مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکـتر حــامـد د رڼا او قـبیـلوي ټـولنې په پـیچـومـو کې

ډ اګتر رحمت ربی زیـرکیا ر


January 4, 2013
خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک       په ظاهر په باطن سپـین سپـیڅلي خلک   (رحمان بابا)

ډاکـتر حامـد وپـیـژنـئ
د افغانستان نامتو سیاست وال، وتلي ملي او علمي شخصیت، تکړه قانون پوه، او د اسلام د رڼا په پـیچومو کې د نیمې شپې لاروي شوي  ډاکتر عـبدالصمد حامد د ۲۰۱۲ د دسمبر په  دیرشمه نیټه(۹مرغومی/جدي ۱۳۹۱ لمریز هجري) په جرمني کې د زمکې سره خدای په اماني وکړه او د اسمان خوا ته د تل لپاره کډوال شو. وروسته له سید جمال الدین افغان (۱۸۹۷-۱۸۳۸) او محمود طرزي (۱۹۳۳-۱۸۶۵)، ډاکتر حامد هغه لومړی ملي-اسلامي روڼ اندی او محمد زی عالم و، چې پښتو یې ویلی، لیکلی او لوستلی شوه.
ارواښاد ډاکتر حامد په هډ پښتون او په پرګنه محّـمـد زی و او د بچه سقاو(۱۹۲۹) د واکمنۍ په مهال د ننګرهار  ولایت په خوږیاڼـو سیمه کې زیـږیدلی و. د بچه سقاو د نهه میاشتنئ واکمنۍ په مهال د ډاکتر حامد کورنۍ مجبوره وه چې د ننګرهار په مومند دره کې د پښتون غازي، سخي  او دیني عالم چکنور مُلا کلي ته کډه وکړي او دهغه په میلمستون کې دیره شي.  چکنور مُلا په پرګنه مومند و، نوم یې امیرمحّمد و او د خپل لاسلیک په ځای به یې تل «فقیر چکنور» لیکه. د ډاکتر حامد پلار دیني سړی و. په کونړ، میمنه، پروان او کندهار کې لوي ولسوال(اعلی حاکم) و. ډاګتر حامد ماته ویلي و چې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې یې «خاپـوړې» کړی وې. د مور او پلار له خوا نیاګانې یې   په هـډ پښتنې وې.  ډاکتر حامد په کابل کې له نجات لیسې نه فارغ شوی و. ورپسې د افغانستان د ملي شورا په لګښت سویس ته لیـږل شوی و ځکه چې هلته د تحصیل لګښت کم و. په سویس کې یې د  حقوقو په څانګه کې د ډاکـترۍ بری لیک په« سـوما کوم لودې» درجه لاسته راوړی وچې په افغانستان کې ورته «له لسو نمرو نه جګ»( خارق العاده) ویلی شو. ملي شورا حامد د دې لپاره د حقوقو په څانګه کې  سویس ته استولی و چې وروسته له بریالیتوب نه به د خپل هیواد په پارلمان کې مشاور وي.
ما له ډیر پخوا راهیسې ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد د افغانستان د یوه کوټلي سیاسي اوعلمي شخصیت او صادق مسلمان   په حیث پیژانده. ډاکتر حامد زما  د لیکنو سره اشنا و خو له نږدې نه یې  نه پیژندلم.  زه په دې لیکنه کې يوه صحنه راسپـړم چې زموږ د ټولګي د ریاضیاتو د ښوونکي ارواښاد صادق خان وردګ او د ثانوي تدریساتو د ریٔس ډاکتر حامد تر منځ پیښه شوې وه.  دغه شان، دلته هغه معلومات وړاندې کوم چې له ۲۰۰۴زییز راهیسې مې  د تلفوني تماسونو په اوږدو کې د ډاکتر حامد له خولې اوریدلي وو. په ۱۹۸۹ کې د هغه مهال دلویدیز جرمني د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د بُن ښارته نږدې د افغانستان په اړه یو کانفرانس جوړشوی و. دغه کانفرانس ته ډاکتر حامد، زه او نور ګڼ شمیر افغانان (له پیښور، ایران، اروپا، او زما ارواښاد دوست یوسف فرند له امریکې نـه) وربلل شـوی وو. فرند هم زما دوست و او هم د ډاکتر حامـد(ګومان کوم چې فرند به ورته زما په اکله روغ معـلومات ورکړي وي). په هـوټل کې  د فـرند، زما او د ډاکتر حامد کوټې په عین پوړ کې وې. ظاهراً ډاکتر حامدهغه مهال زما په اکله یواځې دامعـلومات لرل چې زه  په کابل کې له خوشحال بابا لیسې نه فارغ شوی وم او لوړې زده کړې مې  په سیاسي علومو کې په جرمني کې بشپـړې کړې وې. ډیرې خبرې مو په هوټل کې وکړې.  دغه تماس د دې سبب شو چې زما او د ډاکتر حامد تر منځ متـقابل احترام غښتلی شي او په یوبل مو اعتماد پـوخ شي.

زما او ډاکترحامد یوه علمي همکاري
ډاکتر حامد په ما ټینګار وګړ چې که د فلسطین او اسرایٔـلو د کړکیچ د هوارولو په اړه په انګریزي یوه څیـړنیزه لیکنه راوباسم . ما لیکنه د ۲۰۰۸ په جنورۍ کې بشپـړه کړه او هغه ته مې  په ایمیل کې ولیـږله:
Relocate United Nations to Jerusalem  Harmonize Civilizations
د دغې لیکنې د لیکوالانو په حیث ما د ډاکتر حامد نوم لومړی او ورپسې مې خپل نوم لیکلی و. دوه درې ورځې وروسته یې راته ټلفون وکړ او په لیکنه یې غټه خوښي څرګنده کړه. خو ټینګار یې راباندې وکړ چې د دغې لیکنې لیکوال  به حتمازه (زیرکیار) یم او په لمن لیک کې  به  یې له هغه نه د مفکورې د راپورته کولو مننه کوم، او بس. د دغې لیکنې مخپاڼه په لاندې ډول ده:

RELOCATE  UNITED  NATIONS  TO JERUSALEM  TO  HARMONIZE CIVILIZATIONS
By:
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
(Independent Scholar, U.S.A.)
January 15, 2008

MAIN   IDEA
The point I want to emphasize here is this:  Relocating both first the UNESCO headquarters and thereupon the United Nations (UN) headquarters to Jerusalem could: (A) contribute a more lasting and creative solution to the very serious conflict over Haram Sharif (Temple Mount); (B) enhance the much needed harmony of civilizations; and (C) pave the way for a balancing global movement that can support pluralism, tolerance, power sharing, the system of “checks and balances,” and an egalitarian ideal.
________________
  I owe a special debt to ex-deputy prime minister of Afghanistan, Dr. A. Samad Hamed, who has contributed ideas that ultimately influenced this writing.
ما د ډاکتر حامد په غوښتنه همدغسې وکړل، او د هغه په لارښودنه  مې لیکنه لومړی مهمو اشخاصو ته واستوله، او ورپسې مې په اینټرنیټ کې خپره کړه. په دغ لیکنه کې مې د جرمن شاعر ، نقاد او ډرامه لیکونکې  ډرامه (هوښیار ناتا ن) هم راوړې ده . د غه ډرامه د دې لیکنې په پای کې لوستلی شئ .

ډاکترحامد، غني خان او مړینه
د باچاخان د ځوي عبدالغني غني خان شعرونو ډاکتر حامد ته ډیر خوند ورکاوه. د ۲۰۰۷ د ژمی په پیل کې یې  راته په ټلفون کې وویل چې: غني خان یې له کابل نه د شمال خواته په ستالیف  نومې باغ کې میلمه کړی و او ‎ نور پښتو ژبي شاعران او لیکوالان یې هم دغې میلمستیا ته وربللي وو. ماته یې وویل چې غني خان «ډیر بې پروا فیلسوف» و او خپل فکر یې «له بل چانه پټولی نشو».  د دغې کلتوري میلې نورو ګډون کوونکو هم ډاکتر حامد ته ویلي وو چې غني خان په خپل شاعرانه تخیل کې دومره برلاسې و چې هغوی یې مقام ته نشو رسیدلی. زما زیرکیار په اند،  ښایي له همدې امله به استاد ګل پاچا الفت غني خان په «لیوني فلسفي» نازولی وي. ما ډاکتر حامد ته وویل چې غني خان له مړینې نه ویره نلرله، بلکې  د هسک څښتن نیکي یې ګڼله. غني حان هسک څښتن ته وایي چې:
مرګ خو یوه نیکي ده چې ته وکړه د انسان سره                             
مرګ ستا کور له یوړ، کنه و به تل  د ځان سـره                             
مــرګ پـټــه نــکاح ده، د مـکان د لامـکان ســره                             
ویې پوښتلم چې دا شعر مې له کومه لاسته راوړی و؟  ور غبرګه مې کړه چې دغني خان یوه بله  کړۍ به درته هم واوروم او بیابه جواب درکړم. راسره ویې منله:
کعبه جوړه ابراهیم کړه، زه جوړ کړی یم الله           اوس نو څوک لوی شو اوچت شو، وایه وایه ائ مُلا
ورته ومې ویل چې د باچاخان د مشر خورزي پوهاند جهانزیب نیاز په ټینګار مې هغه ته  دغني خان د شاعرۍ په اکله یوه لیکنه په ۲۰۰۷ کې ورلیـږ لې وه چې په پیښور کې په «دستار» نومې مجله کې یې خپره کړي. سرلیک یې و: د غني «ګډې وډې»  د زړه اوعقل په تله کې؟ داکتر حامد ماته په خندا کې وویل چې زه باید کوم وخت په افغانستان کې یو داسې علمي اینسټیتوت جوړکړم چې لیکوالانو او محقـقینو ته د عـنوان چلونه ورښئ. ورته ومې ویل چې په ذکرشوې لیکنه کې مې د مړینې او ژوند په اکله یو نری بحث هم کړی دي او هلته مې د ساه څیـړنې(سایکو انالیـزیس)د پلار جرمن ژبي زیګموند فرویید(۱۸۵۶- ۱۹۳۹) نظر هم خوندی کړی و. فرویید په ۷۴ کلنۍ کې داسې ویلي وو: «په موږ باندې د هسک څښتن مهرباني داده چې هر څومره موږ زړیـږو هغومره زموږ ژوند بې خونده کـیـږي. په پای کې د هغو ډیرو بارونو[کړاوونو] په کچه  مړینه د زغم وړ ګرځي».
“Perhaps gods are kind to us, by making life more disagreeable as we grow older. In the end, death seems less intolerable than manifold burdens we carry.  Quotationary, 2006
ډاکتر حامد راغبرګه کړه چې د خلکي رژیم په پـیر کې د څرخي ُپل په زندان کې «زه په دې خـوښ وم کـه ووژل شــم».

په شاهي پیر کې د ډاکتر حامد  یو ګټور وړاندیز
هغه مهال چې ډاکتر حامد  په شاهي پیر کې مرستیال صدراعظم و، داسې ډیر ګټور وړاندیز کړی و: پخواني شوروي اتحاد ته د لوړو زده کړو لپار استول شوي افغانان دې د تحصیل له بشـپـړولو نه وروسته، د یوې لـڼـډې مودې لپاره لویدیزې نړس ته واستول شي د دې لپاره چې د دواړو متضادو ( شوروي سوشلیستي او لویدیز پانګه وال) نظا مونو په ښیګڼو او نیمګړتیاو پوه شي( د ۲۰۰۷ د نومبر په میاشت کې زما او ډاکتر حامد ټلفوني خبرې).
 
په وروستني شاهي اساسي قا نون کې د ډاکتر حا مد رول      
 د شاهي نظام په وروستني اساسي قانون (۱۹۶۴زییز، ۱۳۴۳ لمریز) کې ډاکتر حامد دروند رول لوبولی و. ماته یې داسې معلومات راکړل: د تسوید په کمیټه کې قانون پوه حمیدالله( د صدارت د مرستیال او د دربار د وزیر علی محّمد خان ځوي) ګډون لاره. علي محّمد خان اصلا د بدخشان و. محّمد موسی شفیق چې د شاهي دورې وروستنئ صدر اعظم و، د تسوید د کمیټې منشي واو د اساسي قانون په عدلي برخه (قضا او ستره محکمه) کې یې زیات کارکړی و. میر محمد صدیق فرهنګ د پاچا د حقوقو او امتیازاتو برخه په غاړه اخیستې وه.  پخپله ډاکتر حامد د تسوید کمیې ته په پیل کې «څواویا»( په ډیر احتمال سره ۷۲) پوښتنې وړاندې کړې وې چې باید د تسوید په کمیټه کې ورته جواب وویل شي.(ما زیرکیار د ۱۹۹۸ په اوړي کې د تلفون له لارې د ارواښاد مشر پاچا صاحب شمس الدین مجروح نه اوریدلي وو چې ډاکتر حامد د اویا په شاوخوا کې مهمې پوښتنې د تسوید کمیټې ته وړاندې کړې وې. استاد مجروح د  اساسي قانون د تسوید د کمیټې مشر و).  ډاکتر حامد راته وویل چې شاید شل پوښتنې  به ورسره په کورکې وي، خو زیاته یې کړه چې  پخپله دی یې میندلی نشي. د حکومت، مدني حقوقو، شورا او د اظطراري حالت غټه برخه پخپله ډاکتر حامد او کوچنئ برخه یې حمیدالله( د دربار دوزیر علی محّمد خان ځوی) تهیه کړې وه. د  خبرو په پای کې ما زیرکیار وویل چې: نه پوهیـږم پخواني پاچا محمد ظاهرشاه به د سردار محّمد داود خان او سردار محّمد نعیم خان په راټـیټـولو او تجریدولو کې  او په یوه کلکه قبیلوي ټولنه کې د  کال۱۹۶۴ د اساسي قانون په رامنځته کولو کې کومه ګـټه تصور کړې وه؟! ډاکتر حامد راته داسې جواب راکړ: پاچا داسې فکر کاوه چې د دغه اساسي قانون له لارې به د امریکې پام افغانستان ته راوګرځوي، خو واشنګټن د دغه بدلون سره  علاقه ونه ښودله ( د ډاکتر حامد سره زما تلفوني خواله، ۲۴جولای ۲۰۰۸).

بیـلابـیل مهـم معـلومـا ت
 ډاکتر حامد به میرویس نیکه ته د «فخر افغان» په سترګه کتل. طاهر بدخشي ( چې میرمن یې د ډاکتر حامد له خولې د کشتمند خور یا لوروه )په شاهي دوره کې ډاګتر حامد ته لیک استولی و او مرسته یې ورنه غوښتې وه.( زما او ډاکتر تلفوني خواله،اګست۳، ۲۰۰۸). زما زیرکیار په اند، دلته وینو چې اورپکی (راډیکال) شعله یی کامیونیست هم د ډاګتر حامد په عدالت طلبه دریځ پوهیده.
ډاکتر عثمان روستار تره کی چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په په پوهنځي کې د ، ډاکتر حامد شاګرد و، ماته د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۳۰(د فرانسې په وخت د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې) په تلفون کې وویل چې پخپله دی د شاګرد په حیث د ډاکتر حامد په خبرو سم نه پوهیده. ما زیرګیار ته هم پخپله ډاکتر حامد د ۲۰۱۲ په پسرلي کې په تلفون کې ویلي وو چې د حقوقو د پوهنځي یو شاګرد پخپله ده ته شکایت کړی و چې په خبرو یې نه پوهیـږي. ډاکتر حامد دومره صادق انسان و چې ماته یې هم وویل چې په وینا کې یې افاده کمزورې وه.
کشمیر د افغانستان خاوره وه. صدراعظم ډاکتر محمد یوسف، د بهرنیو چارو د وزارت لوړ رتبه مامور او سفیر ډاکتر روان فرهادي، مورخ میر محمد صدیق فرهنګ او وزیر سید قاسم رشتیا کشمیریان وو. یانې مشران یې له کشمیر نه  اوسني افغانستان ته راغلي وو. 
  خلکي رژیم چې په اپریل ۱۹۷۸ کې قدرت ونیو، ډاکتر حامد  یې د څرخي پُـل زندان ته واچاوه.  ډاکتر حامد په کابل کې د پرچم د ګوند د مشر ببرک کارمل همصنـفی و.  کارمل ته چې قدرت ۱۹۷۹ په پای کې  وروسپارل شو، ډاکتر حامد له زندان نه خلاص شو: بیا ورپسې کارمل خپل سریاور واستاوه چې ارګ ته( دکارمل اوسید ځای ته) یې ویسي. په ارګ کې یې د کارمل سره ولیدل. هغه ډاکتر حامد ته بلنه ورکړه چې د موجوده رژیم سره همکاري وکړې. خو ډاکتر حامد ورته وویل چې «زه ناروغ یم، ناروغ به څه مرسته وکړای شي».  بیرته يې کورته واستاوه.  راته زیاته یې کړه چې بیا ورپسې میر محمد صدیق فرهنګ  په تور رسمي موټر کې ورغلی وچې ډاکتر حامد د پرچمي رژیم سره همکارۍ ته وهڅوي. خو ډاکتر حامد ورغبرګه کړه چې «ناروغ» دی او «څه یې له لاسه پوره نه دی». ډاکتر حامد ما زیرکیار ته وویل چې  په دغه مهال یې «دفرهنګ اصلي څیره وپیـژندله». هغه زیاته کړه چې «زه پخوا په فرهنګ تیروتلی وم».
ډاکتر حامد راته داسې هم وویل چې پخوا ځینې هزاره ګان برتانوي هند ته تللي وو او هلته یې تعلیم کړی و. انګریزانو هغوی کویټې ته ولیـږل چې سردار/امیر عبد الرحمان خان( ۱۹۰۱-۱۸۸۰) ته  مشکلات راپیداکړي او امیر د فشار لاندې ونیسي چې د انګریزانو غوښتنو ته تن کـیـږدي. زما زیرکیار په اند، ښایي له دې امله به امیر عـبدالرحمان خان د هزاره ګانو په مقابل تاوتریخوالی کارولی وي-- ما زیرکیارته د ډاکتر حامد له خوا تلفون، ۷ دسمبر ۲۰۰۹زییز کال.
د ډاکتر حامد مور خوږیاڼۍ وه او پلار یې په پښتو لهجه فارسي ویله.  غلام فاروق عثمان( چې د سردار محمدهاشم خان مامازی و) په پښتو پو هیده. فاروق عثما ن د وروستني شاهي اساسي قانون (۱۳۴۳لمریز، ۱۹۶۴ ) د رامنځته کیدا په مهال په کابل کې په خپل باغ کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې یواځې د پښتو په رسمي کولو را چاپیـره وه. د ډاکتر حامد د وینا له مخې، امیر دوست محمد خان، امیر شیر علیخان، او امیر عبدالرحمان خان په پښتو پوهیدل،خو امان الله خان او محّمد نادرخان په پښتو نه پوهیدل. باچاخان په خپل پـڼـډ کتاب  کې (زما ژوند او جد و جهـد. د دانش خپرندوی ټولنه، پیښور:۲۰۰۸=لمریز۱۳۸۷، ۷۸۸ مخونه) کاږي چې په کابل کې یې امان الله خان ته سپارښتنه کړې وه چې د پښتون پاچا په حیث باید پښتو زده کړي. باچا خان لیکي چې امان الله خان یې په ۱۹۲۹ کې په بمبی کې ولید او د باچا خان سره په پښتو ګړیده. خو باچاخان په خپل دغه کتاب کې  د نادرخان د پښتو په اکله څه نه دي لیکلي. د محمود طرزي پلار (غلام محّمد) په پښتو او فارسي شعر وایه.
ډاکتر حامد د پښتنو ډیر متلونه ، په زړه پورې کلتوري کیسې او ولسي ټوکې زده کړې وې.  د دغو واقعیتونو په مټ ویلی شم چې اروا ښاد ډاکتر عبدالصمد حامد یو وتلی ولسي مشر هم و.
زه زیرکیار په کابل کې  د خوشحال بابا په لیسه کې (ګومان کوم)  د اتم ټولګي زده کوونکی وم. په ټولګي کې موږ ته ارواښاد صادق خان وردګ د حساب/ریاضي درس راکاوه. ناڅاپه ډاکتر حامد چې د پوهنې د وزارت د ثانوي تدریساتو ریٔس و زموږ ټولګي ته ځانله راننوت. ښوونکي صادق خان ور نه پوښتنه وکړه چې دی څوک دی؟ ده ورغبر کړه چې حامد د ثانوي تدریساتو ریٔس دی!  ښوونکي هم ورته ځان معرفي کړ. ډاکتر حامد په  په ټولګي کې ښکته پورته وکتل، مننه یې وکړه او ډیر زر ووت ځکه چې هرڅه پاک او منظم وو او ښوونکې هم په درس ورکولو بوخت و. موږ زده کوونکي وارختا وو چې مبادا زموږ تکړه ښوونکی صادق خان خپل کار له لاسه ورنکړي. په ۱۹۷۵ کې زه د برلین د ازاد پوهنتون له خوا افغانستان ته د علمې څیړنې لپاره تللی وم. یوه ورځ مې د بهـرنیو چارو د وزارت په خوا کې د استاد صادق خان یو ملګري ولید. هغه ته مې د صادق خان قصه وکړه. هغه راته وویل چې استاد دې په ډیره غریبۍ کې په حق رسیدلی دی.ما د لارې په سر د صادق خان ملګري ته خپله غمشریکي ښکاره کړه. هغه زیاته کړه  چې د صنف له پیښې نه لـږ وروسته، ډاکتر حامد  هغه وزارت ته غوښتلی و او له خپل جیب نه یې  دوه درې سوه روپۍ جایزه ورکړې وه. ما په زړه کې ډاکتر حامد ته ډیره دُعا وکړه او زما په زړه کې یې د دروند او انصافـمند شخصیت په څیر ځای ونیو. ‎

تنکی ځوان حـا مـد او هـوښـیار نا تا ن
حامد لومړی ځل ښوونځي ته په میمنه کې او بیا په پروان کې داخل شوی و .ورپسې په کابل کې په  نجات لیسه زده کوونکی شو چې ښوونکي یې جرمنیان وو. د دغه ښوونځي په لسم ټولګې کې ورته جرمن - یهود ښوونکي ډاکتر باوم د جرمن ډرامه لیکونکي لیسینګ(۱۷۸۱-۱۷۲۹) وروستنئ او د دینونو د پوخلاینې او جوړجاړ په اکله وتلې تربیوي ډرامه ور کړې وه چې راپور پرې وکاږي. د ډرامې سرلیک و: هوښیار ناتا ن
  لیسینګ د الهیاتو او طب په څانګو کې تحصیل کړی و. په جرمني کې  لیسینګ هغه مقام لاره چې شکسپـیر په انګلستان کې ګټلی و. د لیسینګ د ډرامې کیسه داسې وه:
Gotthold Ephraim Lessing, Nathan der Weise (Nathan the Wise)
په ډرامه کې کې لیسینګ د ناتان رول لوبوي چې هوښیار یهود تاجر و.  د دریم صلیبي جنګ په مهال، روڼ اندی اسلامي واکمن صلاح الدین په القدس (جیروزالم) کې ناتان خپل دربار ته رابلي او او پوښتنه ورنه کوي چې په درې الهي دینونو ( یهودیت، عیسویت او اسلام) کې کوم یو اصلي دی. هوښیار ناتان ورته د یوه باچا کیسه کوي چې یوه ګوته یې د درې ځامنو لپاره لرله: له ډیرو پیـړیو را هیسې باچانو(پادشاهانو) یو ځوی لاره او هر باچا به د مړینې په مهال یوه ګوته خپل یواځیبني ځوی تا په میراث پریښودله. یو وخت راورسید چې باچا د یوه ځوی په ځای  درې ځامن لرل، خو هغه یوازې یوه اصلي ګوته لرله. باچا د خپل وخت یو ډیر وتلي زرګر ته  ذکر شوې اصلي ګوته ورکړه چې  د هغې په شان دوه(۲) داسې ګوتې جوړې کړي چې اصلي ګوتې ته په بشپـړ ډول ورته وي.  په دې ډول باچا د خپلې مړینې په مهال هر ځوی ته ځانله ځانله یوه یوه ګوته وروسپارله او هر یو ته یې ځانله ځانله وویل چې دغه ګوته اصلي ده او د پلار له مړینې نه وروسته به یې حفاظت کوي او خپل ځوی ته به یې امانت په میراث ورسپاري. په دې ډول هر ځوی فکر کاوه چې پلار ورته له پیـړیو راهیسې یواځینئ نګه (سوچه)  ګوته په میراث سپارلې ده. په دې ډرامه کې لیسینګ د دینونو تر منځ زغم (تحمل)، ملګرتیا او بشردوستي تمثیلوي. دې ډرامې په تنکي ځوان عبدالصمد چې وروسته حامد شو ډیر اغیز پریښی و. ډاکتر حامد ماته دغه ډرامه په جرمني ژبه له جرمني نه  د ۲۰۰۷  په مني کې راولـیـږله. د روڼ اندي لیسینګ ډرامې زوړ زیرکیار هم  تر اغـیز لانـدې راوست.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery