبر عند الحربِ ، صدق عندَ اللقآء ، ولَعلّ الله يریکَ منا ما تقِرّ بِه عينکَ ، فسرينا علی برکة الله  .  (شرح مواهب لدنية ج۱ ص ۴۱۳) .

ترجمه   :
يعني اې د الله رسوله ! موږ پر تا باندي ايمان راوړئ او موږ ستا تصدیق وکړ ، او ددې خبري شاهدي مو ادا کړه چي په کوم څه چي تاراتګ کړئ دئ همغه حق دئ ، او پر دغه خبره باندي موږ وتاته پوخ او ټينګ ميثاق او عهد هم درکړئ دئ  .
اې د خدائ رسوله ! ته له مدینې څخه په يوه اراده راوتلئ يې بيا الله تعالی ستا له ارادې څخه ماسوا يو بل صورت پيدا کړ ، چيري چي غواړي هلته تشريف يوسه ، چي ستا خوښه وي د هغه سره تعلقات قائم کړه او د چا سره چي دي خوښه وي تعلقات ورڅخه پرې کړه ، د چا سره چي غواړي صلحه وکړه او چي ستا خوښه وي د هغه سره دُښمني وکړه (اې د الله رسوله ! ) ته چي ځموږ له مالو څخه څونه غواړي هغونه واخله او څونه چي غواړې هغونه پريږده ، او څونه چي ته ځموږ له مالو څخه واخلې هغه موږ ته ډير محبوب او خوښ دي تر هغه چي ته يې موږ ته راپريږدې ، او چي د کوم شي حکم راته کوې  موږ به د هغه تابعداري کوو ، کچيري ته تر «برک الغماد» پوري هم تلل غواړې نوموږ به ستا سره ضرور ځو ، ځموږ دي قسم وي په هغه خدائ چي ته يې مبعوث کړئ يې په حقه سره کچيري ته موږ ته په سمندر او درياب کښي د غوټې او لوېدو حکم وکړې نو موږ بې ومنو او ځموږ څخه به هيڅوک هم شاته نسي پاته ، له دښمنانو سره مقابله پر موږ باندي هيڅ بار نه دئ ، موږ به په جنګ کښي ثابت قدمه اوسو  ، اې د خدائ رسوله ! اميد دئ چي الله تعالی به له موږ څخه هغه عمل تاته درښکاره کړي چي ستا سترګي په يخيږي  ، بس د الله پاک په بهروسه درځه  ! .
نور بيا .    .    . 
والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery