مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غازي صاحب خان دانګریزي ښکیلاک په ضد وتلې څېره

عبدالقیوم

دګرانو لوستونکو،تاریخ پوهانو اوټولونوروهیواد والو ته سلام  وایم. وروسته هیله لرم  دغه لاندي څوجملې وګوري ، دهمکاري له مخي که څه ایضافي معلومات درسره وي اویا په دغه ما پیداکړو اولیکلو کي غلطې اوتیروتنې وي په اصلاح کي يې مرسته راسره وکړي.په دغه ایمل راسره تماس ونیسې

Aqayum7@gmail.com.


دبلخ مجله یولسمه او دولسمه ګڼه ددلوی او حوت مياشت۱۳۶۰ هجرې کال.
څرنګه چي زموږ په ګران هیوادافغانستان کي هرهرچیري نوميالي زړور،وطنپال دتوري اوقلم خاوندان شته نو دغزنې د مقردا وبند، افغان غازې صاحب خان تره کي دزیږدني ټاټوبی دي.چي له یوې خوا وکټواز پکتیا اوله بلي خوا (دولاړواوبو) آب استادي دمقرته پروت دي،چي لوی دښتي او دنګ دنګ غرونه لري.

هلته دمير باش کورنۍ چي دغازي صاحب خان تره کي نیکه او هم پلار مير احمد خان تره کي ډېر شهرت او ميړنۍ کارنامي درلودلې چي د کام(قوم) مشري ئې هم لرله او د دوی پر دستر خوان به تل ګونډو،خوارو اوغریبو ډوډۍ خوړل.

       دسراج التواریخ ددوهم ټوک په ۳۵۴صفحه کښی تر دي عنوان لاندئ«ذکر متحد ومتعهد شدن سردارشیر علیخان با انګلیس»: سپاه انګلیس که وارد قندهار شده بود وتا حدود شاجوی رسیدند افغانه آ ن حدود باایشان اویخته وبسیار تن راخون بریخته درپایان کار صاحب خان تره کي با تخمين پنج هزارتن دلیران افغان با شمشیر اخته بقلب کاه سپاه انګلیس شده ،انګلیسها واپس جانب قندهار باز ګشته ونتوانست به غزنی رهسپار شوند دوباره وارد قندهار شدند».

مير غلام محمد«غبار» هم دغازي صاحب خان ذکر په خپل اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) په ۶۵۱ صفحه کښي داسي لیکي  :(قشون انګلیس قندهارنیزبه استقامت کابل مارش کرد،ولې درعرض راه با مقاومت دسته هاي غلجائی مقابل ګردید ودرشاه جوی باجنګ دست به ګریبان(۵۰۰۰) هزار مردم تره کي دچار شد. درهمين جنګ خونین تن به تن بود که (صاحب خان)  رهبر مجاهدین با دوصد نفر مبارز دیګر کشته شدند.پیر محمد یکی ازاین مبارزین بود که ۱۳ زخم برداشته ویک دست خود را باخته بود این فداکاری غلجائی هابود که قشؤن انګلس رابا تحميل تلفات کمرشکن مجبور به رجعت مغلوبانه جانب قندهارګردیده).

ښاغلې محمد نادر «ایوبې» کندهارې په خبل اثر (پاچهانو څه کول) کښي دصاحب خا ن غازي او پیر محمد غازي بیان په ډېر تفصیل سره راوړیدي

نوټ:-دغازي پیر محمد خان په هکله ماته دپیر محمدخان لمسي ( ميرزاخان تره کی     )  له  متحده عماراتو څخه داسي لیکلي دي.غازي پیر محمد خان دمعذالله خان زوی دسخې مرتضا خان لمسي داولخیلو په درنه کورنۍ  کي په ګیلان کي زیږیدلې دي.دیني زده کړي ئې لرلې،لیک اولوست ئې کولاي سو.دشاه جوئې په جکړه کي ئې لاس قطعه سو.دجګړې ميدان ته نژدې دسدوزي نومي مجاهد کورته دننه سو،تر لاس ئې ویني بهیدي ،لاس ئې په خوټیدلو غوړو کي دننه کړي ،لاس ئې کباب اوپوخ سو وینه ودریدل،په دغه وخت کي ئې دجنګ اوجکړي خبري دورسره ملګروسره په عادي ډول کولې.تر څه مودي وروسته ئې مصنوعي لاس جوړکړي،په قوم کي په آغالالا سره مشهور سو.دغیرت په هکله ئې کلیوالې شاعرانو غزلې ولیکلۍ.اومحلې سندر غاړو به دخوښیو په محفلو کي زمزمه کولې. خوهغه تاریخونه چي ميرزمان خان دپیر محمد خان دزوکړې ،جنګ او وفات لیکلۍ دي ماته دقیق نه بریښیده ،له هغو مي صرف نظر وکړې.
حضرت علامه عبدالحق مجددې او داکتر فضل الله مجد دی په خپل اثر حقیقت التواریخ ( از امير کبیر تا رهبر کبیر) کښي هم دصاحب خان غازي درهبري،جهاد او دانګریانو سره د جنګ او غزأ بیان په ۱۶۱صفحه کي په لږ او ډېر تفاوت سره لیکلۍ دي.

په تاج التواریخ کښي داسي راغلې دي:
     دانګریزانو او افغانانو ددوهمې جګړې پر وخت(۱۲۵۷) هجرې کال کښي دتیرې کونکو پرضد د پنځو زرو (۵۰۰۰)   تره کو جنګیالیو مشري صاحب خان تره کي پر غاړه لرل.

داوسنې زابل دولایت دشاجوئ دولسوالۍ مربوط د آغوجان یا هولان رباط سره پر پرتي غونډي  پر شاوخوا له انګرزانو  سره وجنګیدل او انګریزی لښکرو ته ئې ماته ور کړل.مګر صاحب خان غازې په دي دقواو او نفوسو له مخي نابرابره جګړه کي دخپلو دووسوو(۲۰۰) ملګرو او خپلوانو سره شهید سو.هغه غونډۍ اوس هم دصاحب خان غازي په نوم یادیږي. دکلیو پیغلې په خپلو اتڼو کښی په لنډیو دصاحب خان غازي یاد داسي کوي.

 غازې په لوړه غونډې کښیږدي+چي وسلام ته ئې ورځي دمقرملالی نجونې.

           صاحب خان غازې څنګه شهید سو؟
      صاحب خان غازې دامير شیر علې خان لخوا په کابل کښي تر څار لاندئ ژوند کاوه. دا چي ولۍ امير شیر علې خان صاحب خان تر نظارت لاندئ نیولۍ وو.؟ قیصه داسي وه :صاحب خان دخپل قوم مشر،په نیکۍ اومړانه کي  ئې نوم تللې ؤ.دامير شیر علې دواکداري پر وخت دمقر لپار یو ولسوال داسي شخص مقرر سوو،چي دا شخص یا ولسوال رشوت خور او په اخلاقي فساد لړلې سړی وو نوموړي ولسوال دامير شیر علي له نژدې دوستانو څخه(محمد زي)  وو. دنوموړي ولسوال له بدو اعمالو دمقر خلګ په تنګ سول.دولسي پریګړي له مخي صاحب خان تره کي له ولسواله وغوښتل چي وظیفه خوشي کړي،او کابل ته ولاړسې،څو حکومت دوی ته بل مناسب شخص دولسوال په حیث ور واستوي. دا دولس غوښته د ولسوال غو ږوته څو ځلې صاحب خان تره کي ورسول،مګر ولسوال زور چلاوه او دوی ئې بغاوت ګر بلل،څو صاحب خان تره کي ته بله لاره پاته نسول بیله جنګه ،په جنګ کښي ئې ولسوال وواژه. دامير شیر علي خان حکومت له غزنې څخه دصاحب خان تره کي نیولو ته سپایان ولیږل، صاحب  خان تر لږ ځنډ ور سته  کابل ته ولاړئ اوخپله دامير شیر علي په مخکي و دریدي او دخپلو کړو ( دولسوال وژل )څخه ئې دفاع وکړل. اميرشیر علې خان ته په دې وخت کښي  چي  په هیواد کښي  حالات خورا نور هم کړکیچن وو،او بل درباریانو هم نظر ورکړي چي که صاحب خان تره کي  ووژني دهغه تر شاه قوم ولاړ دي دمنطقي وضعت به نور هم خراب کړي .نو هغه ؤ چي  امير شیر علې خان  دخپلي کابیني  سره  پر دي  پریکړه وکړل چي صاحب خان  تره کي په نظارت کښي وساتې .کله چي  انګریزي قواوي دچمن ،ميرام شاه او پیښاور له لوري  وافغانستان ته راداخلې سوی، نوامير شیر علې خان دهیواد شمال ته اوله هغه ځایه بخاراته د تښتي  پلان سمبال کړي ،خپل زوی امير محمد یعقوب چي لس کاله ئې دخپلي ګرانې ماندینې په غوښتنه په زندان کي ساتلۍ وو،له زندانه خوشي او دچارو واګي ئې ور وسپارلۍ. په دې وخت کي امير شیر علي خان  صاحب خان تره کي هم  ځان ته ور وغوښتي  او ورته وئې ویل:(تاسي خو هميشه دانګریزانو ضد او مخالف واست) صاحب خان جواب ورکړي اوس هم.نودلته ؤ چي امير شیر علې خان صاحب خان تره کي دانګریزانو له ورتګ او پر افغانستان له تیري  څخه  خبر کړي. او ورته وئې ویل ته نور آزادئې.صاحب خان غازي  پر آسپه سپور پسله څوورځو منزلونو خپل کلۍ او دقوم منځ ته راغلې.په کلۍ او قوم کښي خوشحالۍ سول.صاحب خان دهمدغه خوشحالۍ په ور ځو کي دقومونو دمشرانوسره داخبره شریکه کړل چي ملک ته انګریزان راغلې دي.دهیواد آزادي زموږ وظیفه ده، دغلجي قومونو په لویه غونډه کښي  دټو لو قومونو مشرانو صاحب خان  دخپل مشر په توګه وټاکي .تر غونډي وروسته هر مشر دانګریزانو سره د مقابلې او جګړی ته خپل سړی آماده کړل ،چي  دټول جنګیا لیوشميره په ځینو روایاتو پنځو زر او ځیني دغه شميره لس زره  نفروته رسوی اودحاصب خان سره دخپل کلې څخه شپږ سو(۶۰۰) جنګالۍ غزاته روان سول.

         څه وخت چي دټولوقومونو  لخوا وغزاته تیار ځوانان اوزاړه راورسیدل،دلته (نور محمد او ولوجان) ډول چیانو دچغې غبرګ ډولونه ووهل اوچغه ګډه سول . غازیانو دجنګ لپار وسله یوازي لږ توپک، توري ،چړې اونور ساده وسایل لرل. کله چي غازیان مقر ته ورسیدل  دوی ته خبر را ورسیدي چي امير شیر علې خان ميدان خوشي کړي او وتښتیدې.په دې وخت کي ملایانو وویل چي د اسلام له مخي دا غزا او جهاد اوس نه کیږي ځکه جهاد او غزا باید چي امير ولري. نو یابه  ټول بیرته کوروته تلاي چي انګریزان سلامت کابل ته رسیدلي وائې دا هم ټولو ته شرم معلو ميدي اوهم دخلګو احساسات سخته را پارید لۍ وه.په دې ځای کښي دقوم مشرانو او ملایانو پریکړه وکړل، ددې لپاره چي غزا شرعي جواز پیداکړي نو دصاحب خان تره کي پر نامه ئې خطبه وویل وجنګ اوغزاته روان سول.

فکر کول ضروري بولم،صاحب خان تره کی نه حاکم ؤ،نه والي ، نه حکمران،نه صدر اعظم او نه پاچا.پنځه زره نفر اماده کول،سلاح ، او هغوې ته خرڅ تیارول څه اسانه  کار ندئ یو نیم سل کاله  له نن ورځي پخوا. دزورورو او کمزورو جګړه وه ،دظا لم او مظلوم جګړه وه ،دتجاوزګرو او مدافعینو تر مځ جګړه وه،نه  دشمير له مخي او نه دوسلو له مخي  تناسب پکښی وو.غازیان په خاص ډول (صاحب خان تره کې) همداسي  وکړل ، دآغوجان یا هولان رباط ته ئې دانګریز مقابلې ته ځانونه ورورسول.او له همدي غونډۍ شاوخوا درې ورځي سخته جګړه روانه وه.څودي زړورو افغانانو په خپله مړانه او سرو ښند نه انګریزي قواو سره داسي سخته جکړه وکړل ویني ،خولۍ اوخټي ،دسرونوپری کیدل،لاسونه پری کیدل ،دانسانانو غوښي هرلوري ته پرتې وي. یوشمیرښځو په کورونوکښي ډوډي پخولې ،نورښځوپاخه خواړه ،ډوډي اواوپه دجنګ په میدان کي غازیانوته رسول.په کلیو کي ماشومانو دډوډي اودخوړودپخولو لپاره په مځکواوغروکي لرګي اوخاشي را ټولول اوکورنوته رارسول.  همدا ګډه همکاري وه چي دښمن ته ډېر تلفات ور واړول او مختوري بیرته دکندهار پر لوري  و تښتیدل.  

دجنګ په دریمه ورځ کله چي غازې صاحب خان دانګریزانو په منځ کښي په جګړه بوخت ؤ چي یو سیک ئې ترتوري لاندئ راغلې سیک ډېرژر په درواغو کلیمه طیبه شریفه وویل.صاحب خان تره کي په دې چي سیک مسلمان سو دتوري وارئې پر ونه کړي او تر تیرسو.خو سیک چي په زړه کښی دښمن ؤ پر صاحب خان تره کي ئې دشا لخوا دتوري وار وکړې او صاحب خان تره کي له آسپی راولویدي او شهید  ئې کړي ، په دې وخت کي نورغازیان لیري په جنګ آخته وه ، یو ه غازي چي ولیدل صاحب خان شهید سو نو ئې وکولاي سواي چي دغازي صاحب خان دلاس تور واخلي  پر جنګیالیو ئې ږغ وکړې چي  انګریزانو صاحب خان شهید کړي ،سره لدي چي ټولو دخپل مشر دشهادت خبره واوریدل ،خو ددې پرځای چي دغازیانو مورال کمزوري کړي ،خلاف دتوقع دغازیانو احساسات راوپاریدل ،جګړې داسي زورواخست چي  دښمن ئې لیوني کړي .اوهغه ځوان   دصاحب خان د توري په زور او استعمال ډېر فرنګیان ووژني، صاحب خان دانګریزي قواو په منځ کي پداسي حال کي له خپلي آسپې راولویدي چي آسپه ئې هم څو ځایه زخمي وه. دصاحب خان دلاس په ګوته دسروزرو ګوتمۍ وه،چي قیمتي غمي پکښی وو، یوه انګریز ئې دسروزرو دګوتي په خاطر دلاس ګوته پرکړل اودصاحب خان غازي عکس ئې هم واخستي. دصاحب خان آسپه ئې هم له ځانه سره بوتلل. دصاحب خان غازي هغه دسروزرو غمي واله ګوته چي دصاحب خان نوم پکښی کیندل سوی وو اوس دلندن په موزیم کښي دده له عکس سره ساتل کیږي. دصاحب خان تره کي سره ټولودوستانو برخه لرل،په خاص ډول دده دو وروڼو شیرجان تره کي او بازمحمد خان تره کې.

        څه وخت چي انګریزی پوځ دکندهار پر خوا وتښتید په جنګ کښی داخیلو غازیانو ولیدل چي صاحب خان شهید   سوېدئ. دي غم لړلي خبر افغاني غازیان دي ته پري نه ښوول چي پر انګریزي قواوو باندئ دبریالیتوب خوښی ولمانځي . دوی د خپلو نورو شهیدانو سره يو ځای دغازي صاحب خان جنازه لمړی مقر اوبیا  دده پلرني کلې اوبند ( فتح کلا)  ته ورسول. او هلته خاوروته وسپارل سو .اوس ئې هم پر قبر سپینه مر مري ډبره ولاړه او پر لیکل   سوېدئ دا دغازي صاحب خان شهید مقبره ده.او دصاحب آسپه چي انګریزي لښکرو له ځان سره کندهار ته بیولې وه ،هغې هم له انګریزي کمند څخه ځان آزادکړي او ځان ئې فتح کلاته را ورساوه، روایت دي چي آسپي  نه څه خوړل او نه ئې څه چښل ولاړه وه او تر سترګو ئې اوپه  بهیدي څو مړه سول  او خلګو دصاحب خان غازي دقبر پښوته ورته قبر جوړکړي او هلته ئې ښخه کړل  اوس ئې هم قبرمعلوم دي. او په دې هم پوهه سې چي دکندهار تر(فتح کلا) پورې فاصله تر دوسوه او پنځوس کیلومتره زیاته ده.هو سته داسي حیوانات چي پر کومه لار ولاړسي او وغواړي بیر ته خپل ټا ټوبې ته ځان رسولاي سې. خصوصاً( سپي او آسونه)

     علاوه پر زخميانو ددوسوو(۲۰۰) شهیدانو جنازي کلیوته ورسیدي، اما دغازي صاحب خان پر شهادت او جنازه د ټولو قومونو نر اوښځو  ژړل او دغم محلي سندرې زم زمه کیدي کله چي خلګو ولیدل ،چي دصاحب خان دلاس ګوته هم غوڅه کړل سویده د غمي لرونکی ګوتمۍ په وجه  . نو داسندره په هغه ورځ وویل سول . چي مطلع ئې داسی وه:
 دصاحب خان ګوتي لاهوري غمې لاره له ځانه----- -مړمه وایي  ته صاحب خانه ، مړمه وایي ته  صاحب خانه
دا سندره  دیره اوږده ده مائې یوه نمونه  دلته ولیکله.
او نارینه کوچیان دخپل سره اټن پر محال دا سندره اوس هم  دغازي صاحب خان په یاد وائې:
زموږ پر کږدیو یو ګل دي غوړیدلې---------- ماویل اوردي اوردي
                   صاحب جانه غازي جنګ پر لاهور دي
کاغې مشوکه کته نو تک اخله---------------- ماویل آوردي آوردي
                    صاحب جانه غازي جنګ پرلاهور دي
پر ملأ نرۍ پر او ږو وړنګي------------------ماویل آوردي آوردي
                    صاحب جانه غازې جنګ پر لاهور دي
پر ګودرګڼې ونې کیده-----------------------ما ویل آوردي آوردي
                  صاحب جانه غازې جنګ پر لا هوردي
چي له ګدره را ختې رنځور دي کړمه--------ما ویل آوردي آوردي
                 صاحب جانه غازي جنګ پر لاهوردي
دسترګو تور مي ئې لا لیه----------------ما ویل آوردي آوردي
                  صاحب جانه غازي جنګ پر لا هوردي
دسترګو تور چي لیري کړم ړنده به شمه--------ماویل آوردي  آوردي
                 صاحب جانه غازي جنګ پر لاهور دي
که به مي یو ساعت هیریږي------------ ماویل آوردي آوردي
                   صا حب جانه غازي جنګ پرلاهور دي
زمادي هیر شې دا ویلي کتابونه --------ماویل آوردي آوردي
                   صاحب جانه غازي جنګ پر لاهور دي
او په دې ډول  زیاتی اتڼي ،بزمي ،رزمي سندرې  دنارینو او ښځو په ملې اتڼو کي د صاحب خا ن تره کي په شان کي ویل   سوېدئ  دلته به څو بیتونه بیا دنمونې په ډول ولیکو:
نن مي بیا په زړه خبری دصاحب خان راغلې -- خانه تلې په ډېرهوس آخیر خزان راغلې
صاحب خان ویل شیره وروره  -- ما قسم ګړي چي در نسمه تر کوره
جمعه خان او قادرجان درسره ګوره -- دفراق اوښکي پر مخ دجمعه خان راغلې
                نن مي بیا په زړه خبري دصاحب خان راغلې
                خانه تلې په ډېر هوس آخیر خزان راغلې
صاحب خان ویل شیره وروره فرنګی راغی -- وشاه جوئ ته رانژدې سو شین لوګي راغي
په اخلاص توري وهه زموږ مرګي راغې -- دعقبا ګټي هلې  په دي زمان راغلې
                نن مي بیا په زړه خبري دصا حب خان راغلې
                  خانه تلۍ په ډېر هوس آخیر خزان راغلې
دسمندر توره پخپله سمند خان وکړه -- دمهمندو توره بړ یڅي  فتح خان وکړه
 دغلجي توره تره کي صاحب خان وکړه -- ښې خبري دارسلاخان اوغازي محمد جان خان راغلې
                نن مي پر زړه خبري دصاحب خان راغلې
                 خانه تلي په ډېر هوس آخیر خزان راغلې
دسید ا ل دوه زامن پهلوانان وه-----په تورو ګډ یدل شنکي زمریان وه
دنبی ددین غمخور ګوډ پیر محمد خان ؤ-- دصاخب خان سره پرڅنګ به دی روان ؤ
              دمغزي ویني ئې کښته پر ګرېوان  راغلې
            خانه تلۍ په ډېر هوس آخیر خزان راغلې
اونور....

د غازي صاخب خان توره:
دغازی صاحب خان دلاس توره چي دسروزروپه لشتومطلا او جوهر ئې  له ورایه بریښي چي دتوري شغلی پره پره کیږي. او لاستی ئې دسپینو قیمتي هډ و کوڅخه دي.دتوري لاستی  ئې (۱۸) په (۱۸) سانتي کی دی او دسپینو زرو کړي هم لري. دتوری دتیغ اوږدوالې (۷۸) سانتي متره،پیړوالې او ضخامت ئې (۱،۵)یعني یو نیم سانتې متره،دتیغ بر او سور ئې(۸)سانتي متره دي.چي دا په ټولو تورو کي اوږده،سوره وره اودرنه توره ده. دلوی چړې په څیر په زرینو کرښوسره ښکلې کړاي سویده، او هم په زرین خط داجمله پری لیکلی ده:
۱۲۰۱هجرې پیرودین محمد دوستدار چار یار
                                         این به حسن بهادر شد به لطف کردګار
 دصاحب خان تره کی دوه پر سخه کلا ګاني چي امير عبدالرحمن خان په تو پونو ووشتې او وڼړولې تر اوسه ئې هم پوره اثار پر ځای پاته دي.دانګریزانو د وژنو قصد د غازي صاحب خان له دوستانو او ورثې څخه اميرعبدالرحمن خان وا خست ټول لویان ئې ووژل او له سرونو ئې کله منار جوړکړي، جایدادونه ئې ضبط سول پاته واړه او ښځي ئې لیري ولاتیو ته وشړل  اوسره ورک ئې کړل.په احترام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery