مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نامالومه شميره

سيف الله شهاب

  جهاد په تيلفون کې ښا يسته ډېرې خبرې وکړې او د خبرو پريي مهال ځوځلې په بړک بړک وخندل تيليفون قطع شو
، خو هغه خوره خوشال ما لو مېده خو شالي يي پټه و نه شوه سا تلى او ګلاب ته يي تيليفون وکړ:
- هيلو بچو ته دا راته وويه چې څنګه يي ؟ ښه جوړ او په مزو کې يي .
- …………………………………………………….
- اوس دا راته وويه چې چېرته يي ؟
- ……………………………………..
- په کور کې ، ښه نو د کلى شا ته را څه چې يو ډېر مهم ښکا ر مې پيدا کړى دى .هاهاها… هاهاها .… جهاد وخندل او تيليفون يي قطع کړ.
ګلاب د خپل ښکا ري ټوپک سره يو څاى د کلى شا ته راورسېد جهاد د هغه په ليدو خوره ډېر وخندل او له ډېرې خندا نه يي بډوډي نيولي وو.
ګلاب په غوسه وويل : زه څه ملامات وم ، خو ته راته وويل چى ډير مهم ښکار مې پيداکړى دى ته لکه چې اوس په خلکو باندې ملنډې وهئ که څنګه ؟
جهاد له خندا نه په ډکه خوله وويل :اې سا ده ګله! تا ټول عمر په کلى کې تېر کړى دى او دښا په خبرو
با ندې ځکه نه پوهېږئ خبره داسې وه چې لومړ‌‌ۍ راته له يوې نا مالومې شمېرې زنګ وشو؛ډېرې خو ږې خبرې يي کولې؛ راته ښه ما لدارې او ښايسته ما لومه شوه ما چې کله ځينې پوښتنه وکړه چې ته څوک خبرې کوئ ؟ نو وي ويل چې شمېره يي غلته کړي ده او تيليفون يي قطع . ډېر خونديې راکړ په زړه کې راوګرڅېده چې بيا ورته تيليفون وکړم ، خو ډير‌ى وخت ښاري نجونې له
راديوګانوڅخه دا شکايت زيات کوي چې کليوا ل څوانان ور ته زنګونه وهي او نا خقه يي زوروئ، نو له همدې امله مې ورته تيليفون ونه کړ .
خو له لږ څنډ وروسته يي يو ځل بيا زنګ وواهه ا و ويل يې چې خبرو دې زيات خوند راکړ او ډېر جانانه څوان راته مالوم شوئ ما هم ډاډ ورکړ او ورته مې وويل خبرو دې له ما هم زړه يوړ ډيرې ښې ټوکې ټا کلې يي کولې او ښه ډېر مو سره وخندل .
ګلاپ چې ته به چې د جهاد دغه ډول خبرې تل خيالي اودروغ ښکاريدې ، نو په خشکه يي ورته وويل :
ته پخپله ساده ګل يې بيا در با ندې چا ملنډې وهلي دي اوس داسې غوږۍ هم پيداکيږي چې د سړي غږ د ښڅې په غږ اړوي.
د جهاد او ګلاب انډيوالي او ملګر تيا ټول کلى ته ما لومه وه . دو‌‌‌‌‌ى به تل د يوه بل ضد خبرې کولې ، خو بيا هم سره ګران وو .


جهاد څو کاله ديوه بهېنى شر کت سره د ګارد ( ساتونکي) و ظيفه اجرء کړه ، خو کله چې د هغو ى کار ختم شو د هغه وظيفه هم ورسره ختمه شوه .
هغه اوس يو کوروله موټر پيداکړى وه او تل به يي چکر پکې واهه .
جهاد اوس په ښار کې يو بل کار هم کوه د تيليفون شميره يي په قاغذونو باندې ليکلي وه او تل به يي د پيسو سره يوڅاى هغو نجونو او ښڅو ته ورکوله چې څادرۍ به يي اغوستې وې او سوال به يي کوه .
هغه دادې لارې ګڼ شمير نجونې ملګرې کړې وې او څو ځله ورسره په مو ټر کې د کلى لوې صحرا او د ښار دولتي باغ ته هم تللې وې .
جهاد په لومړۍ څل داداسې يو چا سره خبرې کولې چې کريډيټ خو يي هيڅوخت نه غوښت او ډير وخت به تيليفون هم هغه ورته کوه ، ګني له جهاد څينې بې شميره نجونې کريډيټ يوړل او اوس يي هم ونه پيژندې .
ماښام ناوخت هغه دکلى له دوکان څخه د کور په لور روان وه چې تيتيفون يي وشرنګېد :
- هيلو
-...........................
وغليکم وسلام
_...........................
_زه ښه يم او ته څنګه يي ؟
_.............................
_دوې ورځې دې تيلفون بند وه نږدې وم چې ليونى شم
_.....................................................
ته خو ژمنه کړي وه چې درسره به وينم .خو پوره دې نه کړه که څنګه ګرنې؟ هاهاها... هاهاها
-....
_صبا ته ريښايا وايه؟
_........
-هو ملکي روغتون مې ليدلى .
تيليفون قطع شو او جهاد سمدستي ګلاب ته تيليفون وکړ او ورته يي وويل چې زما خبرې درته دروغ او بابو لالې ښکاريدې صبا ته را ځه چې ورسره مخامخ دې کړم دايې وويل او اړيکه يي پرې شوه .
جهاد او ګلاب سهار وختي ملکي روغتون ته ځانونه ورسول بيا بيا هغه شميره ته زنګ واهي ، خو شميره غلې ده .
ډير انتظار يې وکړ خو څوک پيدا نشول څوځلې په روغتون باندې تاو را تاو شول دوه وارې يوازې د روغتون ودنۍ ته ور ننوتل .
ګلاب ورته وويل :هلکه چا درباندې ملنډې وهلي دي او يا به هم درته چا کومه دسيسه جوړه کړي وي زمانه خرانه ده ، راځه ځو به که زما منئ !؟
خو جهاد ټينګار کوه چې ښه کلکه ژمنه يي ورسره کړيده خير دى لږ به پاتې شو ګوندې راشي .
د سا عت ستن دورځې په لسو بجو باندې ولاړه وه نور دجهاد خلق هم تنګ شو په ټول ژوند کې يې دومره انتطار په لومرۍ ځل کوه د ګلاب په وړندې يي ځان خجلات اخساسوه او په ذهن کې به يي د هغه خبرو انګيزې کولې : هلکه چا درباندې ملنډې وهلي دي او يا به هم درته چا کومه دسيسه جوړه کړي وي زمانه خرانه ده.
مو ټر يي چلان او پريکړه يي وکړه تر ځو له سيمې پيښې سپکې کړي .
( جانانه کله به راځې سترګې مې سپنې شولې
اوښکې مې وينې شولې )
په چيني تيليفون کې د امين الفت دغه سندره په لوړ غږ زمزمه کيږي جهاد جيب ته لاس کړ او په سکرين باندې يي همغا شميره نا څيږي تيليفزن يي اوچت کړ اړيکه جوړه نه وه څو څو وارې وشلېده ،خو دومره په خبره پوه شول چې مقبل لوري وويل چې زه درته دروغتون او عمومي سرک په غاړه باندې ولاړه يمه .
په ډير سرعت يي موټر راتاوکړ عمومي سرک ته وخوت په همغه ځاى باندې ځوک په شنه څادرۍ کې ښکاري ورنږدې شول جهاد ورکوز شو ور غږ يي کړ خو چا ځواب ور نه کړ شګه يي ورګوازر کړه ،خو کوم غبرګون يي ونښود جهاد دورنږديکدو هڅه وکړه او هغه په منډه په روغتون ننوته .
جهاد او ګلاب له زياتې اندښنې سره سيمه پريښوده . دواړه دښار په لوى پارک کې ناست دي ګلاب د جهاد په ننى کار پورې ټوکې او مسخرې کوي ليکن هغه چوپ دى .
ګلاب خاندي او ورته وي : صدکې او خير تونه وکړه چې ژندى ګرځې که يي يو ځل خوک را خبر کړي واى ، بيا به دې د ژوند ګډ لي نه واى خوړلي .
غرمه نږدې وه دوى په همغا پارک کې ناست وو چې ګلاب ورته وويل : بچو خانه ! دومره انديښنه هم په کار نده هرو مرو په دا ډول کارونو کې داسې مشکلات پيدا کيږي ،خو خير په هر صورت بلا وه بر کت يي نه وه . خواوس به ماته د موتر کونجۍ راکړې چې داده ورځ لاړه زه په بازار کې سودا اخلم خو پوره يو ساغت وروسته به يو ځاى وو ته همدلته او سه ګوندې کوم بل ښکار په لاس درشي هاهاها...
ويي خندل او موټر ته وخوت .
جهاد خوب او ستړيه احساس کړه ويي پتيله تر څو د کاکا کورته ولاړشي يو څه خوب او استراخت به وکړې .
انجنير شير محمد دهغه تره وه . هغه د طا ليبانو له سقوط ورسته ښارته راکډه شو د څو کالو راهسې په يوه موسيسه کې کار کوي هغه اوس په کرايي کور کې نه اوسيږي او درې پوړيز کور يي ا خيستى دى .
د جهاد ستر ګې د لويه دروازه په ځوړند زنګ باندې ولګېدې خو کوچنۍ دروازه خلاصه وه کور ته ننوت په انګړه کې څوک تر ستر ګو نشول برنډې ته وخوت ټو لو کوټوته يې سر ورښکارا کړ ليکن څوک يي و نه ليدل ځووارې يي نارې کړې : زوبيره! زوبيره! وءزوبيره ! ! کاکاناوې کاکاوې وء کاکاناوې ! !
چا ځواب ور نه کړ انديښنه ورولويده دوهم پوړ ته په ډير تلوار پورته شو له يوې کوټې څخه زوږ پورته کيده ګومان يي وکړ چې د تلويزون غږ دى په کوټه کې پلوشه په کوچ باندې ناسته ده ټکرى يي په اوږه اچولى دى ، دفنکې باد يې داربل په ويښتا نوباندې اتڼ اچولى ، په کوچ با ندې ناسته ده او پېښې يې په ښيښيى ميز وراچولې دي ،د مېز په يو طرف ته تيليفون او بل طرف ته دشنه چى پياله ايښودل شويده او د تيلويزون ريموډ يې په لاس کې نيولى تلويزون د کوټې په کونج کې په يو لوى مېز باندې ايښودل شويدى او يو بهرنى سريال پکې روان دى .
پلوشه دجهاد په ليدو باندې ورختا شوه رنګ يي ژيړ والوت ، پاڅيده او ټکرى يي په سر را کش کړ له ډېرې ورختا يي په ميز باندې پېښه ولګېده ، پياله له مېز راوغورځېده پر بل ميز ولګېده او ټوټه ټوټه شوه ،ورختايي نوره هم زياته شوه خپل تيليفون يي هم هېرکړ جهاد ته يي لاس ورکړ خو سر يي څوړند وه .
جهاد ترې وپوښتل کاکا، کاکا ناوي او زوبير دوي چېرته دي ؟
پلوشه پداسې حال کې چې يوه پېښه يي د دروازې د باندې وه په ځوړند سروويل :
پلار او مشر ورو مې کابل ته تللي د کوم دفتري کار نوم يي واخيست خو جهاد ورباندې پوه نشو مور او کوچنى ورورمې کلى ته تللي ما‌ذدګر ته بيرته کورته راځي .ده يي وويل نوره اه کوټه ووته او جهاد ته يي د ډوډۍ د راوړو ژمنه هم ورکړه .
د پلوشې ننى چلند د جهاد په زړه کې ځانګړى ځاى پيدا کړ ،ځکه هغه يې د څوخويونو په وجه بده اسېده ، د سړيو په مخ کې په بې پروا ډول خبرو کولو ،مکتب ته په تګ ، تيليفون ګرځولو او تلويزون کتلو.
پلوشه د انجنر شير محمد لور وه ،چې تير کال له دولسم ټولګى څخه فارغه شوې وه د کانکور په ازموينه کې يې هم ګډون کړى وه ،خو بې نتجې پاتې وه او اوس مهال يې يوازې دبهرنيو سريالونو ليدل خپله دنده ګڼله .
جهاد په کوچ ورړنګ شو غزيدلى شانته کيناست بيايې په ذهن کې هماغې سهارنۍ پېښې انګېزې کولې . ويې پتيله تر څو ورته تيليفون وکړي که هر څوک وو ښه پريمان ښکنځل به ورته کوي نمبر ته زنګ تير شو پدې سره يو دم په ښيښي ميز باندې په پر ته تيليفون کې يوه مسته هندي سندره شروع شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery