مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څلور ورځې

محب الله آرمل

 

د مني يو يخ سهار آته بجې له کوره راووتم  د جومات د مخې پتاوي ته د کلي ځوانان او د ښونځي ګڼ شمېر زدکونکي را غونډ وو، ها خوا کوم لس دولس تنه نور هم معلومېدل خلکو ويل دا ځوانان ايران ته ځي .
عبيد چې  زما ټولګي وال وو خپه غوندې د کور له خوا راغي ماورته وويل کتابونه د چېرته ؟ راځه چې ځو ناوخته کيږي هسې نه ازموينه رانه تېره شي .
عبيد غږ ونکړ ، بيا مې ورته وويل ولې داسې خپه يې را ځه کنه؟  دی بياهم چوپ وو ، ترې ومې پوښتل څه خبره ده ؟ ماته ووايه !؟د عبيد سترګې له اوښکو ډکې شوې د څه ويلو هڅه يې ناکامه شوه .
فکر يو ړم چې ولې عبيد دومره خواشينی دی ،لږ وروسته چې عبيد يوه دمه واخسته تر مټ مې ونيوه لږ مې ګوښې ته کړ ورته تکرار مې کړه ولې نه راته وايې څه شوې چې سترګې د له اوښکې ډکې دي ؟
عبيد په درنه ژبه وويل خالده مه مې پوښته زړه به مې  وچوي نه پو هيږم څه وکړم ؟ پلار مې راته وايې ايران ته لاړشه ، خدايه ! ايران ته خو به لاړشم  ....
عبيد بيا غرېو واخست کوم يوه دقيقه يې ژړل ورو ورو يې سلګې کرارې شوې په زحمت يې وويل خالده څه وکړم کاشکې دومره يې پرېښې وای چې دا درې څلور ازموينې خو مې ورکړې وای که کال دوه کاله پس بيا راشم يولسم ټولګی به بيا وايم ټولګي وال به مې په پوهنتون کې وي . عبيد په سترګو موټي تېرکړل.
عبيده ! خدای مهربانه دی دا هرڅه به سم شي ته لږ صبر وکړه .
زه او عبيد په خبرو وو چې يو دروند غږ مو واورېد ، ځوانيمرګه څه شوې ؟په کومه لاړې ؟ په خدای که دپرېږدم ... بله چيغه مې تر غوږو شوه - عبيده !.
عبيد منډه واخسته  دخپل پلار خواته ورغی له رسېدو مخکې يې وويل  هه ابکه  زه دلته يم  له خالد سره مې څه خبره کوله  ابک يې په غوسه ورته وويل ګوره کافره ايران ته به ضرور ځې وروڼو دې احوال راليږلی چې موږ نور له مسافرۍ ستړي يو نور د يوڅه وخت عبيد راشي .
عبيد د پلار له وېرې چوپ ولاړ وو اوښکې يې ګرېوان خواته رغړېدې ...
شېرمحمد په غوسه وويل  داسې اولاد به څوک څه کړي ،په کور کې يې راته اړولي ،ورته وايم اېران ته لاړشه  دی راته ژاړي، زه ستا په مکتب څه کوم ؟ستا سېواد مېواد ماته په درد نه خوري لاړه شه مزدوري وکړه پوشوې !
لږ نېږ دې ورغلم له لاسه مې ونيوه شېرمحمد ماما عبيد ايران ته ځي! خو يوازې څلور ازموينې يې پاتې که دا څلور ازموينې ورنکړي يو کال خواري يې  په ابو لاهو کيږي ، خير دا څلو روځې ورته وګوره ... شېر محمد په غوسه راته وويل ماته نصيت (نصحت) مکوه زه په خپل کار ښه پوهيږم  اوس ډله مسافر ځي بيا داسې موقع نشته ، ځه له مخې مې ورک شه .
د کلي له يوې لويې کوڅې پلانکوچ موټر راووت ، شېرمحمد عبيد ته وويل ور وخېژه کنه په زوره د ورپورته کوم .
عبيد په ماشوم انداز پلار ته وکتل خير ابکه څلور ورځې ...
شېرمحمد ورمنډه کړه عبيد ته يې څپړې بندې کړې ، په وهلو وهلو يې موټر ته ورجګ کړ خلکو يې ننداره کوله بيا يې په غوسه غوسه کې وويل په شپږلکه مې واده کړی او دی  لا راته وايي څلور ورځې .
پای
۱۳۹۲-۷-۶ د وردګو ملي راډيو تلويزيون


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery