مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2012-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه - عثمان ترکی

خالدهادي حیدري

دبېنوادپوښتنو په برخه کي  مو دا ځل خپله  پوښتنه د افغانستان دسیاسي چارو دوتلي کارپوه ،نامتو حقوق پوه او لیکوال  ډاکټر  عثمان روستار ترکي  سره مطرح کړې ده

پوښتنه  ( بېنوا) : له حقوي اړخه د انتقالي عدالت د پلي کيدلو په مخنيوي کي د افغانستان د دولت اساسي هدفونه څه دي ؟
که په سپينه ووايو دولت ولي نه غواړي د ملګرو ملتنو د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ مخيز راپور خپور شي؟
آيا افغانان عدالت نه غواړي او که په زوره د عدالت څخه محروميږي ؟

 

د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه د بينوآ سايت يو سوال ته ځواب : ( دوکتور عثمان تره کي)

په افغانستان کي د شوروې اتحاد د يرغل نه وروسته تر اوسه پوري يعني په دري لسيزه کي د جګړي اور بل دي .
بيشمير افغانان وژل يا ژوبل شويدي . دري مليون افغانان کډي ته اړ شوي . د نړي په کچه افغانستان  د کدواليتوب او بيوزليتوب لمړي درجه مقام لري.
  د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په واسطه ،  زموږ د ټولني د ثبات ، سياسي ، فرهنګي او تولنيز ارزښتونه تر سوال لاندي راوستل شوي .
  دغه ناورين د حقونو د بنيادونو په بنست د جنايت تر عنوان لاندي راځي او ځانته په ملي او نړيواله کچه مسئولين لري ، چه بايد وروپيږندل شي . د دي د پاره چه جنايت  د جګړي په موده کي ترسره شويدي ورته جنګي جنايت او مسئولينو ته يي  د جګړي جنايت کاران او د بشري حقونو سرغړونکو ويلي شو.
  عدالت او په تولنه کي سوله ايز ګډ ژوند چه د غچ اخيستني نه پاک وي ، غوښتنه لري چه پيږندل شوي جنايت کارانو ته سزا وتاکل شي .
  د دغه واقعيت په نظر کي نيولو سره چه سوله او سياسي ثبات د عدالت د تآمين د پروسي نه بايد تير شي ، په افغانستان کي د جنګي جنايت کارانو د محاکمي د پاره دوی لاری مطرح کيداي شو :

لمړي ــ  په ملي کچه :
  د جنګي جنايت کارانو محاکمه يو  پياوړي ، ملي او د جنګي جنايت کارانو د اغيز نه پاک يو حکومت تر لاس لاندي نيولي  شي . دغه حکومت بايد :  
  ــ  د معياري امنيتي او قضايي اورګانونو په درلودلو سره د قانون د پلي کولو ظرفيت ولري .
  ــ  د تورنو کسانو د محاکمي په مقصد د سزآ ځانګړي قانون تنظيم او ځانګړي څارنوالي او محکمه جوړي کړي.
  ــ  د جنګي جنايت کارانو د بيرته سپارني په مقصد د بهرنيانو سره تړونونه لاسليک کړي.
   د جينوا کانوانسيون پدغه برخه کي کلک دريز لري : د  ۱۹۰۷ او ۱۹۴۹ م کال کانوانسيونونه ( لمړي نمبر پروتوکول )  په ۸۸ ماده کي وايي : « کله چه اوضاع او احوال غوښتنه وکي بايد د کانوانسيون لاسليک کونکو د تورنو کسانو بيرته سپارنه په اړه سره همکاري وکي » .
  اوسني حکومت د جنګي جنايت کارانو د محاکمي داعيه پرمخ بيولي نشي .ځکه چه :
  ــ  د حکومت واک د هغو کسانو په لاس کي دي چه د عدالت د پلي کيدو په ضد  د مقابلي  ناوړه سابقي لري .
  ــ  نړيوال نظامي ائتلاف د همدغه کسانو په ملګرتيآ  د ادعا شوي امنيت  ( ! )  د ساتلي ذمه واري لري او نه غواړي چه د طالبانو سره د جګړي نه پرته د جنګ سالارانو سره د جګړي بله نوي جبهه پرانيستل شي . 

دوهم ــ  د نړي په کچه :
  د دغه واقعيت په پام سره چه عدالت د نړيوال کيدو پروسه تعقيبوي ، دوه الترنتيفونه مطرح کيداي شو :
  الف . د يو « ادهوک »  يا « اقتضايي لند مهاله »  محکمه جوړول . « ادهوک »  محکمه د يو حقوقي ډود په توګه د دويم نړيوال جګړي د جنايت کارانو د محاکمي د اړتياوو په بنست باندي د ۱۹۴۵ م کال راهيسي رامنځته شو . پدي لړ کي د روندا او تانزانيا نړيوال جزايي محکمه (۱۹۹۴) ، د يوګوسلاويا جزايي محکمه ( ۱۹۹۳ ) د مثال په توګه يادولي شو .
  د محکمي د جوړيدو پريکړه د امنيت شورآ له خوآ صادريږي . مثالونه شته چه  د امنيت شورآ دايمي غړي د محکمي د جوړيدو يا نه جوړيدو نه د يو سياسي لاسوند په توګه ګته پورته کړي ده . په بل عبارت عدالت د سياسي ملاحظاتو تر اغيز لاندي حاشيي ته لويدلي ده .
  د افغانستان په ديرش کلنه جګړه او د هغي نه په رازيږيدل شوي جنايتونو کي ،  پرته  د چين نه د امنيت شورآ نوري غړي په مستقيم يا غير مستقيم دول ګدون  لري :
  شورويانو (  روسي اوسني دولت د شوروي دولت د حقونو او مکلفيتونو وارث ګنل کيږي ) د افغاني کمونيستانو د واکمني په موده کي او نړيوال نظامي ائتلاف په وروستي لسيزه کي ( د جګړي د لاري د ديموکراسي د صدور او تپلو  په ترڅ کي ) ، په بي شمير جنګي جنايتونو په ارتکاب تورن دي : د مثال په دول ، په افغانستان باندي د امريکا د يرغل په درشل  کي په ليلي دښته کي اتکل څلور زره طالب جنګيالي وروسته له دي چه د يو تړون په بنست باندي ځانونه تسليم کړل ،  په شهادت ورسيدل . د امريکايي مشهوري مجلي نيوزويک په قول د تړون د انعقاد په وخت د امريکا ځواکونو ۱۲ کسانو ( سپيشل فورس )  حضور درلود . دغه جنايت د مرکزي آسيا په کچه د نړيوال لمړي جګړي نه وروسته ( ۱۹۱۵ م ) چه په کي يو عشاريه دوه مليون ارمنيانو قتل عام شول ، ساري نلري . جنايت د هغه بهرني  هيواد په توافق  باندي ترسره شو چه د امنيت په شورآ کي غړيتوب لري او د بشري حقونو د دفاع په خاطر افغانستان ته تشريف راوړي دي  .
  نو دا احتمال چه امنيت شورآ د افغانستان د اوږد مهالي جګړي د جنګي جنايت کارانو په اړوند د ځانګړي محکمي چه صلاحيتونه يي افغاني او بهرني اړخونو ته شامل شي ، جوړ کړي ، لږ ليدل کيږي.  خو دا امکان شته چه محکمه د محدود صلاحيت په درلودلو سره جوړ شي . پدي معني چه د محکمي حکم يوازي افغانان تر پوشش لاندي ونيسي  .
 ب ــ  د عدالت د تآمين په مقصد ، بل الترنتيف سزآ نړيوال ديوان ته مراجعه ګنلي شو. ديوان په ۱۹۹۸ م کال  جوړ شو او تلپاتي بنه لري . د افغانانو او بهرنيانو د محاکمي د  صلاحيت  خاوند دي.
  افغانستان په ۲۰۰۰ م کال د ديوان غړيتوب ترلاسه کړ. خو دلته دوه محدوديتونه مطرح کيږي :
  ــ  د سزا نړيوال ديوان صلاحيتونه په هغه چا باندي نافذ کيږي چه د ۲۰۰۰م کال د مي مياشتي نه وروسته ، تورن وګنل شي . نو محکمه د هغو جنايتونو په  اړه حکم صادرولي نشي ، چه په افغانستان کي د کمونيستانو د واکمني په دوره  کي  تر سره شوي وو .
  ــ  په افغانستان کي په وروستي لسيزه کي ګن شمير امريکايي سرتيري په جنګي جنايتونو تورن دي . کوم چه امريکا د سزا نړيوال ديوان غړيتوب نلري ، نوموړي جنايتونه ته پام  د محکمي د صلاحيت د ساحي نه لري پاتي کيږي .

****
  د کابل واکمني او هغي سره تړلي تورن کسانو د جنګي جنايت کارانو د محاکمي د داعيي د بي اغيز کولو په مقصد مختلف اقدامات تر لاس لاندي لري. د هغي جملي نه :
  ــ  د وسله والو مخالفينو سره خبري اتري چه په ترڅ کي يي اوسني واکمني  په رسميت وپيږندل شي . په راتلونکي احتمالي سياسي تحول کي حکومتي امتيازات د مذاکراتو د اړخونو په منځ کی وويشل شي . تورن کسانو د دولتي امتيازاتو په درلودلو سره سياسي او حقوقي مصئونيت تر لاسه کړي .
  ــ  د جنايت نښي نښاني له منحه وړل . د مثال په توګه د « رادنورلند » د راپور ( نويارک تايمز ـ د جولاي ۲۲، ۲۰۱۲ م ) له مخي په ليلي دښته کي د بشري حقونو راپورتر ۱۳ دله ييزو قبرونو په نښه کړي وو چه په کي اتکل ۲۰۰۰ اسير شوي طالبان د دوستم د قواوو له خوآ تر خاورو لاندي شوي وو . خو څو  مودي وروسته د قبرونو نه څه شي پاتي شوي نه وو .
  د ملګرو ملتونو او سره صليب په مرسته بايد د جنايتونو د ارتکاب د نښي نښاني د ساتلو په مقصد يوه ځانګړي دفتر جوړ شي . دفتر به دنده ولري چه د ژوندي شاهدانو د آواز او تصوير کستونه ، د دله ييزو قبرونو د هويت سندونه د دفتر په آرشيف کي د موعود ورځي په تمه وساتي .
 
نتيجه
  ــ  تر هغه وخته پوري چه اوسني واکمني په افغانستان کي د نړيوال نظامي ائتلاف په ملګرتيا په واک کي وي ، په افغانستان کي د جنګي جنايت کارانو د محاکمي تمه نکيږي .
  عدالت د هغه واکمني په واسطه چه د جنګي جنايت کارانو پناهګاه وي ، تآمينيداي نشي .
  ــ  وسله وال مقاومت د خپلي واکمني په موده کي د جنګي جنايت کارانو سره جوړ نه وو . وسله وال مخالفين  بايد د جنګي جنايت کارانو  د محاکمي موضوع د هغو مذاکراتو د اجندآ په سر کي ځاي ورکړي چه د بهرنيانو  سره کيدونکي دي .
  ــ  که د جګړي د اړخونو خبري اتري  په افغانستان کي د نوي سياسي فصل  د راتګ پايلي درلودي ، د نوي واکمني له خوآ :
 په لمړي پلاو هغه ليست چه د بشري حقونو د کمسيون له خوآ د  تورنو کسانو نه  تنظيم شوي ، خپريږي . پدي دول  دوي د خپل محاکمي په انتظار  د سياسي صحني نه لري کيږي .
 په دوهم پلاو د کلک سياسي ارادي په بنست باندي د جنګي جنايت کارانو ، د بشري حقونو د سرغړونکو او د ملی خاینینو  د محاکمي زمينه د افغانستان د ننه يا د باندي برابريږي .
  توکل په خداي .   «  پاي »

دوکتور عثمان تره کي
فرانسه
د اګست ۱۵ ، ۲۰۱۲ م کال

ددغي جواب سره اړینه ده چي په همدې هکله دغه  لاندي حقوقي لیکني  هم  ولوستل سي !
۱ : -  لیلی د ښته- په سیمه کې بې ساری جنګی جنایت !
۲ : - محاکمه جنايت کاران جنگ در افغانستان

ipower aicts spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery