مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د غله خبرو عالم کړ

ژباړه: نظر محمدافغان

 

امام غزالي د دين يو ستر عالم تېر شوی دی. يو ځل يې له يوه کاروان سره سفر کولو چې غلو په يوه کنډر ځای کې پر قافلې يرغل راوړ.
له امام غزالي سره مال او اسباب هېڅ نه وو، پرته له يو څېز نه چې ده ته ډېر ارزښتمن و. دا د ده يو ليکلی کتاب و، چې په کې يې د خپل استاد خبرې ليکلې وې. غلو ترې دا کتاب هم واخېست. امام غزالي ډېر خواشينی شو. له کومې وېرې پرته د غلو مشر ته لاړ او ورته يې وويل: ((ستا کسانو له ما نه زما کتاب واخېست. ستاسو لپاره دا کتاب هېڅ ارزښت نه لري، خو زما لپاره ډېر ارزښتمن دی. ما چې له خپل استاد نه کومې خبرې يادې کړې دي، په دې کې مې ليکلي دي. مهرباني وکړئ، زما کتاب ما ته بېرته راکړئ!))
د غلو مشر د امام صيب له دې خبرې سره په خندا شو او ويې ويل: (( د عالم علم خو د ده په سينې کې وي. ته څنګه عالم يې چې يو کتاب درنه لوټ شو، نو هېڅ هم درسره پاتې نه شول؟))
له دې خبرې نه وروسته يې خپلو کسانو ته امر وکړ، چې کتاب بېرته ورکړي. د غله خبرې د امام صيب پر زړه ژور اغېز پرېويست. له هماغې ورځې څخه وروسته يې د کتاب په يادولو يې پيل وکړ او په لږو ورځو کې يې ټول کتاب ياد کړ. بيا وروسته له هغه نه امام غزالي جوړ شو او په ټولې نړۍ کې د ده علم خورشو. اوس د امام غزالي له کتابونو لوستلو څخه پرته څوک عالم نه شي جوړېدی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery