مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دحرمينوهنداره،۷۶یمه برخه

قاضي محمدحسن حقيار


دحج يونليک:

دعلي ابن ابي طالب رض مسجد
حضرت علي رض د ابو طالب زوى د عبدالمطلب لمسى څلورم راشد خليفه په عشره مبشره کې شامل د رسول الله ص د تره زوى او دهغه د لور حضرت فاطمة الزهرا مېړه وو،دتبوک له غزا پرته چې رسو ل الله ص کورته پرېښى وو نور په ټولو غزوا توکې شريک وو بلاخره  د رمضان په اوه لسمه په ٤٠ ه س کال دعبدالرحمن ابن ملجم لخوا د ٦٣کالو په عمر په شهادت ورسېد، حضرت علي رض دهغه د زوى امام حسن لخوا دالار په ماڼۍ کې خاوروته وسپارل شو خو قبر يې معلوم ندى، د فتح  دمسجدونو په پيل کې دريم مسجد د حضرت  علي په نوم دى، په قوي ګومان د خندق د غزا پر مهال حضرت علي  رض همدلته اوسېده .دامسجد د حضرت سلمان رض د مسجد سهيل ته پروت وو، امير زين الدين ضيغم بن حشرم المنصورى چې کله په ٨٧٦ه س کې د مدينې والي وو نو دانړېدلى مسجد يې بېرته  ورغاوه، صالح لمعى مصطفى وايي چې دده له وروستى چت څخه داسې ښکاري چې لومړى دسلطان عبدالمجيد په وخت ١٢٦٨ ه س کې  هم دامسجد ترميم شوى وو د سلع غره په لمن کې د پرتو مسجدونو په پرتله دامسجد تر ټولو لوى وو چې په ١٤١٤ه س کې له مينځه وېوړل شو.

دحضرت ابوبکرصديق رض مسجد

عبدالله ابن ابى قحافه عثمان ابن عامر ابوبکر لومړنى راشد خليفه  اوله عشره مبشره وو څخه دى، هغه په  نارينه وو کې تر هر چالومړى، پر رسول الله ص ايمان راووړ او د معراج پېښې د تصديق له امله ورته د صديق لقب ورکړل شو، دهغه پلرنى نوم عبدالکعبه  دى، رسول الله ص ورته  عبدالله لقب غوره کړ.
هغه رسول الله  ته خپله لور حضرت عايشه په نکاح کړې وه ابوبکر صديق رض په ١٣ه س په ٦٣کلنۍ کې وفات  او دحضرت عايشې رض په حجره کې د رسول الله ص خواته خاوروته وسپارل شو.
دفتح مسجدونو جنوب ته پر يوه لوړه پروت څلورم مسجد دابوبکر صديق په نوم وو چې خلک به پر زينو ورختل .
دډاکټر الياس عبدالغني په وينا ، ابن نجار (٦٤٣ه س )او مطرى (٤٧۱مړ)ليکي چې دامسجد اوس نړېدلى دى، خو احمد عباسي په يوولسمه پېړۍ کې دامسجد ودان معرفي کړى،اودهغه د ډول او مساحت په اړه يې معلومات ورکړي دي اوس چې دلته موږ کوم مساجد وليدل نو په دوى کې هم دحضرت ابوبکر صديق په نوم کوم مسجد نه وو.

دحضرت عمر ابن خطاب مسجد

حضرت عمر ابن خطاب ابن نفيل کنيه يې ابو حفص او لقب يې فاروق دى، حضرت عمر دوهم راشد خليفه په عشره مبشره کې شامل ،هوښيار پرېکنده، هوډمن ،عادل او زړور شخص او دهغه لور حضرت حفصه  رض درسول الله مېرمن وه،دحضرت ابوبکر صديق له وفات وروسته په ١٣ ه س کال خليفه شو، او په ٢٣ ه س  د ابولوء لوء مجوسي لخوا شهيد  او دحضرت عايشې په حجره کې د رسول الله ص ترڅنګ خاروته وسپارل شو.
ده ته منسوب مسجد دڅوارلسمې پېړۍ تر پيله په کومه تذکره کې ندی يادشوى  آن چې علي بن موسى افندي په ١٣٠٣ کې هم دامسجدنه دى ياد کړى له دې ښکاري چې دامسجد له  ١٣٠٣ ه س وروسته جوړ شوى دى.
دامسجداوس هم موجود دى  ، مستطيل ته ورته دالان لري اوتورې تيږې پکې لګېدلې دي، په دې مسجد کې اوس هم پنځه وخته لمونځ کېږي.

دحضرت سعد بن معاذ مسجد

سعد ابن معاذ ابن نعمان  ابو عمر انصاري اشهلي د اوس د قبيلې سردار و، د بدر په غزا کې يې ګډون کړى او دخندق په غزا کې شهيد شو.
ده ته منسوب مسجد د حضرت عمر ابن خطاب د مسجد سهيل لوېديځ لورته دی ،په پخوانيو مصادروکې ددې مسجد نوم هم نشته دى، آن علي بن موسى افندي هم نه دى ياد کړى ، له دې ښکاري چې دا مسجد هم له ١٣٠٣ه س وروسته جوړ شوى او دمدينې منورې په ١٣؛٤٤٧ ه س نقشه کې ځاى لري، دامسجد اوس هم شته دى اوپه هماغه ځاى کې دى چېرته چې پر حضرت سعد غشی لګېدلى دى، دامسجد مستطيل ډوله دى، دوه متره لوړه احاطه لري، چت نلري او درې خواته  ترې  حديقه الفتح  راتاوه ده له ختيځ څه لوېديځ ته ٦،٢٥اوله سهيل څخه شمال ته ٣،٣٥متره مربع   دي چې ټول مساحت يې ٢١متره مربع راځي.

داحد ډګر 

دهجرت په دوهم کال الهي لښکر (مسلمانانو)شيطاني لښکر د (مکې کفارو)ته سخته ماتې ورکړه، دهغوى ډېر مشران يې ووژل ، ډېرمال يې ترې غنيمت او ډېر يې ژوندي ونيول،  ،دمکې کفارو ته دا ماتې د زغم نه وه  ،هغوى له مسلمانانو څه د غچ اخستلو اور سوځول پوره يو کال يې چمتو والى ونيوه چې له مسلمانانو خپل غچ واخلي با لاخره د هجرت په دريم کال يې درې زره لښکر چې زادالمعاد په وينا، درې زره اوښان او دوه سوه اسونه  اود فتح الباري په وينا سل آسونه پکې وو برابر کړل اومدينې منورې ته روان شول په دې لښکر کې ددوى د احساساتو د راپارولولپاره د ابو سفيان دمېرمنې هنده په مشرۍ ګڼو ښځو او انجونو هم ګډون کړى وو چې وخت په وخت به يې دوى ته حماسي، پاروونکى او ددوى د و صال له مينې ډکې سندرې ويلي، اخوا حضرت عباس خپل وراره حضرت محمد  ته له مکې څخه  مدينې ته قاصد ور ولېږه اوپه مکه کې ددوى پر ضد له ټولو تحرکاتو او چمتو والي يې خبر کړ،رسو ل الله ص هم زر کسيز لښکر تيار کړ خو دمنافقانو رئيس عبدالله ابن ابی منافقت او تمرد وکړ او درې سوه تنه  يې بېرته وګرځول .رسول الله ص  دهجرت په دريم کال د شوال په ٦مه د جمعې په ورځ د دمجهز درې زره کسيز لښکر مقابله پيل کړه  په پيل کې  بريالی شو، خوله ځينو صحابه و سره د مادياتو او غنيمت مينې د ابريا ټکنۍ کړه ،کفارو چې کله وليدل مسلمانان د غنيمت په راټولو  بوخت دي او استراتېژيکې نقطې يې پرېښې نو په کنډو ور وختل ،ناڅاپه يې يرغل وکړ  او اويا تنه مسلمانان يې  شهيدان کړل خوبياهم، بشپړ برى يې په نصيب نه شو.احد حرم ته نږدې دى موږ ساخت مهال ورغللو ، د احد ډګر دامهال په نقشه جوړ شوى، دموټرو پراخ تم ځاى لري ، هغه غونډۍ چې په کنډو کې يې رسول الله  دعبدالله ابن جبير په مشرۍ پنځوس تنه غشي ويشتونکي کېنولي وو، دامهال ډېره اوبه شوې او ټيټه شوېده ،  څه کم يو نيم زر کاله کېږي چې خلک پردې غونډۍ پورته کېږي   اوممکن   جيولوجيکي تغيراتو او ترسباتو هم داغونډۍ ټيټه کړي وي.
داغونډۍ د وادي فناه جنوبي غاړې ته پرته ده چې اوس په جبل رماة مشهوره ده اودمسلمانانوله لښکرڅخه يونيم سل متره لېرې وه، موږ دې غونډۍ ته وختلو اخوا ديخوا مو وکتل ډېرځايونه   ترې ښکاري جګړه دهمدې غونډۍ لوېديځ ته د احد غره ته نږدې د عينين نومي ځاى کې ونښته .د مکې کفارو همدلته اړولي وو داساحه د مدينې شمال ته پرته ده، د جبل رماةشمال ته پراخ ډګر او خواکې يې د احد غر دى، کله چې د مسلمانانوله بريا وروسته دعبدالله ابن جبير ملګرو د جبل رماة کنډو پرېښود نو حضرت خالد ابن وليد چې تر دا مهاله لا مسلمان شوى نه و له جنوب اړخه په شيله کې پر همدې غونډۍ راو خوت ،په کنډو کې پاتې دولس تنه مسلمانان يې همدلته شهيدان او لاندې يې مسلمانان محاصره کړل.
دلته يو له جاليو جوړه څلور ديوالي ده چې داحد شهيدان پکې ښخ شوي وو په دوى کې د حضرت سيدالشهداء حمزه ،مصعب ابن عمير ، عبدالله ابن جحش ،قبرونه پېژندل کېږي او متواګان يې هم تائيدوي ، ددوی قبرونه هم له ځمکې سره برابر دي  خو له پاسه پرې تيږې ايښې  او همداتيږې دقبرونو نښې دي له دې قبرونو د يوفټ په اندازه  ديوال تاو دى، متواګانو داحاطى دروازه تړلې وي او خلک يې له پنجرو ګوري ، متواګان هم سم معلومات نه ورکوي.
دلته ګڼ ګرځنده دوکانونه او لاسي کراچۍ هم شته دي او ډېرهغه شيان پلوري چې معمولاٌ  يې خلک په ډاليوکې وړي، د احد ميدان ختيځ ته مسجد هم جوړ شوى  شمال ختيځ ته يې خوړ او له خوړ اخوا دخرماوو لوى باغ دى له رماة څخه دحرم  منارې  هم ښکاري. احد اوس هم وچ ميدان دى ونې بوټي پکې نشته دي.
داحد په ميدان کې اوس  ډېرې ودانۍ جوړې شوي دي ، خوبياهم سپين ځايونه لري موږ دهمدې ډګر په ليدلو بوخت وو چې  په څو لويو موټرو کې نور افغانان هم راغلل دوى هم د رماة غونډۍ  بېخ ته راغلل له دوى سره ددوى د حج ښوونکی هم وو له جامو ،لهجې او کړنو ښکارېدل چې ښه ساده سړى وو، نه د وخت په نزاکت پوهېده نه د خلکو په مزاج اونه دموسم او هوا په غوښتنه لس بجې به وې چې دوی راغلل دې ملاصاحب چې لاسي لاسپيکر  هم ورسره وو دوى ټول په نا هواره ځمکه په دوو پښو کېنول ، له چاسره څادر وو اوله چاسره نه وو اوکه څادر هم وو نو ځمکه ډېره سره وه پرځمکه پر څادر کېناستلى نشو، هواهم  ډېره توده وه، پرټولو خولې راماتې وې خو ده ورته اوږد تقرير پيل کړ ، تقرير يې هم دوخت له غوښتنې سره برابر نه وو له تقرير څخه کوم نيم ساعت تېر شو خو دى لا بوخت وو، خلک ستړى اوپه تنګ شول ، چې څوک ترې پاڅېږي نو ملاصاحب پرې غږ وکړي چې تنګېږه مه کېنه، دوه درې ځله سپين ږيري  ورغلل ورته يې وويل چې تقرير بس کړي ځکه ګرمي هم ده او خلک احد د ډګر د ليدلو تلوسه لري نور ځايونه هم بايدوکتل شي او دولس بجې بايدحرم ته لمانځه ته هم ورسېږو،بالاخره تقرير يې بس کړ  خو دعايې هم پوره لس دقيقې وخت ونيوه زه خو څوځله ترې راپاڅېدم خو په دوى کې مې ملګري وو دهغوى لپاره هم اړو م چې ورته پاتې شم.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery