مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارواښاد محمد علم بڅرکی پیاوړې ملي، ټولنیز،او فرهنګي شخصیت

انجنیر عبدالقادرمسعود

 
ارواښاد محمد علم بڅرکی زموږ دهیوادنامتواو پیاوړې ملي، سیاسي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیت
زموږ ګران هیواد افغانستان دسترو ننګیالیو، میړنیو، توریالیو او اتلانوټاټوبې دی . همدوی وو، چې د تاریخ په اوژدو کې یې د بلوسګرو او دښنو ګوزارونو پر وړاندې خپلې سینې ډال کړې ،   اودخپل هیواد د ژغورنې،  ملي  ، سیاسي خپلواکۍ، آزادۍ، سولې، سوکالې، د ملي  او ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، جالونو، او نورو پيژندنښو  د دفاع او خوندیینې لپاره یې په ټوله رښتینولۍ، ټینګ هوډ، او میړانه مبارزه کړې ده، هیواد والو ته یې د ملي یوموټیوالي او هیواد پالنې لوستونه ورکړي دي . تر څنګه یې بیا د کورنیو زور واکانو پر وړاندې د ولسواکې، ملي او سیاسي حقوقو د لاسته راوړنې لپاره قلمي، خیاباني او پارلماني هلې ځلې کړې دي . له دې لامله زموږ رښتیاپال او حقپال هیوادوال د دغو ټولو ملي او تاریخي سټو پر سر ښندنو ملي، سیاسي او فرهنګي کارنامو ویاړي، نمانځغونډې ورباندې جوړوي او یادونه یې ژوندي ساتي .  یو له دغو تلپاتې او تلژوندیوسیاسي ، فرهنګي او ملي سټو څخه ارواښاد (محمد علم بڅرکی) وو . چې د ژوند زیاته برخه یې د یوه  سیاست پوه، ټولنیز پوه، سیاسي جنګیال، فرهنګیال او وتلي لیکوال او شاعر  په توګه  د خپل هیواد او هیوادوالو د سر لوړۍ او سوکالۍ لپاره ځانګړې کړې او په همدې پاکه مینه یې ډیرې توکیز او مانیز زیانونه او تاوانونه زغملي او ګاللي دي .
ژوند لیک :
ارواښاد((محمدعلم بڅرکی)) د حاجي محمد انور خان زوی دی . په یوه ، ملي،  سیاسي، ادبي او فرهنګي کورنۍ کې پر (۱۹۲۱) زیږدیزکال دسویلي پښتونخوا په  ګلستان کلي کي زیږیدلی دی . د ده پلرونه او نیکونه  د هغې سیمې مخور مشران اوخانان ول .  دی د حاجي سعادت خان لمسی، دیار محمد خان کړ وسی او د روشندل خان کودی دی . روشندل خان داحمدشاه بابا په دربار کې د دفتر مشر وو، او له دې لامله  د(( عرض بیګي ))په نامه  یادیده . دبڅرکي صاحب کورنۍ داڅکزیو یوه  روښانده  او مترقي کورنۍ وه ، چې  تل یې د خپلو خلکو په روزنیزواوښوونیزو چارو کې  کارنده ونډه درلودلې،  دوی د مخکښو او میړنیو شخصیتونو په توګه په علمي، ټولنیز، سیاسي، ملي ، ادبي چارو او بیا سوداګریوو برخو کې ډیر اغیزمن نقش او رول لوبولی  دی . دبڅرکي صاحب مور (بي بي امینه) نومیده او دعبدالواحدخان پوپلزي لور وه . عبدالواحدخان په ارغستان کې اوسیده او پر خپل وخت  د پوهې او نوم و نښان څښتن وو،  چې له امیر عبدالرحمان خان سره د اړپیچ او اختلاف  پر بنسټ د کوټې ښار ته شړونې (تبعید) شوې وو .  د تکړه لیکوال او شاعر  ننګیالي بڅرکي لاسوندونو (اسنادو)  له مخې بڅرکی صاحب پر (۱۹۲۳) ز. کال په یونیم کلنۍ کې  خپله مور  له لاسه ورکړه . او پالنه او روزنه یې  د انا او نیکه له خوا کیده. خو له بده مرغه پر (۱۹۳۶) ز . کال یې انا د کوټې په ستره زلزله کې وفات شوه. بیا بڅرکی صاحب د خپل پلار او مشر ورور محمدافضل خان په سپارښت له کوټې څخه ګلستان ته ولاړ او هلته د ده په ژوندکې یو نوی بدلون راغی. د ده مشر ورور، چې یوروښاندی،  ملي،  ټولنیز او سیاسي مخکښ بلل کیده ، دخپلې روزنې او پالنې تر اغیز لاندې راوست او دا لاره یې ور برابره کړه  ، چې  د ګلستان په ښوونځي کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي . د دوی دکورنۍ یو شمیر غړي لکه عبدالصمدخان او محمدایوب خان  اڅکزی نامور سیاسي او ملي شخصیتونه تیر شوي دي او د کانګرس د ګوند غړي ول . دوی دخپلو ملي او سیاسي موخو د دودونې او څرګنداوې  لپاره سیاسي غونډې او بنډارونه جوړول او دخلکو په  راویښولو کې یې ستر اغیز لاره .  نو بڅرکي صاحب یې هم تر اغیز لاندې له تنکۍ ځوانۍ راهیسې   سیاسي لاره  راخپله کړې وه . دا چې تر لومړني ښوونځي راوروسته ورته په ګلستان کې دنورو زده کړو د پر مخبیونې  شرایط سم نه ول،  نو دخپل پلار په غوښتنه کندهار ته ولاړ او د شالمارپه لیسه کې یې دزده کړې کابو تر لاسه کړه . دی د یو غوره او بریالي زده کوونکي په توګه پر (۱۳۱۷) لمریز . کال حربي ښوونځي ته  واستول  شو، او هلته یې د خپل استعداد په درلودلو سره د پیلوټې په څانګه  کې دایټالیا بورس ته  و نومول شو، خو له به مرغه   د ده پر ځای بل څوک  و استول شو . دی پر   (۱۳۱۸) ل .  کال طب پوهنځي ته  ور وپیژندل شو او هلته یې  څلور کاله خپلې زده کړې  پر مخ بوتلې .  څنګه ، چې دی  په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د آزاد اند او واند څښتن وو،نو ورته خورا ګران وه، چې له  عسکري شرایطوسره ځان عیار کاندي ، دی هیڅکله د انساني او ټولنیزې نیمګړتیاووپر وړاندې  بې  توپیره پاتیدای نه شو او د انتقاد ګوته یې  ورته نیوله، په دې توګه د پوځي  زور واکانو نه خوښیده او دې ته اړ یست ، چې په هغه چوکاټ کې خپلې زده کړې  نیمګړې پریږي . په پای کې هم  د دژوند ستونزو او ناخوالو پسې واخیست او له کابل څخه هند ته ولاړو .  له هغه ځایه هم د ډیرو ستونزو او تنګسو له لامله  کوټی ته راغی او دغلته یې  د خپل مشر ورور محمد افضل خان  تر سیوري لاندې څه نا څه یو بې ږغ  وږوغه  ژوند غوره کړ .
بڅرکی صاحب د خپل ژوند په اوږدو کې  تل له ادبي لیکنو څیړنواو پلټنو سره بوخت وو، او له پوهې  او ادب سره یې پوره مینه او لیوالتیا  درلوده . ده خپله مطالعه لومړي ځل له ناولونو څخه  راپیل کړه. د رابرناټ ټاګور ناولونه او آثار یې پیدا کړل او په لوستلو یې خپله علمي او ادبي پوهه لوړه کړه،  او همداسې يې د ډاکتر اقبال لاهوري کتابونه هم لوستل . خان عبدالصمدخان اومحمدایوب خان د مولانا ابوالکلام  آزاد  د آثارو لوستنې  ته ډیر هڅاوه . په دې لړ کې یې  د نیاز فتحپوري د نګار د رسنیوپه لوستلو،  پر ذهني او رواني حالاتو دومره اغیز وښانده چې  (( مذهب)) نومۍ کتاب یې را پښتو کړ.     
     دبڅرکي صاحب آثار ، لیکنې او ژباړنې  د هیواد دننه اوباندې  په یو شمیر رسنیو او مهالنیو او  په بې شمیره کچه په طلوع افغان ، دکندهار اوهیلمند په  ورځپاڼو او مهالنیو  او همدا راز په ګهیځ  او دکوټې   په مجله ، آمو جریده او د احمدشاه بابادعلمي، ادبي ټولنې خپرنې اورګان  ملي هینداره  او نورو رسنیو کې خپرې شوې دي ، ده دخپل ولس په راویښولو، پرمختګ او ترقۍ په لاره کې د خپل علم او پوهې په رڼا کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي دي .
 د ده چاپ شوي او ناچاپ آثار دا دي :
  ـ  دښځو تاریخ ته یوه کتنه : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه . پر دې اثر باندې  سریزه زمری محقق او پایله ننګیالي بڅرکي لیکلې ده .

  دحاجي محمد انور خان اڅکزي خاطرات : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه . پر دې اثر باندې سریزه استاد حبیب الله رفیع کښلې ده .

ـ  معاصره فلسفه (ژباړه) : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه . پر دې اثر باندې سریزه دوکتور عبدالرشید جلیلي لیکلې ده .

ـ  مذهب (ژباړه) : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه .

 ـ  روسي یرغل پر افغانستان : پر دې اثر باندې  جعفر خان اڅکزي سریزه کښلې ده .
   ـ  افغانستان مې حکمراني پارټی : په اردو ژبه . 

 ـ  ویښ زلمیان د افغانستان یو سیاسي تحریک : خپروونکې  افغاني کلتوري ټولنه په هالند کې . په دې اثر باندې سریزه ډاکتر طارق رشاد لیکلې ده .

ـ تاج د رابرناټ ټیکور اثر (ژباړه) : خپروونکې  کابل پوهنتون .پر دې اثر باندې سریزه عبدالشکور رشاد او پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار یادونه لیکلې  ده .        ـ  د سوچه پښتو دوزره (۲۰۰۰)لغاته : 
ـ  سانټفک ژوند:                                                                                                                                                      ـ  پربیلولوژیکي مسایلو باندې دایمي قواؤ ...(ژباړه)                                                                      ) The Paul R. Ehrlich, the cold and dark sagan(
ـ  نړیواله ویره                                                                                                                                                         
- پښتو متلونه                                                                                                                                                 ولسي ټوکې                                                                                                                                                            داشعارو ټولګه                                                                                                                                              پنداو عبرت : دعربي فیلسوفانو د افکارو ټولونه   یاداښتونه :  د بیبلوګرافۍ په توګه په څو ټوکو کې    یاداښتونه : د کرونولوژی په توګه په څو ټوکو کې  افغانستان : په انګلیسي ژبه   دانقلاب تشریح : د دې اثر په اړه بڅرکي صاحب داسې لیکي . (( دا د ښاغلي ګرین برن ټن  کتاب دی، چې دجهان څلور لوی انقلابونه لکه : دفرانسې انقلاب، د انګلیستان صنعتي انقلاب، د امریکاانقلاب، د روسې سوسیالیستي انقلاب یې په یوه علمي توګه په کښې څیړلی . ( دغه موضوع و ماته په زړه پورې څرګنده سوه، نومې وغوښتل چې د پښتو کالي په واغوندم او ویې ژباړم .نوموړی کتاب د پروفیسور ګرین ټن یو په زړه پوري شهکار دی، چې ده په انګریزي لیکلی او په  نیویارک کې خپور کړی دی . نوموړی کتاب د تاریخ لوستونکو ته یوه بې سارې  ډالۍ ګڼلای سم . په تیره بیا د هغه افغانانوخویندو او  وروڼو لپاره، چې په انقلابونو کې یوازې سوسیالیستي انقلابونه پیژني .)
په درناوی محمدعلم بڅرکی . ))   
ـ سوړ جنګ (ژباړه)                                                                                                                                                )The cold and the dark the world Nuclear war(
ـ  پښتو انګلیسي قاموس :                                                                                                                                 ـ  ماربیچړیان : په کوټه کې خپور شوی دی . 
ـ  انګلیسي پښتو قاموس نابشپړ : 
ـ  روس کا یرغل : په اردو ژبه په کوټه  کې خپور شوی دی . په دې اثر سریزه جعفر خان اڅکزي لیکلې ده . 
اوداسې یو شمیر نور کتابونه ... 
څېرمه چارې او دندې :
کله، چې پر (۱۹۵۲) ز . کال کې د مارچ پر یودیرشمه دکندهار د ویښ ځلمیانومدیره هیت بندیان شول، بڅرکی صاحب هم د ویښ ځلمیانو د فعال غړي په توګه پر (۱۹۵۲) ز .  کال د اپریل پر (۱۵ مه) له خپلوملګرو انګار صاحب او حاجي محمد حسین خان سره یو ځای د کندهار په عسکري فرقه کې بندي شو . تر آزادیدو وروسته  د امریکایانو په موریسن- کنودسن کمپنې کې کار وکړ. بیا په قادري بس کې د محاسب په توګه دنده پر مخ بوتله . وروسته  په ارکوزیا پرزه فروشي کې له صوفي ولي محمد خان سره دمحاسب په توګه پر  کار بوخت شو . 
ـ  همدارنګه یې  دکندهار داطلاعاتواو کلتور په ریاست کې د مطبعې دمدیر په توګه ، په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې دپښتوپر مختیا د مدیر په توګه، خپلې دندې تر سره کړي دي . بڅرکی صاحب په پای کې له  علامه عبدالحی حبیبي صاحب سره یو ځای په یوه لزومي مکتوب تقاعد ته سوق شو . وروسته د عبدالهادي خان بهر سره ، چې هغه هم د ویښ ځلمیانو یو پخوانی غړی وو د غالیو په تجارت پیل وکړ او پر شخصي کارونو بوخت شو. وروسته ، چې د روسانو نظامي حملې پر افغانستان پیل شوې، پلرنې ټاټوبي  ګلستان ته ولاړ او هلته یې  دځان لپاره په خپلو مټو  یوکور جوړ کړ، په ګلستان کې  له پښتو ادبي بهیر سره یو ځای شو.  ګهیځ ادبي مجله هم د بڅرکي صاحب تر لارښوونې لاندې خپریده. اوتر هغه راوروسته د خپل مشر زوي (زمری محقق) په هلو ځلو د دنمارک په هیواد کې میشت شو او هلته یې  آمو جریده را منځته کړه، د یادونې وړ ګڼم  د بڅرکي صاحب ډیره مهمه مقاله په دنمارک کې خپره شوه، چې د دنمارکي پروفیسرانوپام  یې ځانته  ورواړاوه، هغه  لیکنه   (ډنمارکي ژبه د پښتو ترله ده) نومیده . پر نوموړې لیکنه باندې په هغه هیواد کې  یو علمي سیمنار هم جوړ شو، وروسته بڅرکی صاحب هالند ته ولاړ او دخپل زوی ننګیالي بڅرکي په کور کې د خپل ژوند وروستی شپې ورځې پای ته ورسولې .
څنګه ، چې بڅرکی صاحب د چپ او انقلابي افکارو تر اغیز لاندې وه، د انجمن وطن  ګوند غړیتوب یې تر لاسه کړ. د هغه ګوند موخه او مرام د خلکو خپلواکي او آزادي او  انګریزي ضد سیاست وو، انګریزانو هم خپل ګوندونه جوړ کړي وو، چې یوه بیلکه یې د مسلم لیګ ګوند وو، په هغه وخت کې د انجمن وطن ګونداو کانګرس ګوندمرام دا وو، چې باید انګریزان بې له قیدو شرطه هندپریږدي  او هندوستان د اسلام په نوم تجزیه نه کړي ،  بلوڅواو پښتنو ته باید خپل حق او آزادي ورکړ شي،  خوپه دغه مبارزه کې د مسلم لیګ او انګریزانو زور او قدرت زیات وو . نو د انجمن وطن ګوند او کانګرس د سختې ماتې سره مخامخ شول .  لنډه دا، چې په پای کې مسلم لیګ او انګریزانو هندوستان تجزیه کړاو د مسلمانانو د احساساتو څخه یې ګټه پورته کړه او د پاکستان هیواد یې د خپل  لاسپوڅي  محمد علي جناح په مشرۍ رامنځته کړ، چې له همدغې وخت نه په سیمه کې د غمیزو او ستونزو پړاو پیل کیږي . په دغه وخت کې بڅرکی صاحب د انګریزانوله خوا تر څارنې لاندې ټیکاو وموند او له  ګلستان څخه کندهار ته راغی، او دغلته یې خپله نیاومنه  مبارزې پر مخه یوړه .
پر (۱۳۲۵)ل . کال کې د ویښ ځلمیانو سیاسي غورځنګ جوړ شو، چې په دې غورځنګ کې ادبي او فرهنګي شخصیتونو زیاتره نقش او اغیز لوبولی دی . دغې غورځنګ په خپل وخت کې د پرمختګ، ترقۍ، دموکراسۍ، برابرۍ او د ملي ګټو د ساتنې بیرغ اوچت ساتلی وو. پر دې تحریک د پښتو ژبې د ادیبانو او پوهانونقش او اغیز د یادونې وړ دی، همدا لامل وو ، چې د دغې غورځنګ وده او پرمختګ په هغه و لایتونو کې، چې زیاتره پښتانه اوسیدل ډیر وه. په کابل کې عبدالروف بینوا ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، ارسلان سلیمي، نور محمد ترکی، فیض محمد انګار، غلام حسن خان صافي، صدیق الله رښتین، حاجي محمدانور خان اڅکزی د دې غورځنګ له بنسټوالو  څخه شمیرل کیدل . او همداسې په کابل، کندهار ، ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې د دغې غورځنک د مشر تابه پلاوي  فعال غړي او پلویان دا کسان وو: محمدرسول پښتون، مولوي محمد بهرام خان، علامه عبدالحی حبیبي، عبدالهادي توخي، قاضي عبدالصمد خان، محمد ابراهیم خواخوږی،  علامه عبدالشکور رشاد، غلام حسین خان ساپي، غلام جیلاني خان الکوزی، محمدعلم بڅرکی، حاجي خدایداد خان، حضرت محمد یوسف آغا، محمد دین ژواک، آغا محمد خان کرزی، محمدحسین خان ریدي، صوفي ولي محمد خان ، پوهاند نوراحمد شاکر، شیر احمد خان، حاجي لعل محمد خان، محمد علي خان، فتح محمد خان خټګر، نور محمد خان قاضي خیل، غلام محمد خان پوپل، حاجي محمد آصف خان، ناصر خان لعل پوري، محمد طاهر خان صافي، محمد موسی خان شفیق، نیک محمد خان پکتانې، عبدالعزیز خان، عبدالخالق خان واسعي، محمد رسول خان مسلم، عبدالرزاق خان فراهي، محمد نور خان علم، مولوي عبیدالله خان صافي، ګل شاه خان صافي، ظهورالله خان همدرد، محمد شریف خان قاضي، عبدالمنان خان دردمن، ملیا آغا، عبدالصمد ویسا، او داسې یو شمیر نور  ...
د دغې غورځنګ لومړۍ منشي  ښاغلی عبدالروف بینوا او آخري یې عبدلرزاق خان فراهي وو. د دې غورځنګ ن خپرونې  دا وې : د انګار اخبار، د ولس اخبار، د ویښ ځلمیانو کتاب او داسې یو شمیر نور ...
په رښتیاسره د ويښ ځلمیان  په غورځنګ کې  عالمان، سیاسي، ملي ، علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیتونه سره راټول شوي وو، چې په ټول هیواد کې یې د خلکوپه راویښولو، پوهولو او لارښوونو کې ډیر لوی نقش او اغیز لوبولی دی . او همدارنګه یې د وخت د دولت فکر سیاسي ، ملي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي موخوته ور ځیر کړی وو. بڅرک صاحب د ویښ ځلمیانو د غورځنګ یو مخکښ او فعال غړې وو . ده دخپل غورځنګ د ملي، سیاسي علمي موخو ارمانونو   په لاره کې په خپل تو ان سره د خلکو په منځ کې د قدر اوستاینې  وړ خدمتونه  تر سره کړي دي . د ویښ ځلمیان سیاسي غورځنګ د هیواد په ټولو سیمو کې خپل سیاسي فعالیتونو  ته دوام ورکړاو دخلکو په راویښولو کې یې خپل اخبار او خپرونې جاري ساتلی وې . لنډه دا چې دغې سیاسي ګوند څلور کاله خپل سیاسي فعالیت پر مخ یووړ  ، چې مرام او موخه  یې اصلاحات وو. خو له بده مرغه تر څلورو کالو وروسته د دغه غورځنګ خپرونې وتړل شوې اویو شمیر رهبري غړي یې په پر له پسې توګه بندیان شول . بڅرکی صاحب او د ده پلار هم، چې د دې غورځنګ فعال غړي ول د څلور کلو په بند محکوم شول . بڅرکی صاحب د دغې غورځنګ د ستونزو په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي :
(( ...دا، چې ولې د ګوند غړي بندیان سوه وجه یې ښکاره ده، یو خو ویښ ځلمیانو سیاسي تجربه نه درلودله او په همدغه نوي غورځنګ کې په سیاسي لحاظ دومره افراط وو، چې د وخت دولت یې ښه سم دم وار خطا کړ څو پر ګوند یې فشار او ضربې واریدې کړې  د بل پلوه حکومت هم د سیاسي تحریک سره نابلد وو، تجربه یې نه درلوده نو ډیر ژر وارخطا سو او په زور یې ګوتې پورې کړې، ګوند او دهغه غړي یې په  بې رحمې سره  زندانونو کې بندیان کړه، سخت فشارونه یې پر راوستل او له دولتي پوستونو څخه یې ایسته کړل ....)) 
کله ، چې بڅرکی صاحب بندي شو، دی په بندي خانه کې هم له ډیرو ستونزو او تکلیفونو سره مخامخ شوی وو، په دې وخت کې د ده کورنۍ بې سرپرسته کیږي او ډیر سخت او ستونزمن ژوند تیروي، خو د ده میرمن، چې یوه پیاوړې ښځه وه په ډیره میړانه دخپل اولادونوسر پرستي کوي ، او د دوی خوراک او پوښاک برابر وي . بڅرکی صاحب هغه ټولنیز شخصیت وه، چې  تل یې له خپلو یارانو سره ډیرې ښې اړیکې لرلې، او په دا وخت کې، چې دی بندي وو،  د ده د لارې او غورځنګ ملګرو علامه عبدالشکور رشاد او محمد ابراهیم خواخوږي او یو شمیر نورو په منظمه توګه د ده احوال نیوه او د ده  دکورنۍسره یې مرستې کولې . بڅرکی صاحب وروسته له څلورو کالو له زندان څخه آزادیږي .سره له دې، چې د ده صحي حالات ښه نه وو او ډیر نارغ وو او دخپل کورنۍ د اقتصادي حالاتو د برابرولو په اړه ډیر پریشان وو، خو بې له دې، چې استراحت وکړي د خپل ژوند د چارو په سمبالولو یې ځان بوخت کړ . او په څنګ کې یې د هغې یارانو او دوستانو، چې په بندیخانه کې پاتې وو، په منظمه توګه احوال نیوه او له دوی سره یې مرستې کولې، چې دا کار  د ده د لوړو اخلاقو او میړانو، انساني عواطفو او احساساتو ښکارندوی وو . بڅرکی صاحب  دسیاسي حالاتو او د دولت په اهدافو او مقاصدو ډیر ښه پوهیده او په راتلونکي ژوند کې یې د یو مترقي دولت په جوړولو کې خطرونه احساسول، نو همدا وجه وه، چې ده دخپل کورنۍ او هیوادوالو د ژوند په اړه ډیر فکر کاوه ، په همدې خاطر يې خپله میرمن دې ته وهڅوله ، چې باید زده کړې تر سره کړي او په ټولنه کې لکه د نورو ښځو په شان په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه ونیسي،  وروسته له ډیرو ستونزو د ده میرمن خپلې زده کړې پای ته ورسولې او د ښوونکې په توګه وګمارل شوه، چې په دې اړه بڅرکی صاحب داسې وایي :
((... څه وخت چې د ښځو نهضت راپیل شو ما هم د دې وخت څخه ګټه تر لاسه کړه او په کندهار کې د لومړیو ښځو په کنار کې زما میرمن هم لڅ مخې را ووتله او په ټولنیزو چارو کې یې خدمت د یوې با سیوادې ښځې په توګه راپیل کړ.... ))
دبڅرکي صاحب درنه میرمن (ساجده)نومیده په یوه مذهبي کورنۍ کې لویه شوې وه، په مروجو علومو پوره پوهیده او د قرآن شریف حافظه وه، په دیني علومو کې یوه ممتازه ښځه وه، په دري – فارسي ژبو هم پوهیده . سره له دې، چې زموږ په سنتي ټولنه کې یو شمیر ستونزې موجودې وې اودي، خو بڅرکي صاحب او د ده کورنۍ د یو روښان لید خاوندان وو، همدا وجه وه، چې ده  خپله میرمن د ښوونې او روزنې ډګر ته راویسته او خپل توکم او ملګرو ته یې د علمي او منطقي دلایلو پر استناد قناعت ورکړ او ددوی ښځې هم دغې ډګر ته راووتلې او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. بڅرکی صاحب د پوهې، علم او لوړو اخلاقو څښتن شخصیت وه، ده  د خپلو خلکو دګټو، سولې،سوکالې او نیکمرغې لپاره بې ډاره او په میړانه مبارزه کړې ده، او پر (۱۹۶۵) ز .  کال کې یې  ولسي جرګې ته ځان کاندید کړ، خو د وخت  دواکمنانو په مداخله بریالی نه شو. کله، چې د وخت دولتونو د دموکراسۍ، د بیان د آزادۍ، دمطبوعاتو او د ګوندي  قوانینو، ژغ پورته کړ، یو شمیر ګوندونه جوړ شول، له هغې ډلې څخه یو هم د مساوات ګوند وه ، چې د محمدهاشم میوندوال په لارښوونه یې خپل فعالیت پیل کړ .،  دی په خپل وخت کې، صدراعظم هم وه .  نوموړي علاقه لرله، چې د یوې بشپړې دموکراسۍ پر بنسټ یوحکومت جوړ کړي، نو له دې لپاره یو ټولنیز او سیاسي بنسټ ته ضرورت احساسیده، هغه وو ، چې ده د یو شمیر ملي، سیاسي، ټولنیز، علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیتونو سره مشوره وکړه او خپل ګوند یې جوړ کړ .    پر (۱۳۴۹)ل . کال  د سنبلې په میاشت  د بڅرکي صاحب په کور کې د مساوات د ګوند (کنګره) جوړه شوه . په دغه کنګره کې د هیواد نامتوپوهاندو ملي او سیاسي مبارزینو، علمي، ټولنیز، ادبي اوفرهنګي شخصیتونو لکه : محمدهاشم میوندوال، محمد هاشم ترکی، علامه عبدالشکور رشاد، علامه عبدالحی حبیبي، محمدابراهیم خواخوږی، عبدالاحد عارض، ابراهیم عطایي، غلام جیلاني الکوزی، فیض محمدانګار، عبدالصمدویسا، محمدعلم بڅرکي او داسې ځینو نورو سیاسي او پیژندل شویو کسانو په کښې برخه اخیستی وه . په دې کنګره کې په دموکراتیکه فضا کې انتخابات وشول، محمدهاشم میوندوال د رایو په اتفاق دعمومي منشي او محمد علم بڅرکی یې دمرستیال او منشي په توګه وټاکل شول ، او دګوند نوم د مترقي دموکرات (مساوات) ګوند په نوم  خلکو ته وروپیژندل  شو، او خپل مرام یې د مساوات دجریدې ( اخبار )په وسیله خپور کړ.
محمد هاشم میوند وال په خپل وخت کې یوپوه عالم، اودروښانه لیدشخصیت وه، او په هیواد کې د بشپړې دموکراسی غوښتونکی وه . دی په ملي او بین المللي کچه دنامتو او پیاوړي سیاستوال د پوره نوم او نښان څښتن وو. د ده ټولنیز او سیاسي شخصیت دخلکو او ټولنې په منځ کې خپل ځای ځایګی  درلود،او ورباندې ګران وو.  دهیوادوالو په منځ کې محبوب شوی وه، همدا وجه وه، چې د وخت دولت دی د صدارت له چوکی څخه لیری کړ . په دې وخت کې یو شمیر  ګوند غړو له ګونده ووتل او ترینه  ولاړل، خو بڅرکی صاحب د پخوا په څیر دیو ښه ملګري په  توګه  له میوندوال سره خپلې ملي او دموکراتیکې مبارزې ته دوام ورکړ .
پوهانددوکتورمجاور احمد زیار، چې زموږ دهیوادیو نومیالی ژبپوهاند، ادبپوهاند، علمي او اکادیمیک شخصیت دی، په خپله یو لیکنه کې د بڅرکي صاحب د ملي، سیاسي او ادبي شخصیت په اړه داسې وایي :
((...دا به پر ځای پرېږدو چې ارواښاد محمد علم بڅرکی د اڅکزي ټبر له يوې يادې ښادې تاريخي کورنۍ سره تړاو لري چې لږ تر لږه  تر سترملي اتل عبداله خان اڅکزي پورې شپږ اووه پښته رانغاړي . سم له لاسه خبره له همدغه ((بڅرکي)) راپيلوو چې د خپل مهال  تورتمو او سړو سمخو گوټونو ته يې  څنگه او څومره رڼايي او تودوخي وربخښلې ده . له ارواښاد بڅرکي صاحب سره  مې تر يو دوو پلاوو زيات ليده کاته نه وه شوي، خو د ښوونځي او بيا پوهنځي راهيسې يې د ليکنو او ژباړنو يو لېوال اومينه وال پاتې شوی يم او دومر ه مې پېژاند چې  دی زموږ د هېواد له هغو ځلاندو او روښاندو سياسي او بياپرمختلليو، او بل اندو (ديگر انديشو) سياسي- فرهنگي څېرو څخه  گڼل کېده چې يې له تنکۍ ځوانۍ د ژوند تر وروستۍ سلگۍ دخپل هېواد او هېوادوالو دپرمختگ او پتمن ژوند وژواک لپاره هلې ځلې کړې او په دغه لارکې يې خورا ډېرې سختې سپورې گاللې دي . 
د هند د نيمې وچې د پښتنو د ازاديپال((انجمن وطن))گونده رانيولې تر ((ويښ ځلميانو))  او بيا ((مساوات)) گوندد غړيتوب له لارې يې په ډله ييزه مبارزه کې  هم، د نورو ډېرو پر خلاف په هماغه سپېڅلې ملي- انساني موخه او ارمان کارنده ونډه اخېستې، بې له دې چې د څوکۍ او پوړۍ تمه او اسره ولري . په تېره په مساوات کې چې ميوند وال صاحب يې  د خپل صدارت پر وخت بنسټ اېښی وو او تر وزارتونو پورې  يې نوروته ډېر څه ورکړل .
په وروستيو کې يې د ډنمارکۍ او پښتو ترمنځ د نژدې خپلوۍ په تړاو له هاندو هڅو خبر شوم، که څه هم دا د ژپبوهنې او بيا د ساينتېفيکې تاريخي- پرتليزې
او ورسره ورسره فونو- اېتېمولوجيکي څانگې سکالو(موضوع) وه، خو دهغه ارواښاد دفرهنگي منډو ترړو ښکارندويي  يې کوله او په تېره داچې د د واړو هېوادو او وگړوو تر منځ يې د دوستانه اړيکو او پوهاوي لپاره يوه په زړه پورې چاره پرځای کړه .
دگران انجنير صاحب مسعود منندوی يم چې د هغه ارواښاد په اړه يې ښايسته ډېر  څه نوي وړاندې کړل او ماته  يې هم  ددغه لنډ يادښت  وياړ را په برخه کړ.
د هغه ستر انسان ياد دې تلژوندی او تلپاتې وي!))
    پوهاند دوکتور م .ا. زيار
          اکسفورډ (۱/۱۲/۲۰۱۱)
پر (۱۳۵۲) ل . کال د سرطان پر (۲۶) نیټه شاهي رژیم له منځه ولاړ او د سردار محمد داود خان  په مشرې د جمهوریت اعلان شو . داود خان خپل ملي او مترقي  پرو ګرام د رادیو له لارې خپور کړ، چې په رښتیا سره یو مترقي پروکرام وه . بڅرکي صاحب هم لکه نورو ملي شخصیتونو او ګوندونوپه توګه دخپل ګوند په استازۍ خپل لیک سردار محمد داود ته واستاوه . د دې لیک متن دا دی :
بحضوری عالیقدر رهبر انقلاب ما! ((
بعد ازآداب مخلصانه ؛
محمد علم بڅرکی ولدحاجی محمد انورخان اچکزی بحضورشما چنین عرض دارد.
 محترما ؛ از اوانیکه رژیم شرافتمند وبا وقار جمهوریت توسط قربا نی بی مثال شما ورفقای تان نصیب این کشورګردیده سپاس ګزاری آن تا ابد بدوش ما خوا هد بود . ولی نا ګفته نباید ماند که غرس این نهال جمهوری بر سر زمینی شده است ، که صد ها سال در آن تخم قبیله پرستي ، نفاق وغیره پا شیده شده ، بوی نفاق ،  بعلمی وحتی اجنبی پرستی از آن می اید – اعتراف با ید نمود که نمو این نهال نورس درین سر زمین مشکلاتی بسی دارد ،  با ید جمهوری ما یک جمهوریت وا قعی ،  ملی و دیموکرا تیک با شد.که درآن نما ینده ګی رو شنفکران وطن نمایان با شد .
با احترم : محمد علم بڅرکی
....)) (۱۳۲۵  ل)
اویا دا لیکنه ګورو:
(( ښاغلی رئس صاحب دولت،
صحت او بریا لیتوب دي غواړم !
عرض پا ڼه : دهغه بې ساري فداکارۍ په وجه چي تاسو اوستاسوملګرومسلط شاهي رژیم زموږ داوږو څه ایسته کی . زه څه؟ ټول ملت دهغه مننه کوي . دا چي جمهوري رژیم به کله خپله هغه اصلي بڼه موږ ته را وښوي . اوموږ به دخپلو ارزو ګانو مستحق کیږو – البته ده دغه اوس وخت تقا ضا با ید نه وي ، خو دتیریدونکی ( عبوري) او په منځ کي دوره ، چي دشا هي او ائینده جمهوري نظام په منځ کي ده – پر ځینو کسانو په ځانګړې توګه پر ما باندي ډیره ګرانه تما مه ده .
تا سو ته بهتره معلومه ده چي محترم میوندوال زموږ دمترقي ډیموکراټ  (مساوات)ګوند مشر او عضوه ده . خو کوم وخت چي میوندوال صاحب ونیول سوو- تر هغه ډیر پخوا زموږ جمیعت د مترقي ډیموکراټ (مساوات ) دیوې اعلامیې په ترځ کي دافغانستان جمهوری نوی رژیم او ستاسو او ستاسو دملګرو فداکارۍ یې تائید کړي ده . او خپله همکاري یې در سره اعلان کړې وه – او هغه پلټني چي دداخلې وزارت دګوند په ار شیف کي وکړې داسي څه یې تر لاسه نه کړه ، چي ګوند دي دنوي جمهوریت په خلاف کوم څه تر سره کړي وي .
او موږ خپل تصویب په شفاف ډول تاسو ته درلیږلی دی .
په در ناوي ،))
محمد علم بڅر کی
 (۱۶/۹/۱۳۵۲ل)
بڅرکي صاحب په دې لیک کې د خپل ګوندپه استازیتوب خپل ملاتړ د داود خان د رژیم  نه ، په رسمي  توګه،  ده ته ورولیږو، چې څو موده وروسته د اطمینان ځواب یې هم تر لاسه کړ. دا هغه وخت دی، چې میوندوال صاحب په یو نړیوال سفر بوخت وه، خو له بڅرکي صاحب سره یې منظم اړیکي لرل . کله ، چې دی د داود خان له رژیم څخه خبر شو نو سم له لاسه یې د عراق نه له  بڅرکي صاحب سره تماس ونیوه او خپلې مشورې یې ورکړې .وروسته له سفره میوندوال صاحب خپل وطن ته راغی او په وطن کې يې د داود خان رژیم ټینګ ملاتړ اعلان کړ، او کوشش یې کاوه، چې د داود خان د ملي او مترقي سیاست  ښه پلوی وي . خو دیو شمیر عواملو پر بنسټ وروسته له یو څو وخته،  دی او د ده یو  شمیر د ګوندغړي یې د کودتاچيانو په نوم بندي کړل ، یو له دغوکسانو څخه بڅرکی صاحب هم وو . د وخت دولت ډیر کوشش وکړ چې پر دوی اسناد را ټول کړي، خو هیڅ څه شې پیدا نه کړل، او وروسته له ډیرو پوښتنو یې بڅرکی صاحب آزاد کړ، خو بڅرکی صاحب دیو وفاداره ملګري په توګه دخپلو ملګرو او دمیوندوال څخه یې په میړانه دفاع وکړه . دوخت دولت بڅرکی صاحب په پرله پسې توګه د تحقیق لپاره راغوښتو . پڅرکی صاحب له دغو تحقیقاتو نه ستړی شو او خپل ګران دوست محمد ایوب خان سره یې اړیکې  ونیوې او دا ټول داستان یې ده ته تشریح کړ. محمد ایوب خان د سردارمحمد داودخان سره ولیدل او د ده په اړه يې پوره معلومات ورکړ، کله، چې داود خان وپوهیده، چې بڅرکی صاحب دحاجي محمد انور خان زوی دی او یو ملي او ټولنیز شخصیت دی نو سم دلاسه یې هغوو مراجع وو ته ، چې دی یې تحقیق ته راغوښتو دستور ورکړ ، چې نور دی په عذاب نه کړي .
همداسې کله ، چې د نورمحمد تره کي رژیم راغی، بڅرکي صاحب د ده  رژیم سره خپل ملاتړ اعلان کړاو خپل ملي او ټولنیز موخې  او دخلکو ستونزی یې د خپل استازي په لاس مشر تابه ته  ور ور سولې ، خو چا ورته پاملرنه ونه کړه، بیا یې یو لیک وکیښ  او نورمحمدتره کي ته یې سیده  ورولیږه، په دې متن :
(( دافغانستان دډیمو کرا ټیک جمهوري انقلابي شورا ریس نور محمدترکی،
د غویي  داوومي انقلاب چي یو ملي ډیمو کرا ټیک انقلاب دی –   دهیواد ټول     متر قي عنا صر په ویا ړي .او هیله ځیني لري؛ چی زموږ په ګران هیواد افغانستان کي به دامپریا لیزم او فیوډالیزم کمبله په هر اړ خیزه توګه ورټوله کي .
زه دافغانستان د مترقي سنګر د یوه فرد په تو ګه چي بې شمیره کړاوونه مې په دې لاره کې ګاللي دي .تا سو او ستاسو ملګرو ته مبار کي وایم .
او هیله مې داده چي نوی افغانستان دسولي – پرمختګ – ملی پیوستون دلاري مل سي .
په درناوي))
محمد علم بڅر کی
ل  (۲۳/۲/۱۳۵۷)
دطالبانو په واکمنې کې ، بڅرکي صاحب ډیرې هلې ځلې وکړې ، چې په هیواد کې د ټولو افغانانو سیاسي شتوالې، ملي هویت اوملي یوالې غښتلی او تضمین شي او زموږهیوادوالوته سوله اوسوکالي ور په برخه شي . ده له یوشمیرمهمواوبا صلاحیتو رهبرانو سره، چې د طالبانو په رژیم کې یې ډیر لوی نقش درلود دهیواد پر مختلفو  سیاسي ، ملي ، ټولنیز، علمي، ادبي او کلتوري برخو کې  خبرې اترې وکړې . اوخپل  وړاندیزونه یې، چې د نیوکو څخه ډک اړخونه یې هم لرل په ډیره میړانه دوی ته وړاندې کړل، تر هغه ځایه چې د بڅرکي صاحب ملي ، ټولنیز، درونداو سپیڅلې شخصیت دغو رهبرانو ته معلوم وه، دوی د بڅرکي صاحب خبرې او وړاندیزونه په ډیره سړه سینه او ورین تندي واوریدل، او ده ته یې اطمینان ورکړ، چې دشرایطو سره سم هڅه کوو  د تاسو ټول انسانې، ملي ، اخلاقي او ټولنیز وړاندیزونه په پام کې ونیسو. لنډه دا، چې بڅرکي صاحب دخپل ژوند تر آخري سلګې پورې د هیواد او هیوادوالو دملي ، سیاسي او ټولنیزو ګټو په اړه خپل ژغ په ډیره میړانه جګ کړې دی، او خپل عقاید او نظریات یې په  عالمانه او صادقانه توګه په ډیر پوخ استدلال او منطق سره خلکو ته، مقاماتو ته، رهبرانو ته رسولې   دی .او په دې لاره کې یې بې ډاره مبارزه کړې ده .
بڅرکي صاحب په خپل وخت کې ډیرې زیاتې لیکنې کړي دي . ده د نثر په برخه کې زیات کار کړی دی، خوتر څنګ یې شعر هم لیکلی دی .دی دشعرونومکمل دیوان لري، چې تر اوسه نه دی چاپ شوی . دی پر (۱۳۲۵) ل . کال کې، چې لا ځوان وه خپل د زړه احساسات اوعواطف یې دشعر په  ژبه بیان کړي دي . د ده لومړی شعردا وو:

ساقي راسه ته وماته، دا جام یوسه وخپل خدای ته 
امانت یې بیرته ورکه، ورته وایه! اسلام نه سته
هغه جام کې چې اسلام وو، تا ورکړی او وه چاته
تش ګیلاس يې دی پرې ایښی، دا دما څه واخله بیرته
او دشعر نورې بیلګې یې دا دي :
ښځه
دجهان په ټول کړو کي چي افضل دی
دادښځي احترام دی چي اکمل دی
دانسان بقاپه مورده چي رشتياسي
دادخورپه مينه ورورګوره اتل سي
چي نغری باندي جوړيږي داخوداده
دا ددي په مينه ټول بهيراجمل دی
دغيرت اودعزت محـــک په دې دی
هرپښتون دپاکي ميني ئې محصل دی
دادميني خـــــــــزانه پرمينه ښه ده
چي په مينه دميرمني ،کورعسل دی
په نړۍ کي غيرتمنده قوم  هغه دی
چي پيغورورته دښځي لوی اجل دی
په عزت او عقيدت که ورته ګورې
احترام وپرستش دې ته اټکل دی
ددنيا په نعمتوکي اول داده
په بقا کي دبشرمي دااصل دی
که دټول عالم ښادي سره يوځای کې
نه بې تول سي ، نې لنګر، نه ئې بدل دی
په عزت که ئې څوک پوه نه دی جاهل دی
جاهل څه؟ چي دی په اصل کي اجهل دی
پيژندنه دانسان په مينه کيږي
دادې مينه ترټولوښه عمل دی
انسانان چي سره اوسي مــــورئې داده
که دمور عزت څوک نه لري ارزل دی
چي دخور په مينه څوک پوهيدی نه سي
انسان نه دی دی په اصـــــــــــل کي خډل دی
زه بڅرکی يم حيران چي څې وبولم
ددنيا و مـــــا فيها مي داازل دی
....
اویا:
دعبدالروف بینوا صاحب په یاد
خـــــــا طــــره د بینوا د ، بینوا
ځوکلیدل دي ، یادید ل دي بینوا
په خوب کې ورغلی وم زیارت ته
چـــــــي ز یا ر ت بې زه کوم دبینوا
پوښتنه مې د ګور وکړه دخلکـــو
چیري ښخ دی پردیس سوی بینوا
په افسوس آرمان دې خلکووویله
دلته ښخ دی پردیس سوی بینوا
تصورکې سومه غرق دی سو حا ضر
پــــه خــنــدا را څـــخـــه ولاړی بینوا
شناخته نه وه جوړه سوې پر مزار
د یـــــا را نــــو ګیله من ؤ بینوا
کوم بنیاد چې دځلمو ده ایښؤی
نسته ســــاری په تد بیر د بینوا
چي ځلمو ته ووهادي په خپل کلام
پیغمبر دانــــقـــلاب و و بـیـنـوا
 (غلی شانته انقلاب ) وو د ویلی
ټول ملــت اما ده با ش کی بینوا
محفل کې یوه شمع وه روښانه
هســـــي شمعه د محفل وه بینوا
په خندا به يې محفل تازه کیدۍ
را څه ولاړې په ارمان ته بینوا
بڅرکي یاران ډیر ولاړه وګور ته
هر یو یار مې لکه یار دی بینوا
   بڅرکي صاحب دخپل ژوند په وروستیو شیبوکې  د هالند مېشتې  افغاني    کلتوري ټولنې د مشر سلاکار په  توګه،  داحمدشاه بابا د علمي اوادبي ټولنې ،  دملي  هیندارې دمشر په توګه خپل ادبي او فرهنګي هلوځلو ته پاینه  ورکړ. ده ترپایه  له بیلابیلو رسنیو سره اړیکي درلودل، او په ټولوعلمي، ادبي او فرهنګي  ناستو ، پوهنغونډو  او بنډارونو کې  کارنده ونډه اخیسته او دهیواد او نړۍ پر بیلابیلومسایلو په پوره علمي او منطقي واک او ځواک ویناوې اورولې . له امریکا ژغ ، بي بي سي او نورو  رادیوګانو سره یې هم خپل اندو واند شریکاوه او پر بیلا بیلو سکالوو یې ورسره مرکې تر سره کولې .   بڅرکی صاحب له دې هر څه سره سره یو دروندخویه، نیک چلندی، زړه سواندی، د ټینګ هوډ  خاوند وو .دغه نومیالي د (۲۰۰۳)ز. کال  د (۸۳) کلو په عمر دخپل  پاک سپېڅلی زړه په دریدوسره په     هالیند کې له نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .

روح دې یې ښاد وي !
   د ده له مرګه وروسته د ټولورسنیو،  رادیوګانو، تلویزونونو، مجلو، ورځپاڼو، له خوا د ډیرو سترولیکوالو، شاعرانواو ملي شخصیتونو له خوا د خواخوږۍ او خواشینۍ پیغامونه خپاره شول . په جنازه کې یې له  درستې  اروپا څخه دوستانو او مینه والو برخه واخیسته، او خپل د خواخوږۍ پیغامونه يې واورول، او همدارنګه یې  په هیواد کې دننه او بهر د ده د مړینې په اړه ټولو یارانو او دوستانو فاتحې واخیستې . ننګیالی بڅرکې، چې یو تکړه لیکوال او شاعر دی ، او د محمد علم بڅرکي زوی دی، خپلې ساندې  دشعر په ژبه  داسې انځورلې دي :
د بابا  و يـــرنه
داميد څرک دآرمان
غروب
اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه
پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه
نغمه ديوبلبل سوه په ګل بڼ کې راڅه ولاړه
وړانګه دافق وه په په شفق کې راڅه ولاړه
***
باغچه وه دنرګيسو په خزان کې راڅه ولاړه
ډيوه وه په مجلس کې په رڼاکې را څه ولاړه
کشکې په ګرمۍ دمحبت نه وای پوه سوی
لمبه دګرداب بله په ګرداب کې راڅه ولاړه
***
بڅرکی دسکروټوپه انګارکې راڅه ولاړه
توده يې داحجره کړه په آرمان کې را څه ولاړه
اوس به موپرمينه يوبڅرکی څوک روښانه کړي
څرک دروښنائي سوه په لمبوکې راڅه ولاړه
***
وږمه وه چي پرباغ به يې هميش خيال او نظرؤ
وږمه دپسرلي وه په نغموکې راڅه ولاړه
اوښکې مې دننګ پرمخ روڼې ، روڼې رواني دي
ولاړه خاطرسوه په لحظوکې را څه ولاړله
اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه
پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه

په ډیر درنښت او ادبي مینه :

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery