مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وروستۍ خبره

محب الله آرمل
 
پلارمې دسختې ناروغۍ له امله  په وزير اکبر خان روغتون کې بستر وو دده روغتيايي حالت زيات ځو رولم ، يو سهار د پلار د بستر خونې ته روان وم چې په يوه ښځه مې سترګې ولګېدې د عملياتخونې  مخې ته ناسته وه او په لپو لپو او ښکې يې تويولې خودا کومه جالبه نه وه ځکه هر څوک چې دلته تلل را تلل هغه کسان وو چې يا خپله نارو غ وو او ياهم له ناروغانو سره پايوازان  زه نه پوهېږم چې پدې ښځه مې ولې زړه وسوزېده سترګې يي په ډېره ژړا ژړا دومره بدلې ښکارېدې  چې تابه ويل دا دسترګو ناروغي لري ، زه يي له څنګه تېر شوم  دپلار بسترخونې ته مې ورسېدم دننه ورغلم خبرې مې ورسره پيل کړې روغتيا يي د ډاډ وړ وو ورته خوشاله شوم زموږ ترمنځ خبرې روانې وې چې ، بهر په اوږده دالېز کې مې د ژړا آواز واورېده دباندې را ووتم که ګورم هماغه ښځه يوازې له ځان سره سلګيو اخيستې او کله کله يي سلګۍ دو مره په زوره شي چې آن په ژړا بدل شي  ومې غوښتل دژړا علت ورڅخه وپوښتم له څان سره مې وويل څه يې کوې بده به ومني خوبيامې زړه صبر ونکړ لږ نږدې ورغلم په آرام مې ورته  وو يل خور کۍ څه خبره ده ولې دومره ناقراره يي په ژړا ژړا دسترګې سرې او ښتې دي داولې ؟څه ته ځورېږې؟ آيا ماته ويلای شې؟ ددې خبرې په او رېدو چپ پاتې شوه يو اوږد آسوېلی وکښه په ټيټ آواز يي راته وويل وروره څه خبره نشته . زه پو شوم چې له مايي خبره پټه کړله ومې وويل زيات ټڼګار ښه ندي نرم دخپل پلار کوټې ته روان شوم زه لارسېدلی نه وم چې د عمليات له خونې يوه تن ډاکټر همدا ښځه دشارې په واسطه ور وغوښته ، داهم  د ډاکټر له اشارې سره چابکه پاڅېده ،او په منډه ورغله له ډاکټر سره په خبرو لګياشوه دقيقه لانه وه پوره  چې ښځې يودم چيغې کړې ،په وښتانو کې يي ګوتې واچولې  په ښېراوو سر شوه خدای دې لاسونه مات کړه ،ځواني مرګ شې ،داټول ستاله لاسه خدای دې داموټر له تاميراث کړي ... پدې وخت کې يو ځوان راغی او  د عمليات خونې ته ور دننه شو له لږځنډ وروسته بهر راغی اود ښځې ترځنګ په لرګينه څوکۍ خپه کېناست، په غبرګو لاسونو کې يي خپل سر ونيو ځمکې ته يي وکتل  په سوچونوکې ډوب شو شېبه وروسته  بيايو ډاکټر له کوټې راووت ، يوکاغد چې ګمان کوم نسخه وه ځوان ته يي ورکړه او څه نورې خبرې يي هم ورته وکړې ځوان  له روغتون څخه دباندې لاړ .له ځان سره مې وپتيله چې راځه  له دې ښځې دپېښې پوښتنه وکړه  يوځل  بيا په سستو قدمونو زړه نازړه ورغلم ورته مې وويل خورکۍ زماستاپدې حالت زړه سوزي هيله کوم راته ووايه که مې څه  په وس کې وشي چې مرسته درسره وکړم ،ښځه چې  له دې پېښې ځورېدله او خبره يي په زړه کې غوټه وه غوښتل يي لږ له خپل زړه نه دغم پېټی لرې کړي او غوټه راته وسپړي ...
خپله کيسه يي داسې راته شروع کړه : زمانوم ساجده دی پنځه کاله مخکې مې  له خپلې خوښې سره سم له يوه  ځوان سره « چې زما‌دپوهنتون ټولګي وال وو » واده وکړ د واده په دويم کال الله پاک (ج ) يوه لور راکړه او نوم مو خاطره پرې کېښود خاطره زمايوازينی اولاد وو له خپل ځان څخه هم راباندې ګرانه وه پلار به يي هم ډېره نازوله او آن کله کله به يي دفترته هم ورسره بو وله ، اقتصادي وضع موهم ښه وه خو څو ورځې مخکې دخاطرې پلار يو  يو ميراتمړی  ( دموټر په يادولو دښځې غږ ټيټ شو سترګې يي له او ښکو‌ډکې شوې سلګو واخسته زه يې هم خواشنی کړم او پاتې کيسې ته تلوسه لازياته شوه انتظار وم  چې ټوله يي واورم  دې يو ځل يي بيا خپلې او ښکې پاکې کړې او په بنده ژبه يي خبرې پيل کړې : دخاطرې پلار څو ورځې مخکې يوسور  ټوډو کورلا موټر واخست او دومره ورته خوشاله وو چې تابه ويل په ټول افغانستان کې يوازې دی دموټرڅښتن شوی دی پرون يي راته وويل راځئ چې نن مو چکرته بوزم اګرچې زړه مې نه غوښتل لاړه شم خوده ټينګار وکړ چې خپل موټرمودی هه دي او دادي ... ماهم دده خبره ومنله او د پغمان په طرف روان شوو دښارپه بندو سړکونو له يو يونيم ساعت وروسته  دتاق ظفرله څلور لارې تېرشوو وړاندې يي موټر ديوې لويي ونې سيوري ته ودراوه او موږ ترې ښکته شوو، دخاطرې پلار وويل تاسې دلته لږتم شئ زه له کوم دوکان څخه يوڅه اړين توکي (ضروري شيان ) را اخلم  ماوويل ښه ده ځه لاړشه زه او خاطر يې دراتلو په تمه ولاړ وو څودقيقې ووتې دده حال را معلوم نشو، خاطرې ته مې وکتل دې په وړه ژبه راته وويل مول جانې اوبه شاوخوا مې سترګې واړولې پاکې اوبه مې ونه موندې خو څوګامه وړاندې يودوکانګی ښکارېده خاطرې ته مې وو يل لورې ته دلته لږکېنه زه له هغه دوکان څخه اوبه درته راوړم ښه !خاطرې د سر په خوځولو راته ښه وويل  زه دې دوکان په خوا لاړم يوبوتل او به مې راواخستې لا رارسېدلې نه وم چې دخاطرې پلار راغلی  او خاطرې ته دومره په غوسه دی ته به وايې کومه لويه ګناه  يي کړې  قدمونه مې ګړندي کړل چې ورغلم دخاطرې له لاسه يي يوه تېره اوسپنه په ډېره غوسه واخسته او څپړې يي ورته بندې کړې له ور رسېدو سره سم مې ورته وويل پرېږده څه کفريي کړی هه ... خوزماپه خبره يې هډو ځان هم پونکړ غوښتل مې ترې خلاصه يې کړم ماته يي هم څپړې او لغتې بندې کړې او يو خواته يي ټېله کړم زه پرځمکه ولوېدم تندی مې له کومې ډبرې سره ولګېده سر راباندې وڅرخېده ترڅو چې زه بيارا جګېدم دخادطرې کاريي کړی وو، هو هماغه اوسپنه چې څو شېبې وړاندې يي له خاطرې څخه واخسته زه چې کله دوکان ته تللې يم خاطرې  راخستې او په موټر باندې يي څوکرښې مرښې رسم کړې مانادچې موټر يي خط کړی پلارته يي چې له خاطرې نه کور لا ګرانه وه همدا اوسپنه يي ورته نيولې ده او دخاطرې لاسونه يي ورباندې سوري سوري کړي وو د خاطرې ددې حال په ليدلو مې په سترګو تياره شوه يو ځل بيا په ځمکه راپروتم اونوره پوه نشوم چې څه وشول خوچې کله  راپاڅېدم ګورم چې په سپين اوږده کټ پرته يم او يوه ښځينه ډاکټره مې له څنګ سره ولاړده په بيړه مې له دډاکټرې وپوښتل زماګرانه لورکۍ خاطره چېرته ده ؟ او هغه څنګه ده ؟ ډاکټرې مې په تندي لاس راکېښوده او په نرمه يي راته وويل ته آرامه اوسه لور دې جوړه ده لږ وروسته به يي ووينې د ډاکټرې په خبرو مې باک رانه وړ راپاڅېدم او له کوټې بهر راووتم که ګورم اجمل ( دخاطرې په پلار) مې سترګې ولګېدې کارته يي وکتل ماپه غوسه ورته وويل لورمې چېرته ده ژر وايه؟ ده له ځنډ وروسته وويل د علميات په خونه کې نور غلی شو سترګې يي سرې وې ده ټوله شپه په ويښه تېره کړې وه او په کړي  کار پښېمانه ښکارېده  له څنګه يې تېره شوم او دعلميات خونې ته مې منډه واخسته چې خاطره وګورم خوډاکټرانو يې دليدلو اجازه رانکړه يوځل بياښځه سلګو واخسته او  ښه په جوش يي وژړل څو دقيقې ورسته يې بياسترګې وموښلې او وروستۍ خبره  يي له خولې راووته : ډاکټر راته وويل دلور لاسونه دې بايد غوڅ شي ځکه چې زخمونه يې دجوړېدو ندې  او موږ بې لدې چې ورباندې پرې کړو بله چاره نلرو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery