مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بي اړیکو کار ،کوه قاف ته ختل دي !؟

رحمت الله شیرزوی هیبتې


 

دکابل فضا په خړو خاورو پټه وه، ټول خپل بري لیکونه مي په څنګ کي نیولي ؤ ترڅو معلوماتي ټیکنالوژي وزارت ته دامتحان له مودي څخه له نورو وړاندي حاضر اوسم. دوه اونۍ مخکي مې دانټرنيټ په وسیله دلوژستيک د مدیر دندي ته نوم لیکنه کړي وه چې دنړیوال بانک له لورې حمایه کیدو که څه هم ډیرو دوستانو راته وویل: چې بي ځايه خواري کوي ځکه ستا خو کومه اړیکه نشته د اړیکو خلک بي له امتحان څخه وړاندي له وړاندي ټاکل شوي دي بی تعلیمه خلک دلته وزیران او ریسان دې ته خو کوم تنظیم نه لري اونه کوم وکیل یا قومندان پیژني هغه خلک چې دژبي، رنګ، توکم، سمت، او مذهب توپير یی دوژلو ستره فتواه وه د حکومت مسئولین یی لمانځ غونډي جوړه وي او اتلان ورته وایی. پداسي اداره کې کارپیدا کول کوه قاف ته ختل دي که زموږ مني له خپلې پریکړي څخه لاس په سر شه دا یی له څه کوی یو ه کلیوال راته ویل چې وکیلان داسي دي لکه زموږ دکلي معلم دیوه ماشوم سبق په دوهم صنف کې نه زده کیدو نوموړي شاګرد ته یی د دریم صنف کتابونه ورکړي ؤ د افسوس په علامه یی سر خوځاوه بیا یی زیاته کړه له کورنیو چارو وزارت څخه یی وزیر جواب کړو ددفاع وزارت دکار اجازه یی ورکړه که څه هم د دوی خبرو زما دذهن فضا په تورو لړو او طوفانونو پټه کړه. ما بیا هم خپله حوصله له لاسه ورنکړه په خپله کاري تجربه او راکړل شوي بري لیکونو ډیر ډاډه وم ما ویل کیدای شی ټول هم داسي خلک نه وي چې اړیکو ته لومړیتوب ورکړي دلاس په پنځو ګوتو کي هم توپیر شته،زه خبر نه وم چې دلته پنځه ګوتي توپیر نه لري.دلارښوني سره سم څلورم پوړ ته وختم دهغه دفتر مخکي چې موږ یی دیادي دندي لپاره امتحان ورکاوه یو سپین ږیری ملازم ناست وه يو پښه یی په بله اړولی وه سلام ،روغبړ مي ورسره وکړو ملازم زیاته کړه ډیر وختي ده یو ساعت وروسته راشه زه بیرته را کوز شوم وزارت نه دباندی می دانتظار شیبي شمیرلي بیا مي هم له یاد وخت څخه لس دقیقی مخکي څلورم پوړ ته ځان ورساوه ددفتر دباندي یو کوچ ایښی ؤ دبل تن تر څنک کیناستم نوموړي سره معرفي شوم.دغه ځوان هم دیادي دندي دامتحان لپاره راغلی ؤ موږ دواړه حیران ؤ موږ ته ویل شوي ؤ چی دیادي دندي لپاره دلسو نفرو اسنادمناسب ګڼل شوي دي چې له یادو نفرو څخه دری ټاکل کیږي اوس فقط موږ دوه نفر دلته حاضر یو.نوموړي ځوان راته وویل چي زه یو مامور پيژنم هغه راته پرون وویل: چي بي ځایه خواري مه کوه چی له کله نه دغه دنده اعلان شوي ده دنوموړي وزارت تخنیکي معاون خوریه ترڅنګ دوه نور نفر دمعاون صاحب دفتر ته ځي راځي چا راته ویل چې امتحان هم معاون په خپله اخلي.ما هم ورته دخپلو دوستانو بیان وکړو. ما چی لا خبرو ته دپای ټکی نه وه ایښی چې ملازم زموږ خبري پري کړي اوزیاته یی کړه ستاسو څخه یو نفر راشي زما سره ناست ملګری وراغی زما په ذهن کې دخوښي سیلابونه په څپو شول ماویل وزارت دری نفرو ته اړتیا لري د معاون صاحب د خوریی په شمول موږ دری نفره یو زموږ په امتحان کې کوم سیال نشته، نیم ساعت وروسته نوموړی ځوان راووت خپل سر یی په منفي کې ښورا وه په تلو کی یی ویل بي ځایه مو خواري وکړه.زه چی کله دفتر ته ننوتم ملازم راته دکیناستلو وویل: اوزیاته یی کړه یو څو دقیقي صبر وکړه او یوه بله خونه ته یی اشاره وکړ چی معاون صاحب غږوکړي بیا به ورشي.دمعاون صاحب د نوم
په اوریدو می په زړه کی دډارسیلابونه په څپو شول اَیت کرسی می په داسي حال کی ویلی چې زړه مې په درزیدو ؤ یو څو شیبي چې لا تیری نه وی د دروازي زنګ ووهل شو ملازم ورغی پداسي حال کي چې دروازه یی نیم کښه وه دسر په اشاره یی ماته د راتګ وویل.دفتر ته له ننوتو سره سم مي نبوي ډالۍ وړاندي کړه پنځه کسان به ناست وو یواځي یوه نفرسلام ته وعلیکم وویل.یو اوږد میز ایښی وو چې شا او خو ا یی چوکۍ وي معاون صاحب ته مخا مخ په چوکۍ کیناستم نورو کسانو معاون صاحب ته وویل چې خپل ځان دي معرفي کړي معاون صاحب دهو په علامه سر وښورا وه، دبسم الله په ویلو می خپله لنډه پيژندنه په پښتو پیل کړه معاون صاحب په فارسي راته په ویاړلي لهجه وویل به فارسي یا انکلسي بګو لسانها دفتري این دو است. کله چې دمعاون صاحب دپښتو سره تعصبي چلند مي ولید نو پوه شوم چې دوستانو راته رښتیا ویلي وو چې بي ځایه خواري مه کوه خپل پښتانه راته سترګو ته نیغ ودریدل چې کله یو منصب ته ورسيږي بیا په پښتو خبری هم نه کوي که د معاون صاحب خلک زموږ په شان اکثریت وای زموږ مورنۍ ژبه به هم د دوی ژبه وه، دخپل تحصیل او کاري تجربي په هکله می ټول تشریحات ورکړل.زما څخه معاون صاحب داسي پوښتني مطرح کړي چې دیادي دندي سره یی ډیر توپير وه زما امتحان پای ته ورسیدو په داسی حال کی چی په زړه کي مي دخفګان سیلابونه روان وو له دفتر څخه راووتم، دریم پوړ ته لا نه وم رسیدلی چې ملازم مي په زینو کي ولید ښایي زما په څیره کې یی دخفګان نښي له ورایه لیدلی وي. پوښتنه یی وکړه؟ امتحان دي په خیر تیرشو ما په منفي کي سروخوځاوه اوزیاته مې کړه : زما نه داسي پوښتني مطرح شوي چې له یادي دندي سره یی ‌ډیر توپیر درلود. ملازم خپل سرتاواوه زیاته یی کړه: دلته اړیکي ولره دیو چا شخصي ګټې تامین کړه په کال کې دکورونو،ځمکو،ښځو، سروزرو، او میلونونو ډالرو خاوند شه بیا تسبیح اړوه نورو خلکوته دصراط المستقیم نحصیتونه کوه.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery