مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

تلپاتی درد

نقيب احمد قريشي

 

د راډيو تخنيکي همکار د هارون پاچا د ټپو څخه جوړه سندره پلې کړه تر څو لنډيو تر اورېدو وروسته مي هايډفون له غوږو ليري کړ او د سټيډيو ميزي ټليفون ته ځير سوم سر پر سر زنګونه را روان ول .
زما دنده د ادبي خپرونو د پروډيسر وه دا هم د پښتو لنډيو خپرونه وه ،چي يوازي پکي لنډۍ له اورېدونکو د ټليفون پر کرښه خپريدې .
زړه مي وغوښتل چي ياره راسه له يوه اورېدونکي سره دمه جوړه کړه له ځانه سره مي وويل
- نه قانون نه ماتوم
- په دې خو هيڅ هم نه کيږي بسم الله کړه
ټليفون مي اوکې کړ .
- بلي سلام
له ټليفون څخه ډېر ښايسته ښځينه ږغ راپورته سو .
- قربان
د قربان لفظ مي له خپلي خدای بخښلي انا څخه ډېر اورېدلی وو خو اوس مي يوازي مور کله ،کله په جواب کي قربان راته ويل خو دې قربان مي بدن ولړزاوه بيا مي ورته وويل .
- بلې
- وايم قربان
بخښنه غواړم خووووو......
- مه مه خور راته ونه وايي
شکي سوم نو څه درته ووايم آغلې .
- زما نوم مينه دی
- ښکلی دی خو زما به دي اورېدلی وي .
- هو خو ږغ مي دي خوښيږي
- څه زما ږغ دي خوښيږي زه خو هارون پاچا نه يم
- نه هارون خو د سندرو پاچا دی او ته بيا زما د زړه .
- زه کوزده لرم
- ما هم ددې لپاره زنګ نه دی دروهلی چي د کوزدې پوښتنه درڅخه وکړم ،په ږغ کي دي د ژوند نوم دی
په ږغ کي د ژوند نوم کليمه راته جالبه ښکاره سوه ومي ويل
- دادی په فلسفه هم پوهيږي
- نه فلسفه او زه مکتب ته نه يم تللې خو سقراط تر ټولو ښه پيژنم
- امر .
- اوس نو ښه سو .
- يعني ؟
- ما د خپل زړه د ډاډ لپاره زنګ درته وکړ د امر لپاره نه .
ما له ځان سره وويل راسره ورسره وغځوه ومي ويل .
- نه په ما کي څه وينې .
- په تا کي نه خو ستا په ږغ ژوندی يم .
- ښه نو تر څو چي زه په راډيو کي يم خپروني مي اوره نو ژوندی به يې .
- نه مرګ د تقدير سره تړلی دی .
- په زړه کي يو نا څرګند درد رامعلوميږي .
- نه اوس نسته خو څو شيبې مخکي وو .
- له څنګه درده سره لوبي کوې ؟
- زه له درده کرکه لرم خو درد زما سره لوبي کوي اوف .
په سټيډيو کي سور لايت روښانه سو .
انجلۍ ته مي وويل سندره خلاصه سوه تر خپروني وروسته همدې شمېر ته زنګ وکړه نوري خبري به سره وکړه .
(( چا را ويل جانان دي تور دی
ما به رڼا ليدلی نه دی تور به وينه ))
په دې لندۍ سره مي له سندري وروسته د خپروني وروستۍ برخه پيل کړه .
درنو اورېدونکو راسره په تماس کي سئ او د لنډيو ښايسته انتخاب مو په همدې خپرونه کي راسره شريک کړئ .
پنځو اورېدونکو لنډۍ ولوستې وخت پای ته ورسيد خو زه د يوه اورېدونکو په لنډيو هم نه سوم پوه ،چي څه ډول لنډۍ يې راته وويلي .
خپرونه مي پای ته ورسوله خو د انجلۍ په تمه وم ،چي نمبر يې د ټليفون پر سکرين راښکاره سوه .
- بلې سلام
- قربان .
- قربان د سلام جواب نه دی .
- عليک مي ورته په زړه کي وويلی
ږغ په زوره سو ،څه سوې جانانه خبري راته وکړه ما هره وخت غوښتل ستاسو د راډيوشمېرې ته زنګ وکړم هغه به په خپرونه کي روخ سوو خو ما د خپروني لپاره نه ستا سره د خبرو کولو لپاره زنګ کاوه .
- سمه ده خبري کوم خو ته دا راته ووايه چي زه ولي دومره درباندي ګران سوم .
- بس
- پوښتني مي ولي داسي لنډي،لنډي ځوابوئ څه ستونزه ده .
- اوس هغه مينه نه يم چي په خبرو به مي منګي ډکېدل په وس مي نه کيږي .
- ګوره هر څه صفا ،صفا راته ووايه .
- محکمې ته خو نه يم راغلې .
- عجيبه انسانه يې .
- دا دنيا ټوله عجيبه ده
- دا لنډ ،لنډ ځوابونه مي نه هوښيږي مقصد دي راته ووايه .
- مقصد نه لرم يوازي مي ددې لپاره درته زنګ وکړئ ،چي د خپل نا يو ځای سوي خاوند درد ليري کړم ،ستا په ‌ډول وو خبري ږغ او هره څه هميشه به يې په ټليفون کي ماته ويل ،چي لنډ ځوابونه مه راته وايه ته زما په مينه نه پوهيږي زه ستاسره څومره مينه لرم خو ته مي اوږدې پوښتي په دوه ټکي کي راځواب کړې .
- څه خاوند
- خو تېره اوونۍ ډله ايز قبر ته وسپاره نه پيژندل کيدی ماته يې يو تلپاتی درد راپرېښود خو دی راڅخه ولاړی په ژړا .
په تليفون کي تر ډېره ژړا اورېدل کيدله وروسته قطع سو.
له دې ټليفون څخه درې اوونۍ اوړي ډېر انتظار مي وکړئ ،چي ګوندي د هغې زنګ يو ځلي بيا راسي تر نيمو شپو په سټيډيو کي پاته سوم خو بيا د ميني زنګ رانغلی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery